
د خام پیاز خوړلو (۸) روغتیایي ګـټې
پیاز نه یوازې د خوړو خوند ښه کوي، بلکې خوړل یې د انسان روغتیا ته هم ډيره ګټه رسوي. پیاز د مکروب ضد خواړه دي. پیاز د خوړو په هضم کې ډير رول لري، خو په دې شرط چې اومه (خام) وخوړل شي. پیاز پیاوړي کوونکي خواړه دي او اشتها ډیروي.
۱- پیاز د مردانه طاقت په پیاوړتیا کې ډیره مرسته کوي.
۲- که چیرې خام پیاز وخوړل شي، نو د بدن ستړیا له منځه وړي او ماغزو ته آرامتیا وربښي.
۳- پیاز د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي.
۴- پیاز غاښونه کلکوي او هډوکی له پوچیدو او نرمیدو څخه ژغوري.
۵- په پیاز کې شته پوتاشیم د زړه د پیاوړتیا لپاره ګټور دي.
۶- خام پیاز خوړل ورۍ پیاوړې کوي او همدارنګه څیره روښانه کوي.
۷- پیاز په وینه کې د پړن کیدو مخه نیسي او دغه راز د زړه او مغزي سکتۍ مخینوی کوي.
۸- روغتیا پوهان وایي، د پیازو اوبه د غاښ درد په ارمولو کې ډیره مرسته کوي. نو ددې لپاره د پیاز یو ټوټه په خپله خوله کې میده کړئ، په داسې حال کې چې اوبه یې بیمار غاښ ته ورسیږي. او یا هم په مالوچو د پیاز اوبه واچوئ، او بیا یې په بیمار درد لرونکي غاښ کیږدئ.
کاپي…