ولسمشر داود خان او کورنۍ يې څرنگه ووژل شول ؟

داود جنبش
د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د برخليک په اړه چې د ثور پر اوومه څه پرې راغلل، ډېرې خبرې شوي او بېشمېره کتابونه ليکل شوي.
خو يو يې هم ښايي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپله وريندار يې وايي.

ميرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارگ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو وروسته يې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترگو ليدلي دي.

مېرمن زهره اوس په لندن کې د زړو خلکو په يوه پالنځي کې شپې تېروي.

داود جنبش د زهرې خاطرې اوريدلي دي او داسې يې يادوي

په لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وريندار ده.

دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره يو ځاى په يوه پالنځي کې اوسي، خو ددې خونه تر هغو توپير لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعيم په عکسونو او يادگارونو ډکه ده. دلته د افغانستان د نژدې يوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ويرجنې يې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي.

زهره نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتيا سره کوي:

هغه وايي:

” په هغه ورځ، نعيم خان نه و. لوڼې مې په کور کې وې او لمسيان ښوونځيو ته تللي وو. زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې يو افسر راغى او په بيړه يې ارگ ته وغوښتم. موږ د داود خان له بچو سره يوځاى گلخانې ماڼۍ ته ورغلو.

داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې. هلته کېناستو. په دې کې…. الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل. دا حالت تر ماښامه روان و. چې بمبارد زور واخيست، داود خان وويل: ځئ لاندې ولاړ شئ.

د وتلو پر مهال، د گلخانې د وره له خوانه ډزې پيل شوې. فکر کوم دا د ارگ دننه د خلقيانو او پرچميانو ډزې وې. په دهليز کې د داود خان لور زرلښته او لمسۍ يې غزال چې اته کلنه او د عمر لور وه، ټپيان شوي وو. هغوى يې بلې خونې ته راوړل. زما لمسۍ– ديارلس کلنه صفورا پر ټټر لگېدلې وه، د داودخان زوم- نظام وويل چې ضعف يې کړې دى، نوره ښه ده، خو چې ويې ليده نو مړه شوې وه. زما د سترگو په وړاندې مړه شوه.”

او د غېږې کوچنيان هم خوندي نه وو:

” شيما – چې د سردارصاحب (داود خان ) نږور او د وېس مېرمن وه، دوه بچيان يې په غېږ کې نيولي وو او ديوال ته يې تکيه کړې وه، کله چې موږ راووتو دوى په گولۍ لگېدلي وو. له خپلو بچو سره يو ځاى درېواړه شهيدان شوي وو”.

 داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې. هلته کېناستو. په دې کې…. الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل.
 
زهره

له زهرې نه مې هيله وکړه چې دا خبره يې ثبت کړم چې ددې په خپل غږ راشي، پورته يې راته وکتل او د هو سر يې وخوځاوه.
نور نکل يې داسې اوږد کړ:

” زما او د نعيم خان لور زرمينه، د داود خان خور عايشه چې معيوبه وه او په گاډي کې به گرځېده، د داود خان مېرمن زينب چې زما خور وه او لوڼې يې – شينکۍ او زرلښته داودخان ته ورغلل او څنگ ته يې ودرېدل. دا صحنه مې پخپله نده ليدلې، خو راته وويل شول چې په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسليم شه. هغه ورته په ځواب کې وويل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي.

په همدې وخت کې دډزو غږ شو: داود خان، نعيم خان، زينب، شينکۍ، د داود خان درې واړه زامن: خالد، ويس او عمر او دغه راز نظام – د شاه محمود خان زوى – دوى ټول ځاى پرځاى همدغلته ووژل شول. (کودتاکوونکي) وروسته په موږ پسې راغلل او ويل يې چې ځئ له دې خونې نه ووځئ او که نه نو د کوټې چت درباندې رالوېږي.

د وتلو پرمهال مې وليدل چې د داود خان، نعيم خان او نورو مړي پراته دي. زه هم په پښه لگېدلې وم. موږ څو تنه يې وروسته روغتون ته بوتلو.

لس ورځې يې دلته وساتلو او بيا يې محبس ته بوتلو. دوه تنه – د نعيم خان لمسۍ – خورشيد او توران چې د سردار تيمور شاه زوى و، په روغتون کې وساتل شول. د داود خان يوه نږور – گلالۍ چې د عمر مېرمن وه، اووه ډزه لگېدلې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. ”

له زهرې نه مې وپوښتل چې د د اود خان د خولې وروستي ټکي يې په ياد دي؟

 په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسليم شه. هغه ورته په ځواب کې وويل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي.
 
زهره

هغې بې له ځنډه وويل: هو. نکل يې پيل کړ. خو ما ودروله. نه… خير دى، په خپلو ټکو يې راته ووايه. او هغې بيا زړه نازړه موافقه وکړه:
“کله چې هغوى راغلل او لټول يې کول، زه د خپل مېړه څنگ ته ناسته وم. پښه يې په گولۍ لگېدلې وه. ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (يعنې داود خان) وويل چې ځئ، ووځئ. ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بيا نه يو پوه شوي”.

زهره وايي چې د کورنۍ شاوخوا اويا غړي يې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول. او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هيواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زيارت پرې جوړ کړي؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button