له واده وړاندې عجیب رواجونه

ریاض مقامزی

د انسان په ژوند کې ځينې شېبې او پېښې نه هېرېدونکي وي، چې له دغو شېبو څخه واده او له واده وړاندې مراسم هم د یادولو دي. ددې مراسمو ځانګړنې په بېلابېلو هېوادونو کې توپير لري. حتی په یوه هېواد کې د مختلفو قومونو ترمنځ هم ددې مراسمو توپير ډېر ليدل کېږي. په دې لیکنه کې به تاسو د ځينو حیرانوونکو رواجونو څخه خبر شئ.

هند | د زوم له یوې خور څخه د بوټ/چپلکې پټول
د هند په ځينو سیمو کې د هلک چنغله (نامزاده) د زوم له یوې خور څخه بوټ/چپلکې پټوي. دا کار ددې لپاره کوي، چې د خواښې کورنۍ ته خپل جرأت وښيي. دا په دې معنا وي، چې له تاسو نه وېرېږم. جالبه دا ده، چې زوم باید د پټ کړل شوي بوټ د ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړي.

چین| په ورځ کې د یوه ساعت ژړلو وړتيا
چین یو لوی هېواد دی، چې په مختلفو برخو کې یې خلک ځانګړي رواجونه لري. ددې هېواد په ځينو سیمو کې نجلۍ باید له واده یوه میاشت وړاندې هره ورځ یو ساعت وژاړي، په دې مراسمو کې د نجلۍ دوستان هم وي. که کومه نجلۍ دا وړتيا و نه لري، د زوم کورنۍ د واده مخالفت کوي. دا خلک دغه رواج په نېک شګون نیسي، نو ځکه ورته ډېره مهمه ده.

د کریس جزیره | له زوم څخه د فرش جوړول!
د کریس وچه د فرانسې یوه برخه ده. دا سیمه د فرانسوي امپراتور لومړي ناپيلیون د زېږېدو ځای هم دی. ددې ځای د خلکو جالب رواج دی، چې زوم باید په ځمکه پرېوځي او فرش پرې اچول کېږي. وروسته د زوم او ناوې کورنۍ پر زوم ګرځي. ددې کار موخه د زوم د صبر او زغم لوړول بولي.

چيک جمهوریت | په یوې کاشوغې یو بل ته سوپ ورکول
په چک جمهوریت، کې چې کله هلک او نجلۍ د واده پرېکړه کوي، ددوی کورنۍ د زوم او ناوې مخې ته له سوپ څخه ډکه کاسه ماتوي. دوی په ګډه هغه ځای پاکوي او ددې معنی دا ده، چې دوی به ټول عمر همداسې په اتفاق وي. وروسته یوه بله کاسه سوپ ورته راوړل کېږي. دوی بايد په یوه کاشوغه کې یو بل ته سوپ ورکړي.

آلمان| د لرګي اره کول!
له واده وړاندې د لرګي اره کول په آلمان کې یو له پخوانيو رواجونو څخه دی. هلک او نجلۍ باید په ګډه له ونې څخه یو لرګی اره کړي. البته ددې کار لپاره دوی ته معلوم وخت ورکول کېږي. که کومه جوړه و نه توانېږي په ټاکلي وخت کې دغه کار وکړي، دوی یې په بد شګون نيسي.

کینیا| د ناوې پر تن د پلار د خولې لاړې!
افریقايي قومونو په عجيبو رواجونو کې ځانګړی نوم لري. یو افریقايي قوم، چې په تانزانیا او کینيا کې اوسېږي، ځانګړی رواج لري. دوی مخکې له دې چې ناوې د خسر کور ته لاړه شې، د ناوې پلار په خپلې لور لاړې تو کوي. دوی دا کار د ناوې لپاره نېکمرغي ګڼي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button