مرحوم غلام محی الدين زرملوال دريادوم

حبیب الله غمخور
ملي مبارز مرحوم غلام محی الدين زرملوال صاحب پرموږ ټولوحق لري.
داڅهرې دهېرېدونه دي.

مرحوم غلام محی الدين زرملوال دريادوم
دا ليکنه ما د۲۰۱۰ ز کال داپريل پنځمه دده په ژوندکي کړې اوافغان رساله کي چاپ سوېده.نن يې دخپل دې درانه مشر داوم تلين په وياړستاسو لوستونکو سره شريکوم ،لوستل یې زلموته گټوربولم چې ددې غښتلی اوپر وطن مين انسان دژوند په هکله معلومات پيدااويوڅه ورنه زده کړي :
مرحوم زرملوال زموږ نه د ۲۰۱۳ ز کال دجنوري په ۲۰ مه دخپل اويا کلن ژوند هغه سفر پایته ورساوه کوم چې دپکتيا دزرمت ولسوالۍ دسهاكود شملزيو په كلي کې يې پيل کړی وو .
خواشينونکې خو داده چي بيامو دا ملي مبارز ياد نکړ او دټولوهير سو .
دالحاج غلام محی الدين زرموال لنډ ژوند ليک :
الحاج غلام محی الدين زرملوال دخپلې پېژندنې په هکله ښاغلي محمدولي زلمي ته داسي ليکلې وه:((تاته څرگنده ده چي له ښارونودباندي دکليوپه گڼو کورنيو کښي چي په ليک اولوست نه پوهېږي پلرونه داولادونو دزېږېدو نېټه نه ثبتوي نوځکه زمادزېږېدونېټه ماته معلومه نده،خو دپلاردخولې دغزاپه کال يعني په هغه کال چي افغانستان دخپلواکۍ دگټلو دپاره دانگرېزانوپر ضدجهاد اعلان اوپه خونړۍ جگړه ئي لاس پوري کړ ،دپکتيا ولايت دزرملي دمحال دکلالگوپه کلي کي چي له ۱۲۹۸هجري شمسي کال سره مصادف کيږي زېږېدلی اونوم مي غلام محی الدين زرملوال دعبدالصمدزوي اودعطا محمدلمسۍ يم .په ۱۳۰۵ کال دزرملي دکتخېلوپه لمړنی ښونځۍ کي شامل اوبيادسقاودبلواپه وسيله دزدکړي څخه محروم سوم،خوپه ۱۳۱۰ کال په کابل کي دقبايلوپه ښوونځۍ کي شامل اودرشديې دفراغت نه وروسته دناروغۍ له کبله له ښوونځۍ څخه وايستل سوم اوبيابمبي ته ولاړم اوهلته مي دبکلورياتر سويې پوري زده کړي ته دوام ورکړ .))
ښاغلی زرملوال صاحب د ۱۳۲۰ ل کال دليندی دمياشتي په لومړی نېټه داقتصادوزارت دانطباعاتوپه لوي مديريت کي داقتصاددمياشتنۍ مجلې دمحررپه حيث اوپه ۱۳۲۲ ل کال داقتصاددمجلې دسرمحرر په توگه وټاکل سو. په ۱۳۲۳ کال کي دفوايد عامې په وزارت کي دپلټنې دمدير په توگه اوپه ۱۳۲۴ کال کي دقلم مخصوص دمدير په توگه په کاروگمارل سو. په ۱۳۲۵ کال دهمدې وزارت دقلم مخصوص او ارتباط مديراوپه ۱۳۲۷ کال کي دفوايد عامي وزارت دپلټنې دمدير دنده وروسپارل سول .
په ۱۳۳۰ کال کي دماليې دوزارت دمالياتوبرعايداتولوي مدير اوپه ۱۳۳۲ لمريزکال داحصائيې اواملاکو دلوي مدير په توگه مقرر سو،تريوکال وروسته په ۱۳۳۳کال دپکتيا ولايت دمستوفي دنده ورپغاړه سول .په ۱۳۳۴ له پکتيانه تبديل اوددشمالي ولاياتودمستوفي په حيث وټاکل شو. په ۱۳۳۵کال دوزيرانو دشورا دمحاسباتودتفتيش دڅانگي درئيس په توگه وگمارل سو،په ۱۳۴۴ کال دکابل ولايت داملاکودتصفيې رئيس مقرر سو ،په همدې کال ئې دغبرگولي په مياشت کي له رياست نه استعفاورکړه اودپکتياولايت دزرملي په ولسوا لی کښي دولسي جرگې دغړيتوب لپاره کانديدسو، سره لدې چي ۱۸۵۸رايي ئي وړي وې خوبياهم بريالی نشوچي وکيل سي .تر هغه وروسته ئې بياهم دولسي جرگې دغړيتوب لپاره په دولسمه اوديارلسمه دوره کي ځان کانديدکړ ی و،خو حکومت ونه غوښتل چي دده غوندي دمطلقه او استبدادي نظام ضدکسان شوراته لاره ومومي.البته داهغه وخت دی چي ښاغلي زرملوال صاحب دمترقي کړيوسره اړېکي پيداکړي وې .
