ژور خفگان ولې رامنځته کیږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟

لیکنه: ډاکتره پلوشه حلیم
موږ په یوه پرمختللې نړۍ کې ژوند کوو، چې د ژوند هر ډول هوساینه پکې موندل کیږي.
خو د دومره هوساینې سربیره بیا هم موږ په نړۍ کې هر کال د ځان وژنې (suicide) شاهدان یو.

انسانان په ژوند کې له مختلفو حالاتو سره مخامخ کیږي، کله د ډېرو خوشحالیو شاهد وي او کله کله بیا د غم او خفگان شپې ور باندې راځي او له دردونکو پیښو سره مخ کیږي.

مثلا” د کورنۍ د غړي یا د یو خوږ ملگري له لاسه ورکول، د خپلې دندې له لاسه ورکول، د ماشومتوب ترخې او ډاروونکې پیښې او داسې نور حالاتونه کله کله ډېر ستونزمن شي؛ چې شخص په مکمل ډول د خفگان او اندیښنې نړۍ ته داخلوي.

چې په داسې حالاتو کې شخص له نورو څخه گوښه والی غوره کوي، د ورځني فعالیتونو سره مینه او لیوالتیا له لاسه ورکوي، تنهایي او یوازیتوب غوره گڼي، خپل ځان تر تولو کم او بې ارزښته احساسوي، د پریکړې نیولو توانایي له لاسه ورکوي، ذهن یې له منفې فکرونو ډک کیږي، چې حتا د ځان وژنې (suicide) نظریه یې هم ذهن ته راځي.

نو دغه حالت د تصوراتو، افکارو، او نا امیدۍ څخه پیدا شوې ناروغي ده چې که چیرې له دوه هفتو څخه ډېر دوام وکړي نو د ژور خفگان (depression) په نوم یادیږي.

د ژور خفگان له تعریف پوهیدو څخه وروسته راځئ په دې هم پوه شو چې؛
څنگه وپوهیږو چې په ژور خفگان (depression) اخته شوي یو؟

ژور خفگان د لاندینیو نښو نښانو په درلودلو سره تشخیص کیږي:

۱- دوامداره د خفگان احساس :- په ژور خفگان باندې اخته کس د ژوند په هر ډول حالت کې د خفگان احساس کوي.

۲- لیوالتیا له لاسه ورکول:- په ژور خفگان اخته کس له ورځنیو کارونو او فعالیتونو سره چې پخوا یې په شوق تر سره کول؛ لیوالتیا له لاسه ورکوي او نه غواړي ترسره یې کړي.

۳- بې اشتهایي

۴- د وزن کموالی :- په ژور خفگان اخته کس د اشتها له لاسه ورکولو له امله وزن هم کموي.

۵- د وزن زیاتوالی :- په زینو کسانو کې په ژور خفگان سره اشتها زیاتیږي او په دې توگه یې په وزن کې هم زیاتوالی راځي.

۶- د خوب بې نظمي ( sleep disturbance ) :- ځینې کسان په ژور خفگان کې له ډېرې بې خوبۍ سره مخ کیږي خو ځینې یې بیا بر عکس ډېر خوب کوي.

۷- فزیکي ستونزې :- د سر درد، د هاضمې سیستم ناروغی، د زړه ناروغي …

۸- ځان وژنه:- په ژور خفگان ( depression) اخته کس د خپل ژوند د لارې په ورکولو بلاخره په ځان وژنې لاس پورې کوي.

دوی په دې نه پوهیږي چې؛ د ژوند د رڼا او سکون لار یوازې په اسلام کې یعنې په قرآن کریم او د محمد مصطفی ص په احادیثو کی هدایت شوې ده.
د نړس پرمختللې هیوادونه سره له چې اوسیدونکي یې د ژوند ټولې اړتیاوې په آسانۍ سره پوره کولای شي خو بیا هم دوی د خپل ژوند لار ورکوي او د ډېر ژور خفگان له امله په ځان وژنې لاس پورې کوي.

دغه کسان له دې بې خبره دي چې زموږ رب په قرآن عظیم شان کې فرمایي ( ذَالِکَ الکِتابُ لاَ رَیبَ فِیهِ هُدًی لِلمُتَّقِین ) ترجمه : دا ( قرآنکریم) هغه کتاب دی چی نشته شک پکې، د پرهیزگارانو لپاره هدایت او لارښوونه ده.

د نړۍ په سطحه د احصایي له مخې د ژور خفگان د پیښو د ثبت تثبیت:

علمي څیړنو ښودلې ده د نړۍ په سطحه په هرو ۱۵ ځوانانو کې یو تن په ژور خفگان اخته کیږي.

همدارنگه ژور خفگان په هر وخت کې را منځته کیدلای شي خو د وسط په ډول کوم کسان چې عمر یې له ۱۰ څخه تر ۲۰ کلونو پورې وي ډېر په ژور خفگان اخته کیږي.

سر بیره پر دې دا هم ثابته شوې ده چې د ښځینه وو طبقه نسبت نارینه وو ته ډېر په ژور خفگان اخته کیږي. یعنې په هرو دریو ښځینه وو کې یو تن یې د ژور خفگان سره مخ کیږي.

له بلې خوا ارثیت هم ددې ناروغۍ په رامنځته کیدو کې رول لري.
د بیلگې په ډول کوم شخص چې مور او پلار یې په دیپریشن اخته وي ۷۰ فیصده د دې امکان شته چې خپله دا شخص هم په ډیپریشن یعنې ژور خفگان اخته شي.

څنگه کولای شو له ژور خفگان ( depression ) څخه ځان خلاص کړو؟؟؟

خوشبختانه ژور خفگان یو له هغو ناروغیو څخه ده چې د درملنې وړ ده.
وروستنیو څیړنو ثابته کړې ده چې په ژور خفګان یا ډیپریشن د اخته کسانو له جملې سخه د ۸۰ فیصدو څخه تر ۹۰ فیصده ناروغانو درملنه کامیابه ثابته شوې ده او په نورمال ډول یې خپل ژوند ته دوام ورکړی دی ‌چې دا درملنه عبارت ده له :

medication:- یعنې په کیمیاوي موادو( درملو ) په واسطه د ناروغ درملنه کول.
ځکه چې د ژور خفگان د رامنځته کیدو یو له عواملو څخه په دماغو کې د کیمیاوي بدلونونو را منځته کیدل دي.

نو په دې اساس طبیب ناروغ ته د antidepressant درملو په ورکول سره د هغه درملنه کوي.

2)psychotherapy یا talk therapy:- په دغه ډول درملنه
کې ناروغ باید ارواه پوه ته مراجعه وکړي چې ورته مراجعه کوونکي وایي.
ارواه پوه مراجعه کوونکي ته د اړینو مشورو، لارښوونو او نظریو په ورکولو سره د مراجعه کوونکي سره د depression له حالت څخه په خلاصون کې مرسته کوي.

د یادولو وړ ده که چیرې شخص خپل ژوند د الهي اوامرو او قوانینو په اساس برابر کړي هیڅکله به د ژور خفگان ( depression ) حالت ته لاړ نه شي. ځکه چې اصلي سکون او راحت الله ج ته په محبوبیت کې دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button