ولې او په کومو اوبو بايد حمام وشي؟

ژباړه: مریم صدیقي

حمام کول د انسان پاکۍ او نظافت کې لويه ونډه لري، چې انسان ته په جسمي او رواني لحاظ هم د ښه توب احساس وربښي.

خو ايا پوهېږئ، چې په کومو اوبو سره حمام کول غوره دي؟

په کومو اوبو سره، چې مونږ حمام کوو، باید نه ډېرې تودې، او يا هم ډېرې سړې وي. دا ځکه، چې په ډېرو سړو اوبو باندې ځان مينځل، د پوستکي وچ والي او خرابېدو لامل کېږي. او په همدې ډول، ډېرو تودو اوبو باندې ځان مينځل، د انسان د پوستکي لاندې شحميات (غوړ) ته تاوان رسوي، او د دانو، التهاب او خارښت سبب هم کېږي.

د حمام کولو نورې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ د اندېښنې په لمنځه وړلو کې مهم رول لري.

۲ـ هغه کسان، چې نشي کولى په منظمه توګه ورزش وکړي،نو حمام کول هم د ورزش په څېر ورته ګټه رسولى شي.

۳ـ د بې خوبۍ لپاره غوره علاج ده.

. ۴ـ د ويښتانو د ښه والي او غوره کېدو سبب کېږي.

۵ـ د سټريا له منځه وړلو کې مرسته کوي.

۶ـ . انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي.

۷ـ د وينې جريان په حرکت راولي.

۸ـ هغه خلک چې رواني سټرس لري، نو د سهار حمام ورته ډېره ګټه رسوي.

۹ـ هغوی چې ورزش کوي، حمام کول ورته ډېره ګټه لري، او په همدې توګه وروسته له ورزش څخه د خولو او د بد بوی په تلو کې ورسره مرسته کوي.

هغه څه چې په حمام کولو کې ورته پام وکړو:

۱ـ وروسته له حمام کولو څخه ښه دا دی، چې د بدن اندامونه مو ډېر په شدت سره وچ نه کړئ،ځکه بدن ته مو تاوان لري.

۲ـ په هغو کالیو چې ځان وچوئ، وروسته له درې، څلور اوونیو پریمنځئ.

۳ـ د حمام ځای کې پښې لوڅې مه اوسئ. ځکه د حمام کولو ځای کې مکروبونه ډېر وي.

۴ـ د حمام کالي، شامپو، کیسه او صابون مو یوازې د ځان لپاره وکاروئ، ترڅو د مکروبونو تلو راتلو څخه مخه ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button