ځکه محمد عالم بڅرکي په خپل کتاب ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک په ۱۴ مخ کي ليکي چي دښاغلي سيدمسعود پوهنيارد ((ظهورمشرو طيت وقربانيان استبداددرافغانستان په دوهم ټوک کښي دمحترم ډاکتر تور يال انگار اوهم ديو دوو موثقوشخصيتونوله خوا داسي ليکل سوی )) د۱۳۲۶هجري لمريزکال چي له ۱۹۴۷ م کال سره برابردي ،په شاوخواکي دخداي بخښلي ارواښاد انگار صاحب دانگاردملي جريدې دامتياز خاوند دپلار حاجي گل محمد خان په کورکي چي دکابل ښارپه چنداول سيمه کي وو . دمنوروشخصيتونولخوايوه غونډه سوې وه چي په هغه کې له کندهارنه نه پوهاند عبدالحی حبيبي ،محمدرسول پښتون ،قاضي بهرام خان ، عبدالهاد ي خان توخي ،حاجي محمدانور خان اڅکزي ،غلام جيلاني خان الکوزي اوداسي نورو،له ننگرهار اولغمان څخه گل پاچا الفت،غلام حس خان ساپي ،سيدشمس الدين مجروح ،مولوي قيام الدين خادم ،پوهاند صديق الله رښتين اوله کابل نه مير غلام محمدغبار،ډاکترعبدالرحمن محمودي ، غلام محی الدين زرملوال ، محمدارسلا سليمي وردگ ،ميرمحمداسماعيل بلخی ،مرحوم اسماعيل مبلغ اويوشمير نوروکسانو گډون درلود.))
ددې تر څنگ په ۱۹۹۳ کال زرملوال صاحب په خپله يوه ليکل سوې رساله کي چي د((افغانستان دمسلمانو مهاجرينو سازمان )) لخواخپره سول پوهاند عبدالحی حبيبي ،عبدالروف بينوا، محمدرسول پښتون ،عبدالشکور رشاد، محمدابراهيم خواخوږی ،عبدالرزاق فراهي، گل پاچا الفت ،غلام حس خان ساپي ،مولوي قيام الدين خادم ،پوهاند صديق الله رښتين،غلام محی الدين زرملوال چي هغه وخت ئي تخلص روښان و،نورمحمد تره کی اونيک محمد پکتيانی دويښ ځلميانو بنسټ اېښودونکي بللي .
له پورته يادونې نه زما موخه داده چي ښاغلي زرملوال صاحب په ځوانی کښي ددموکراسي اوټولنيز عدالت لپاره دافغانستان دنورو وڼ اندو سره يوځاي مبارزه پيل کړېده اودالاردادی تراوسه تعقيبوي . زرملوال صاحب يوه له هغو سياسي شخصيتونوڅخه دی چي تر انفرادي مبارزې په يوه سياسي سازمان کي دوطن لپاره خدمت ته ارزښت ورکوي.
هغه دافغان رسالې په ۱۲۱ گڼه کي په خپله يوه ليکنه کښي پدې هکله ليکي :انفرادي مبارزه بې حاصله اوبې نتېجې ده . . . دموکراسي اوپه غربي يا شرقي قالب کي نوروارداتي مکاتب زموږدردونه نشي دواکولی .په پټو سترگو له شرقي اوغربي آدابواورسوم څخه پيروی بېله بدبختۍ،فحشأاوفسادڅخه بله کومه گټه نلري .
