ستونزي او تکلیفونه ولې پیښیږي؟

ګل احمد احسان

تر خوږوالي وروسته د ژوند دوهم نوم د ستونزو پلنډه ده، دې نړۍ کې نو داسي څوک نشته چې یو عالم مسائل نه وي ور له غاړي څوک له غریبۍ ژاړي، څوک بیا روغتیا نه لري اوځیني بیا د پیسو له پیداکولو سره سره نه خوښي او سکون لري او نه هم روغتیا ځکه د زړه سکون پیداکول د پیسو او غریبۍ خبره نه ده.

ښه! خبره نو دې ته درېږي چې څنګه د زړه سکون پیداکړو ترڅو خپل ژوند ارام تېر کړو تر دې نو مخکې دا مهمه ده چې ستونزې او تکلیفونه څنګه پیښیږي علتونه يې څه دي؟ او ایا ستونزې ګټه هم لري؟

ګورئ!! که خوشحالي په پیسو، کور، اولادونو، منظرو او بانډارونو کې وای نو بیا خو ډېر کم خپه خلک پیداکېدل ځکه اوس مناسبه ژوند او اړتیاوي اکثره انسانان لري او ډېر خو بیا ددې دلاسه لا لیوني وي چې ګټلي پیسې څه په وکړي او چیري يې پټې کړي، نو بیا خپګان ولي شته؟

ما خو ډېر کسان لیدلي تاسي هم شاید ډېری لیدلي وي، هغه څوک چې په دیني او عقیدوي لحاظ کمزوری وي نو کم داسي کسان به پکښې پیداکړې چې ارام ژوند او په ځانګړي ډول د زړه سکون دي ولري. اوس نو که ته هم ډیري ستونزي لري دا يې علت دی. له پیسو نیولې ترنعمتونو، منظرو او بانډارونو داهر څه ډیر کسان لري خو لا هم خپه وي.

اوس نو خبره یوازې ددې هم نه ده چې یو څوک دي په دیني او عقیدوي لحاظ کمزوری وي نو په ستونزو کې دي راګیر وي بلکې ډېر دین دوست او متدین مسلمانان هم له یو عالم کړاوونو سره مخ وي ددوی دواړو ترمنځ فرق څه شي دی؟

زه يې درته وایم!

هغه څوک چې په دیني برخه کې کمزوري ولري مثلا لمونځ او نور عبادات يې بیخي پر نشت حساب وي نو تل د زړه خپګان او ستونزې لري دا دده د ستونزه اصلي علت دی. یوه ګوله به يې نه دوې کیږي، کړاوونه، ستونزې او رنګارنګ مسائل به ور تر غاړي وي. که يې نه منئ د خپلو ملګرو په اړه فکر وکړئ چې ولي ستونزي لري.

دوهم هغه څوک چې له دیني او عقیدوي اړخه پوره وي مګر بیا هم په ستونزو کې راګیر وي دا بیا د الله ج له لورې امتحان دی ترڅو خپل بنده ته لوړې درجې ورکړي او په اخرت کې ورته ډېر نعمتونه په برخه کړي، ددې کټګورۍ خلکو په ستونزو کې هم ګټه ده.

دا یوه خبره په یاد ولرئ، په دې دنیا کې تر ټولو انسانانو زیات پر پیغمبران ډیري ستونزي او مشکلات راغلي دي. ځکه یوه ورځ له حضرت محمد ص څخه پوښتنه وشوه چې په انسانانو کې تر ټولو زیاتي ستونزي پر چا راغلي، هغه مبارک ص وفرمایل پر پیغمبرانو ډېر سخت تکلیفونه راغلي دي.

ستونزې او تکلیفونه یوه ګټه هم لري، د هوښیارو انسانانو لپاره یوه ښه تجربه کېدلای شي مګر د سرټمبه انسانانو سره هیڅ مرسته نه شي کولای ځکه یوه ورځ په ستونزه کې وي د ستونزو علت يې هم ور معلوم وي خو بله ورځ بیا په هغه ستونزه کې راګیر وي، لکه مار چې يې له یوه غاره دوه ځله وچیچي.

خپله مې اوږدې لیکنې نه خوښېږي نو تاسي ته هم نور تکلیف نه درکوم فقط دا یوه مشوره درکوم په دین کې قوي شئ ترڅو د ستونزو په مقابل کې ودرېږئ، صبر، حوصله او زغم به درکې پیداشي او هر تکلیف به مو درته اسانه شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button