د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت

هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی حق او د ټولنی د ګټو په چوکاټ کی ده او غربیان بیا ضد او نقیض اصول لری.

که د غربی قانونی فیلسوف جون لاک لیکنه وګورو نو هغه خپله مفکوره دآزادی په غوښتنه نده پیل کړی بلکه د زغم او دنورو د عقیدو د احترام په فکر یی شروع کړی. هغه د ترکیی مثال ورکړی او وییلی دی چه څنګه د ترکیی په کوڅو کی مسلمان او نامسلمان په ښه او سولئز چاپیریال کی ژوند کوی. متاسفانه دی مفکر د ترکیی درس ښه نوو زده کړی چه د مسلمانو زغم په کامله توګه په خپل دماغ باندی تحمیل کړی یا یی د انګلستان جامعی ته وروښیی، او یا خو د چاپیر ټولنیزاختناق لکبله خپل ځان سانسور کړی وو. هغه د نصرانی دین د مذهبو د زغم خبره کړی وه او د نورو لپاره یی د تبعیض نظر ورکړی.

د جون لاک هغه کږی خښتی لا ندی سمی سوی. اوسنی انتی مسلم غربی ذهنیت له هغه سره تړاو لری. فرق اوس دادی چه هغوی د زغم او یا نه کرکی خبری کوی خو د هغو ترشا د کرکی کڅوړی دی. دوی د ادیانو د کرکی لپاره یو اصل لری او دبیدینی لپاره بل. د بیدینی اصل مثلا د یهودو د ظلم او یا د هغوی د مظلومیت خبره نه منل نسی زغمولای خو په ادیانو باندی حملی بیا زغمی. په ادیانو کی په اسلام هر تور لګول روا بولی او د اسلام نه دفاغ بیا تشدد، افراط، نه زغمل، کرکه، او دتروریستی کارونو لپاره دعوت بولی. تر اوسه لا چا د دیموکراسی او د انسانی حقوقو په ضد خبری ندی کړی. زما په خیال که څوک خوله پری چوله کړی نو هغه به په بیلابیلو نومونو وټکول سی. مونږ د دری هغو نامتو بشری حقوقو غوښتونکو مثال لیکلای سو کومو چه امریکایی تخلفات افشاء کړل. هغوی یا تر شکنجه لاندی راغلل او یا بندیان سول او یا لا تښتیدلی بی دولته ژوند تیروی.

په اسلام کی د فحشاء او منکر پیاوړی کولو لپاره تبلیغات بند دی. دا د یوه مسلمان دپاره ګټور بولی او اجتماغی سوله او نیکبختی پکی وینی. دا دهغو اصولو مانا لری کوم چه غربیان یی په قانون باندی بندوی. فرق دا دی چه د دوی فحشا او منکر په بیدینه اصولو ولاړ دی او په اسلام کی په الهی فرمانونو. غربیان د هغه په ضد تبلیغ او فعالیت د بیدینه اصولو په چوکات کی مجاز بولی او په اسلام کی هغه په دینی اصولو کی. کله چه خبره اسلام ته راسی او مسلمانانو ته، غربیان د زغم خبره هیره وی او د بیدینه اصولو په چوکات باندی مسلمانان او اسلام غندی او د هغه په خلاف په دروغو خپلو کوچنیانو ته د نفرت او کرکی درس ورکوی. داسی غندنه بیا د بیان په ازادی باندی توجیه کوی. همدی کار ته مونږ منافقت وایو.