که څه هم په ۱۳۵۴کال کي ښاغلي زرملوال ته د شهيد سردار محمدداودخان لخوادهغه په گوندکي دغړيتوب بلنه ورکړسوه،خو زرملوال صاحب ځکه ونه منل چي دويښ زلميانودنهظت دتاسيس نه چي دهغه نهظت فعال غړی وو د شهيد سردار داودخان له کړوسره مخالف و .زرملوال صاحب اوس دکوم سياسي گوندغړېتوب نلري،سره له دې چي ډير سپين ږيری دي بياهم دټولو هغوپوهانو اوروڼ اندوسره اوږه په اوږدخپل هيوادافغانستان دابادي اوښيرازي په خاطر شپه او ورځ تلاښ کوي غواړي له دې ناخوالوڅخه دوطن دخلاصون په خاطرپه مسالمت آميزه سياسي فعاليتونولاس پوري ،ديوې معقولي اومنطقي کړنلاري په چوکاټ کي ديوملي گوندبنسټ کښېږدي .
ښاغلي غلام محی الدين زرملوال درسمي دندوپه دوام کښي په ۱۳۴۵ کال دوږي په مياشت کي دماليې په وزارت کي دتقاعددرياست درئيس اوپه ۱۳۴۶ کال دزمري دمياشتي په ۱۵ نېټه دماليې وزارت دپلټنې درئيس په توگه وټاکل سواوپه ۱۳۴۶ کال دوري په مياشت کي ئي له له دې کارنه هم ډډه وکړه .تر څه مودې وروسته په ۱۳۴۹ کال زرملوال صاچب دصکوکودمطبعې درئيس په توگه مقررسو.
ښاغلي زرملوال ته ټولي سپارل سوی دنده هغه په پوره امانت داري او صداقت سرته رسولي ،هيڅ وخت ئي له دولتي مقام نه دځان اوکورنۍ په گټه استفاده نده کړې.همدا دليل دی سره له دې چي زياته موده ئي په لوړدولتي مقامونوکښي کار کړی خودغه کارهغه ته په ټولنه اوافغان ولس په منځ کښي لازيات اعتبارورپه برخه کړی اودټولولپاره يومنلی اودقدروړ لوړ شخصيت دی .
ښاغلی زرملوال په انگرېزي او اردوژبو ښه پوهېږي،خوددې تر څنگ ئي په ۱۳۴۰ ز کال دروسي ژبې هغه کورس چي دښوونې اوروزنې وزارت لخواجوړ سوی ودوه نيم کاله ولوست اوپه عالي درجه ئي دفراغت سند ترلاسه کړ .
په پښتو اودري ژبه دښاغلي زرملوال ليکنې اوژباړي دهغه وخت په ډله ايزورسنيو لکه اقتصاد،وټه ،انگار،زيری ،آريانادايرۀ المعارف په جغرافيايي قاموس اودکابل په نورو مجلوکښي خپرې سوې دي .
ښاغلی زرملوال لومړی هندوستان ته مهاجر سو اوبياپه ۱۹۹۱ م کال دکاناډاپه لور مهاجرت ته اړوت اوتراوسه دکاناډا هيوادپلازمېنه اوټاواکي ژوندکوي .
ښاغلی زرملوال صاحب ته نه يوازي په کاناډابلکي دټولو حق پرسته افغانانو په منځ کښي ديوه معزز مشراو غښتلي عالم په توگه دروند ځاي لري .
دمهاجرت دټولوستونزمنو شرايطو اوسپين ږير توب تر څنگ ښاغلي زرملوال په ټولو هغو کنفرانسو ،غونډو اومحفلو کښي فعاله برخه اخيستې کوم چي دافغانستان په اړه دنړی په مختلفو هيوادوکي جوړ سوي .
دښاغلي زرملوال ليکنې اوژباړي په افغان رساله ،آئينه افغانستان مجله ،دعوت اونيزه ،روزگان ملي مهالنۍ خپرونه اودننه په هيوادکښي هم په زيات شمير ورځپاڼو اومجلوکي خپرېږي . ددې ترڅنگ دزرملوال صاحب يوشمير ليکنې په انترنت ويب پاڼوکي هم نشرېږي.
دښاغلي زرملوال صاحب په اړه دبېلگې په توگه ديوشمير پوهانونظريات ښاغلی روستار تره کی وايي :
ښاغلي الحاج غلام محي الدين زرملوال دافغانستان دمعاصر تاريخ دافغاني فرهنگيانودکاروان يومخکښه څېره گڼل کېږي .دنوموړي په ليکنوکښي هغه ارزښتونه چي افغانانوته ملي هويت ورپه برخه کوي په کاپي اندازه غبرگون اوانعکاس موندلی دي.دهغه ليکنې دملي جزباتو،افغانيت،وطن پالنې ،او صوليت اوديانت پر محورونوباندي څرخي اودغه ارزښتونه دهغه په ليکنوکي په منطقي تړاو کي ليدل کيږي .
