کلونه پخوا مې دافغانستان راډیو تلویزیون کې کارکاوه

کلونه پخوا مې دافغانستان راډیو تلویزیون کې کارکاوه یوه ورځ مې دهیواد دوتلي اونومیالي کومیک هنرمنداودتیاترځلانده ستوري ښاغلي حاجي کامران سره دټوکوټکالوپه اړه دزړه خواله درلوده.کامران صیب پخپل هنر کې تردې کچې بریالی وچې د ده په لیدلوبه دې دخوښی اوخندا احساس کاوه .هغه راته وویل چې زموږافغاني ټولنه یوه نمونه ټولنه اوچارواکې خودزورواکی په مستۍ کې نیشه دي.زموږعام ولسونه اوغمګیني پرګنې دجنګ جګړوله لاسه دخپګان اوناورین په ټالوځانګي دځوانانواوماشومانوپه شونډوموسکا اومینه ناکه خنداورکه ده.موږد ډرام اوتیاتر لوبغاړي تل هڅه کووچې دهنرپه حرکاتواوسکناتوخلک وتخنوو، ویې خندوواوپه زموللواومړاووشونډویې دخندا اوموسکا ښکلي ګلونه وغوړوو.په دې ټولنه کې زموږهنري نوښتونه ،ټوکي ټکالې بابیزه اودتور توت په بیه دي.خوبیا هغه کسان چې وسلې یې په اوږه دجنګ جګړوپه ډګر کې هرڅومره ویني توی کړي په ډیریو کورونو کې دساندواوویرجنوکوکارو،سوي کړیکي پورته کړي له تنکیو شونډوموسکا اوخندا ګرد سره مروره کړي نوبیا داسې کسان اتلان،زمریان اوپړنګان بلل کیږي.دکامران صیب هنري استعداد به په مستوموجونوراغی نو به یې راته وویل:اکبري ګله ژړا دې راوسته،ژړا.بې له ډیله به یې پړنګ وژړلې.مابه هسې انګیرله چې رښتیا ژاړي خپه به شوم په شیبه کې به پخ له خند اشین شواوبیابه یې دخنداګلونه کرل اوخوشاله به شوم هغه ویل دادهنرکمال اوزوردی.
ماهم دزړه له کومي حاجي کامران اوارواښاداستاذ اولمیرچې د دوی دواړوترمنځ بې جوړې ښکلي یارانه اودبنډارونوملګرتیاوه ترخپله وسه نازول اوراته دنورودرنوهنرمندانوپه څیربې حده ګران وو.
کامران نه یواځې هنري خبره کړي بلکې دهغه وینا دکاڼي کرښې ،علمي اواکادمیک وزن اومنځپانګه لري .په دې مانا چې دنړۍ نامتوپوهانوخندا دانسانانولپاره اړینه دروحي،بدني اومغزي قوت لامل اوغذا بولي.دهند مشهورډاکتراونامتوپروفیسورسر،ج،س بوزه دخندا په وسیله دناروغانو تداوي کوي اوپه یوه علمي دملاریا ضدیوه انجمن کې یې په ډاګه کړه چې دخندا،خوشالۍ،صحي لوبوپه کارولوسره دملاریا ناروغي له منځه وړل کیدای شي .خندا اوخوشالي دناروغۍ اغیزمنه وسیله ده .اوهغه هره ورځ دخندا ترڅنګ د دووساعتو دسپورت اولوبوسپارښتنه کوي.
همدارازپروفیسورلوروابریه لیکي: غوسه،کینه،ژړا اوکرکه په وجود کې زهرجن مواد اوانزایمونه تولیدوي.تسمم،دبدن کمزوري اودعمردکموالي لامل ګرځي.هغه په کلکه اوزغرده خندا،خوشالي اومینه ناک خوځښتونه اوهیجانات دښکلي ژوند ضامن بولي اووایې هغه په وجود کې ګټورکیمیاوي مواد راپنځوي.
دطب یوبل امریکایې پوهاند اوپروفیسورجدي سپارښتنه کوي چې دروغتیا اوداوږده عمرپه ښکلي موخه باید هره ورځ په هره وسیله چې وي دزړه له تله وخاندو اوهغه په ژوند کې لکه خواړه اوغذا حساب کړوکه مودوه ساعته وخندل له نیکمرغه ژونده برخمن یاست.
دفرانسې نامتواومشهورفیلسوف ولټروایې:
هغه ورځ چې په کې دزړه له تله ونه خاندم هغه ورځ په خپل ژوند نه حسابوم.
درنواوقدرمنولوستونکو!
باوروکړی خندا دپوهانوله سپارښتنوسره سم په افغاني ټولنه کې له لرغونوزمانوخورا زیات ارزښت لري اوخندا په ولسي متل دژوند مالګه بولي.دافغانستان په ګوټ،ګوټ
کې وتلي اواستعدادلرونکي ولسي ټوکماران ووچې دوادونواوخوشالیوپه بنډارونوکې به یې ګڼ خلک خندول اود نندارچیانوپه منځ کې یې خورا محبوبیت درلود.زموږدخوست په فرهنګي سیمه کې دارواښاد مربیک غنم له نوم سره هرڅوک اشنا دي دننګرهاردشعر اوادب په ځانګوکې اروښاد حضرت بازکاکا اوارواښاد ګلاجان له نومونواوهنري استعدادونواوکومیکوحرکاتوسره ټول بلد دي.مشهوراوګران هنرمند شیر غزنوي دهنري مجلسونونقل دی.
له لیکنې مې موخه داده چې دجنګ جګړواودباروتوپه لوګیوکې هم هوډمن اوپه ژوندمین میړونه غم اوناورین ته ځان نه سپاري کټ،کټ،کټ،کټ،اوبیاکټ،کټ خاندي ستاسودتلپاتې کټ،کټ خندا په هیله.
په مینه اوکټ،کټ خندا وړاندیزکوم چې زما دفیسبوک پاڼې ته یوه ،یوه ټوکه رالیږی څویو غوره دټوکوغورچاڼ اودټوکوډبل خورجین رامنځته کړو.
دحسن ختام په هیله ټوکه.
وایې یوسړی ملانصرالدین ته ورغی چې په کلي کې خر ورته واخلي اودخرودبیې پوښتنه یې ترې وکړه؟
ملاورته وویل که ستا په څیرچاغ اوډبل خرغواړې دهغه بیه لوړه ده.ډنګرخره بیا ارزان دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button