د خربوزې (خټکي) ګټې او زيانونه
خټکي ته د حکمت په کتابچو کې کوکومېس مېلو (cucumis melo) نوم هم کارول کېږي. خټکی یا خربوزه یو شمېر ډولونه او رنګونه لري، واړه، غټ، اوږده، ګرد ((ګول))، پیکه ژيړ، ژیړ او شین، چې د افغانستان په کندوز، هرات، جوزجان او فراه ولایتونو کې ډير تولید لري، او یو شمېر نورو هېوادونو ته استول کیږي چې په خپل خوند سره ځانګړی نوم لري.
د روغتیایي چارو پوهان په دې اند دي چې په خټکي کې د ‘اډینوساین‘ په نامه یوه ماده شتون لري چې هغه د وینې رګونو منجمد کیدو مخه نیسي او تر څنګ یې په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډیره له منځه وړي.
خټکی د میندو د شېدو د زیاتوالي او د کم خونه ناروغانو لپاره اغیزمن درمل دي. د دې ترڅنګ په ډېره اندازه د A B, C ویټامینو او سلولز درلودونکی هم دى.
دا میوه د زیاتو اوبو په درلودلو سره کولی شي د پښتورګو او مثانې د ډبرو او کثافت په مخنیوي کي اغیزمنه تمامه شي.
د دې ترڅنګ په دغه میوه کې شته منرالونه د معدې تیزابیت په ختمولو کې زیاته مرسته کوي او ترڅنګ یې هاضمه هم ښه جوړوي.خربوزه خټکی د قبضیت د لمنځه وړلو لپاره هم ښه درمل دي او همداراز کولی شي د دایمي تندې مخه ونیسي.
د خټکي زیانونه:
خټکی باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته وخوړل شي ځکه په نهاره د دې میوې خوړل زیاتره وخت اسهالات پیښوي. د خټکي زیات خوراک د معدې او کلمو د درد لامل کېږي.
هغه کسان چي په شکره اخته وي یایې وزن ډېر وي باید د خټکي له خوراک څخه تر ډیره ځان وساتي، ځکه چې په خټکي کي شته قند د ګلوکوز له کورنۍ څخه دي چي په وینه کي ژر جذبېږي.
هغه کسان چې معده یې کمزورې وي د خټکي له خوراک سره دې احتیاط وکړي.
لیکنه: مریم صدیقي