روستار تره کي زياتوي ،زه دښاغلي زرملوال سره لومړۍ ځل په ۱۹۹۸ م کال يونړيوال کنفرانس کي چي کاناداکي جوړ سوی ومعرفي سوم .
دوهم ځل مو هغه وخت سره وليدل کله چي په ۲۰۰۷ م کال ښاغلي زرملوال صاحب زماپه بلنه په هالنډکي په هغه کنفرانس کي دگډون لپاره راغلی کوم چي دافغانستان دمسائيلوپه اړه جوړسوی و.
زرملوال متواضع ،آرام،متقي ،ديموکرات ،سوله غوښتونکی اوپر خپل قول اوقرار ولاړ سړۍ راته ښکارسو،ده دهغه تعليم يافته کړيوسرټکاوه چي ملي اواسلامي ارزښتونه یې ترپښولاندي کړې اودبهرنيانودمقاصدوقرباني سوي دي .
زموږ تکړه ليکوال اوسياست پوه محمد معصوم هوتک ليکي : ښاغلي الحاج غلام محي الدين زرملوال دافغانستان په منوروحلقو کي يومنلی ملي شخصيت اودويښ زلميانودتحريک له مخکښانو څخه وروستی ژوندی مبارز دئ .
ښاغلي الحاج غلام محي الدين زرملوال دفکري استقلاليت غوره سمبول دئ ، خپل پلرني ټاټوبي افغانستان خپلواکۍ ته دگواښ په وخت کي ئي ترهرچازياتي چيغې وهلي دي .دی دسن له مخي يوبوډاخوپه خورامېړانه اوپوره انرژۍ سره يې دافغانستان دملي گټوقلمي سنگر تودساتلی دئ .
زرملوال صاحب ديوه درانه پښتانه مشر ټول صفتونه لري.ددوي ژوندترزياتي اندازې پوري په کابل کي دلوړرتبه مامورينو پشان تيرسوی دئ خوهيڅکله يې هغه کليوالي سپڅلتياورمتاثره کړې نه ده چي دپښتنو مشرانو غوره مميزه گڼل کېدلا سي .
دزرملوال صاحب ډير نږدې دوست اودډيروسفرونوملگری ډاکتر صاحب سيد خليل الله هاشميان هم دآيينې مجلې ۱۱۷ شماره ښاغلي زرملوال صاحب ته ډالی کړې اوددې مجلې په لومړي مخ کښي دخپلي ليکنې په يوه برخه کي دهغه په هکله ليکي : زرملوال شخص خوش صحبت ،آرام ومتواضع است، بسيارنرم ومؤثرصحبت ميکند ودرمشاجرات سياسي هيچگا ه عصباني نشده است .زرملوال صاحب يک افغان متقي ،نمازخوان ومفسرقران است؛به ادبيات پشتو ودري دسترس کافي دارد .
ښاغلي ډاکتر نبې مصداق ليکي : مافکر کاوه چي زرملوال صاحب دخپلو دوکتابونوپه ليکلو سره دزړه بړاس ايستلی وي خوټول وينوچي دهغۀ مقالې اوليکنې په پرله پسې ډول دافغانانوپه ويب پاڼو،اخبارونو اومجلوکي راؤځي.
زرملوال دوطن او وطنوالولپاره افغانستان ته په سختو شرايطوکي سفرونه کړي اوهم ئي له لوېديځ سياست پوهانوسره دافغانستان پېښي په څو څو مجلسونوپه رسمی اوغير رسمی ډول څېړلي دي .
ښاغلي احمدشاه هوتکي دافغان رسالي مسول مدير ليکي: ((ښاغلی زرملوال صاحب دلسو کالوراپدې خوادافغان رسالې سره قلمي همکاري لري اوهميشه ئي په خپلومشورواومعقولووړانديزونوسره داخپرونه نازولې ده))
دزرملوال صاحب سره زمادلومړني ليدوخوږه اونه هېرېدونکې خاطره :
په ۲۰۰۷ کال کي دافغانستان دحالاتوپه اړونددهالنډپه هيوادکي يوه غونډه جوړه سوې وه ،پدې غونډه کي دگډون لپاره ماته هم بلنه راکړه سوې وه . کله چي سهاردغونډي تالارته ننوتلم هلته مي دافغان رسالې پر مسول مدير ښاغلي حاجي احمد شاه هوتکی اوډاکتر نثاراحمد صمد ستري ولگېدې ،په لېدوئې ډير خوښ سوم چي دوي راغلي وه . په همدې ورځ په تفريح کي له دوي سره تر ستړې مسې وروسته دوي ماته ښاغلی زرملوال صاحب اوډاکتر هاشميان دآيينۀ افغانستان مجلې مسول مدير راوپيژاندل اوزه ئي هغوي ته معرفي کړم . زه ددوي په ليدو اومعرفي کېدوباندي دومره خوښ سوم چي تراوسه ئي دقلم په مټ نسم منعکسولاي .
