طالبانو په جګړه کې جګړه اعلان کړه

موږ کوم خواته روان یو

سیدعبدالله پاچا

طالبانو اعلامیه مې ولوسته چې خپلو نظامي مسوولینو ته یې د سخت غبرګون لارښوونه کړې وه، یانې هدف دا دی چې هر څه چې د طالب وسله والو په توان پوره وي، بریدونه دې وکړي، جګړه دې توده کړي او زیاتې وینې دې توی کړی.

طالبانو هسې هم کلونه د خلکو وینې توی کړې او داسې ورځ نشته چې د یو چا وینه به یې نه وي توی کړي.

طالبان یواځې افغان ځواکونو او افغانانو باندې بریدونه نه کوي، یواځې دا خلک نه قرباني کیږي، بلکې جګړه کې طالبان هم وژل کیږي او د مالوماتو له مخې هره ورځ شاوخوا سل کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ټول افغانان دي خو د پردیو ګټو لپاره چې امتیازات او امکانات یې د طالبانو مشران ورکوي، جګړه توده ده او هیڅ کموالی پکې نه دی راغلی.

که څه هم طالبانو نړیوالو سره ژمنه کړې وه چې بریدونو او جګړه کې به کموالی راولي، خو تیر یو کال کې موږ ولیدل چې هیڅ داسې ورځ را نه غله چې طالبانو دې د چا وینه نه وي توی کړي.

یواځې دومره توپير و چې طالبانو د جګړې او بریدونو مسوولیت نه منه او لامل یې دا و چې د نړیوالو په خوله کې و نه غورځیږي.

نور خو چاودنې، هدفي وژنې، جګړې او پر ملکي وګړو د هاوان بریدونه ټول طالبانو کول، اوس چې طالبانو د جګړو اعلان وکړ، د ورته بریدونو مسوولیت به په ډير ویاړ سره اخلي.

طالب د جګړې یوه پروژه او کرایي قاتلین دي، پرته له جګړې دا ډله هیڅ هم نه ده، هیڅوک به یې پوښتنه هم و نه کړي.

دا نن چې طالبان په نړیوالو سټیجونو راښکاره کیږي، د دې لامل دا دی چې دوی وینه تویوي، وحشت کوي او نړۍ ورته جرګه کیږي، تاسو نور له افغان وژنې لاس واخلئ.

دا به د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانانو مجبوریت وي چې طالبانو ته حکومت کې برخه ورکړي، خو چې له وینې تویدو راوګرځي.

کنه طالب چې وسله کیږدي، هیڅ هم نه دی، نه یې کوم کمال زده دی او نه د کومې ادارې مشري کولی شي.

طالبان د اسلام تر نامه لاندې د افغانانو وینه توی کوي او اصل کې جګړه واک ته د رسیدو لپاره کوي او غواړي له دې لارې ځان واک ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button