د دلکشـاه او ګلخانۍ ماڼۍ

د دلکشـاه او ګلخانۍ ماڼۍ
دا د کابل د ارګ شاهانه ماڼۍ دي چې تردې مهاله یې په وینو لړلی غمجن او ویرجن تاريخ افغان ولس ته پرې ایښی دی . هیښوونکي داده چې د ارګ او مرګ وروستاړي سره ګډ دي که ارګ ته د م توری ورکړې مرګ ترې جوړیږي او که بیا مرګ ته د الف ټکی ورزیات کړې نوارګ شي . خو دا د لکشا او ګلخانې ماڼیو په شاهانه ارګ کې ډیرو خپلې کـکرۍ خوړلي دي . د سقاو زوی حبیب الله په همدغه ارګ کې ووژل شو. قاضي عبدالرحمن هم دلته په سزا رسیدلی دی . محمد نادر شاه هم د ارګ مخې ته د عبدالخالق په تومانچه ووژل شو. سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان د خپلې ګڼې کورنۍ له لویانو او ماشومانو سره ووژل شول . نورمحمد ترکی هم د ارګ په کوټي باغچه کې د روزي او اقبال په لاسونو ووژل شو. د ګوند د نـنه د کی جی بې د مکارو جاسوسانو له خوا ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتو مرکز ته په پناه اخیستو اړ او وروسته په همدغه ارګ کې د پاکستان د ای ایس ای مالو ملحاله جنرالانو حمیدګل ، نصرالله بابر، اسلم بیګ له خوا د یوه نامرده افغان جنرال په ملتیا د خپل ورور شاه پوراحمدزي سره یوځای ووژل شو.
د دلکشا او ګلخانې ماڼۍ بل چارواکی برهان الدین رباني د ځانمرګي برید په چاودنه کې خپله کـکرۍ له لاسه ورکړه . او دا هغه جمهور ریس و، چې له کابله به یې خپل صدراعظم ګلب الدین حکمتیار په چارآسیاب کې ډزاوه او راکټیار به له خپل مرکزه پر هغه د توغندیو باران جوړکړی کابل د زرګونو، زرګونود مړو هدیره او د ورانو کورونو ویجاړه کنډواله شوه .
د ارګ ماڼیو داسې پړاو ولید چې په رڼا ورځ د ولسمشراشرف غني په وینا هغه په چپلکو کې د مرګوني برخلیک له ویرې له ارګه وتښتید . د سپیدار ماڼۍ د تجمل او لب سرینو هالیووډي امپراتور ډبل عبدالله او په دواړو دارېنو کې افغان ملت ته مسوول او پړ حامد کرزی خپل نامالوم برخلیک ته د ژورو اندیښنو په ټال زانګي . هو! زانګي لیلو، ستا په سپینه غاړه د لونګو امیلونه لیلو.
ملایان او طالبان په سپینو بیرغونو بې ډزه ،ډوزه د دلکشا او ګلخانې ماڼیو ارګ ته نـنوتل او هغه اخوند قوماندان چې د اشرف غني پرچوکۍ یې ډډه لګولي دا څو ورځې د مخه په یوه بمي چاودنه کې خپله توره پګړۍ او کـکری بایلوده . هله به خبرشې چې تالو جبې ته ورشې .
د ښکرورو او ځواکمنو ښکیلا کګرو او بلوسګرو په شرمناکي ماتې د افغان تاریخ نوی څپرکی پیل شوی . خو ریس الوزرا محمد حسن آخوند د ارګ په ماڼۍ کې داسې د واک په ګدۍ ناست دی ، چې ته به وایې چا پرې سریښ کړی دی ، نه خوځي او نه سپڼ له خولې وباسې . خو افغان ویرجن او غمجن ولس ډوډۍ او تش د کړیدلي ژوند بقا غواړي . که اوسني چارواکي او خپلواکي د افغانستان رښتیني دوستان او مکارد وښمنان ونه پیژني د خلکوزور د خدای زور دی ، اوله ازاره چا بازارنه دی وړی .
پخپل باتوراونـنګیال ولس د تکیې په هیله .
۲۱/۱۱/۲۰۲۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button