ددې غونډي په ورستۍ ورځ ماذديگر موږ اودوي رخصت سره واخيست که څه هم عبدالله احسان دلراوبر ويب پاڼې مسول ماته بلنه راکړه اوراته وئې ويل چي دوي يې ميلمانه دي بايد ورسره ولاړسم خومادسفرپروگرام بل ډول سنجولی و،بايد هغه مي پلی کړی واي . زه دخپل دوست ډاکتر ظفر لرغون سره ولاړم ترڅودهغو افغان کورنيو خبر واخلم کوم چي ماپه پلان کي نيولي وه.دشپې يولس بجې وې چي عبدالله احسان تليفون راته وکړ ترستړې مشي وروسته ئي راته وويل چي زرملول صاحب اوډاکتر هاشميا ن وايي غمخور خو وويل زه درځم هغه څه سو؟
موږ ورته وويل چي هغه بل ښارته ولاړ اوس ناوخته دی اوهغه ښارهم له امستردام څخه ليري پروت دي ، خو زرملوال صاحب وايي نه وعده ئي کړې وه بايد راسي .داچي زماسره مي دوست مرسته کول اوهغه زه يوه اوبل کورته رسولم نوله هغه نه مي پوښتنه وکړه امستردام څومره له دې ځاي نه ليري پروت دي هغه وويل ديوه ساعت لارده که غواړې زه به دي تر ۱۲ بجوپوري ورورسوم خوپدې شرط چي ماله ځان سره ونه ساتی زه بيرته راځم . زه حيران پاته سوم له يوې خوانه غواړم زرملوال صاحب راباندي په قهر او رانه خفه سي اودبلې خوامي دخپل ملگري دادلاري تگ اوراتگ ته فکروکړ په چرت کي پاته سوم ،هغه بياږغ راباندي وکړ،له دې دوستانوڅخه رخصت واخله دادي ودي ليدل ځه چي هغوي ته دي ورسوم .
تر يوه ساعت وروسته پر نيمه شپه داحسان جان کورته راغلو چي دوي ټول (زرملوال صاحب ،ډاکتر صاحب هاشميان ،ډاکتر فاروق اعظم ،حاجي احمد شاه اوډاکتر نثاراحمد صمد ) ناست اوپه خواږه مجلس اخته دي .ددوي سره په خبرو اوبحث کي دومره ډوب سولو چي دشپې تردريو بجو ناست وو. کله چي متوجه سولوناوخته دی دخوب تياری ومونيوله ، دهريوه لپاره ځاي ترتيب سوی واوبيده سولو .سهار وختي موږ ټول زرملوال صاحب پداسي حال کي له خوبه راويښ کړو چي خپله درشي يې کړې وه اوځوان غوندي ولاړو دډاکتر صاحب هاشميان سره ئي زياتي مسخرې کولې پر هغه ئي ږغ وکړ ،تاحالي خواب هستي ؟تمامي روزرابه خواب تيرکردي .اوبيائي پر موږ ږغ وکړتاسو چي ټوله ورځ په خوب تيروي دانورکارونه څه وخت کوي ،پورته سي سره غرمه ده .
بلې!
د ((۹۰))کلن زرملوال صاحب لپاره چي دشپې پرڅلوربجو ايله ويده سوی وځکه په ځايوکي موهم خبري سره کولې دسهار اته بجې سره غرمه وه ، دا چي زرملوال صاحب څه وخت راکښېنستلی و موږ پوه نسوو.
زرملوال صاحب يو ډير خوږ مجلسي اوټوکی سړۍ دی ،هغه ته ډيري تاريخي قصې تراوسه ورپياد دي اوپه زيرو زورئي کوي . دهغه په مجلس اوخبرو څوک نه مړېږي سړۍ علاقه پيداکوي چي يوازي دهغه خبري واوري ،دومره خوږې خبري کوي اوپه خبروکي هرومرويوه نيمه ټوکه هم کوي چي دسړی له خندا هغه دچاخبره پښتورگی چوي .