د بیان آزادی او تبلیغ یا پروپاګند بیل دی. د بیان آزادی د ژرنالیستی له زاویی په بیطرفه ډول د حقیقت بیانولو ته ویل کیږی چه په دی اساس هغه له هر تجاوز نه د مصئونیت غوښتنه کولای سی. کله چه تبلیغ او پروپاګند د بیان په آزادی باندی توجیه سی نو هغه د منافقت خبره ده. پروپاګند په حقیقت ولاړ نوی او غالبا داسی کسان د انتقاد حق بل چاته نه ورکوی. د تبلیغ ور د یوی طبقی په مخه خلاص وی او نور په همدا ډول بیان بیا په هرنوم چه وی سانسور او تر فشار لاندی نیسی. پروپاګند په دروغو شروع او دنورو خلکو په سانسور او اختناق ختمیږی. داسی تبلیغات د دینی، سیاسی او نژادی توپیر کونکو په افراط او کرکی ولاړ وی.

د غربی دولتو کرکه په ښکاره او پټه له دا زرکلونو راپدیخوا روانه ده. همدی کرکی دوی د نورو ملتونو په مرګ او د هغوی د خاوری په اشغال او د نورو ملتونو د شتمنیو په غلا هڅولی دی. ددوی زیاته کرکه له مسلمانو نه کیږی. یو خو نصرانی دین د اسلام په وړاندی سست عقاید لری چه په همدی دلیل یی له اسلامه مدنی ارزشتونه زده کړل ترڅو د هغو په سر له اسلام سره مقابله وکړی او بلاخره هغه هم ورته ګټه نده رسولی ځکه له هغی زدکړی او نورو پروپاګندو سره سره بیا هم په زرګونه نصرانیان اسلام ته داخیلیږی. دوهم دا چه اسلامی اصول د استعمار او بندګی سره خلاف لری او دا دغربی دولتو د استکباری ایدیالوژی سره تضاد لری. نو ځکه کله قانون د مسلمانو په ضد استعمالوی او کله بیا دولتی ظلم ملکی کوی او کله بیا هغه د بیان د آزادی په نوم اجراء کوی.

که یوځلی څوک یو څه ولیکی نو هغه به د آزادی دبیان ترنامه لاندی ومنل سی. که دا بیا تکراریږی او له هغه نه دولت دفاع کوی نو دا په ډاګه ښیی چه دولت خپله کرکه د نورو په خولو او لیکنو باندی اعلانوی. دوی په دی توګه غواړی نور د بیان حق ونلری، د خپلی عقیدی نه دفاع ونکړی. په دی ډول د مسلمان په ضد عام نفرت راوټکوی ترڅو مسلمان له خپلی عقیدی نه لیری او بیخبره پاتی شی. هر هغه لیاره چه له مسلمانو سره د خپل دین په پیژندنه کی کمک کوی هغه ځنی اخلی او بندوی. دا دینی او مفکوریی اختناق دی چه په ظاهره غربی دولتونه د هغه مخالفت ښیی او نور باندی ټکوی. د امریکی او اروپا کالنی غندنی چه د چین او اسلامی دولتو په خلاف خپروی د دی خبری ښکارندوی دی.

اوسنی اسلام ضده پالیسی او سیکیولر ایدیالوژی د فرانسوی چارواکانو لخوا په همدی نفرت او کرکی ولاړه ده. هغوی اسلام نسی زغملای او خپل دښمن یی ګڼی چه د دولت هره وسیله د هغه په ضد استعمالوی. هغوی د مسلمانو په عقیده لوبی کوی ترڅو هغوی د خپلی عقیدی په دفاع مجبور کړی. او کله چه یو مسلمان قانونا د خپل ځان د دفاع لیاره نه ووینی نو له تشدد نه کار اخلی. همدا خبره فرانسوی افراطیانو ته مالومه ده نو ځکه تکرارا د مسلمانو له احساساتو نه سوء استفاده کوی او په همدی ډول اختناق زیاتوی او د اسلامضد نفرت په کمک د مسلمانو د تيښتی او یا د هغوی د مرتدیدو لیاره برابروی.

متاسفانه دا فاشیست سیکیولران په افغانی چارو کی خپل ځان ته حق ورکوی او د کابل اداره هغه ته جواب نسی ورکولای.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button