دورځی په نيمايي کښي مودوي دکاناډاپه لور ترهوايي ډگرپوري بدرگه کړل ،درخصت اخيستلوپه وخت کي ئي ماته خپل يوټوک کتاب ((پر افغانستان درپنج قرن اخير))کتاب باندي له نويوزياتونوسره دانتقادي مقالومجموعه اوڅو ليکنې ديادگارپه توگه راګړې اوراته وېې ويل دادومره ليکنې دي چي دروزگان خپرونې لپاره دي يوکال بس دي . دپورته يادسوی کتاب په هکله ئي دروان کال دمارچ دمياشتي پر ۱۴مه دشپې په تليفوني خبروکي راته وويل.زه په هندوستان کي وم چي افغانستان درپنج قرن اخير دمير محمد صديق فرهنگ ليکلنه چي احسان الله مايار چاپ کړی ويوجلد ئې سيدمحمد ميوند ته هندوستان ته راولېږلی وو.يوه ورځ زه دهغه کورته ولاړم چي دچايوپر ميزئي داکتاب پروت و،ماهغه دلوستلولپاره دهغه نه واخيست کله چي مي ولوست نويوه انتقادي مقاله مي پر وليکله اوهغه مقاله دلومړي ځل لپاره په مجاهد ولس کي خپره سول . بيانوروهم مقالې پريوليکل اومادا ټولي ليکنې راټولي اوکتاب مي تري جوړ اوچاپ کړ .
دزرملوال صاحب سره دهغې شپې خوږه خاطره اودهغه درنې اوښوونيزي خبري به مي هيڅکله هم هيري نسي .
همدا اوس هم چي له کومي ستونزي اوسوال سره مخامخ کېږم تليفون ورته کوم،دهغه سره دزړه خواله دانسان روح اراموي بې کچي مهربان اوخواخوږی احساس لرونکۍ مشر دی .
اوس ئي عمرتر ۹۲ کالو اوړې څو ورځي وړاندي ماورته وويل چي زرملوال صاحب غواړم دځوانو شاعرانو اوفرهنگيانودنازولوپه خاطر دروان کال د سپتمبر دمياشتي پر اتلسمه يوه درنه ادبي غونډه جوړه کړم ،کېداي سي تاسو هم تشريف راوړی بېله دې چي کوم څه ووايي سمدواره ئي وويل پردواړوسترگوڅنگه نه درځم داخودې ډير ښه کارکړئ چي ځوانان نازوې اودرناوی ئې کوې.دغه کاربه دوي نورهم خپلو وطني او انساني مسوليتونو ته متوجه کړي ،داچي دغه دودماتوې چي يوڅوک مړسي بيادوي پسي ژاړي اومقالې پر ليکي ښه داده چي په ځوانۍ اوژوندوني کي ونازول سي .
ښاغلي زرملوال صاحب ته په ۲۰۰۸ م کال دکاناډادآنتريودوالي ښاغلي ډيويد اونلي لخوادتورانتودپارلمان په وداني کښي دبشردحقوقو،دادب اوفرهنگ مډال اوستاينليک ورکړه سو .
ښاغلی زرملوال صاحب اوس دکاناډاداټاواپه ښارکي دخپلې کورنۍ سره يوځاي اوسېږي .هغه څلور زامن څلور لوڼې اوپنځه لمسيان لري.
په څلوروژبويعني پښتو،دري ،اردواوانگليسي ښه لوست ،ليک اوخبري کولاي سي .
چاپي اثاريې :
۱/ دويښ لميانومبارزه اوداستبدادعکس العمل .
۲/ پر افغانستان درپنج قرن اخير ))کتاب باندي له نويوزياتونوسره دانتقادي مقالومجموعه
۳/ افغانستان تر ورستي افغانه (په سياسي تاريخ کي لنډه څېړنه )ددې کتاب پر لومړی ورقه زرملوال صاحب ليکي : داکتاب دهيوادهغونوميالوزامنواولوڼوته وړاندي کوم چي دهغوي په سپېځلووينوباندي خپل اوپردي دواړو لوبې کړې دي اوکوي يې .
۴/ مقالودمجموعې دوهم ټوک دحاپ لپاره تيارېږي .
پر کتابونوسربېره د زرملوال صاحب بېشميره څېړنيزي مقالي اوژباړي په هيوادکي دننه اوله هيوادنه بهر هره اونۍ داڅولسيزي په پښتو اودري ژبوچاپېږي .
زرملوال صاحب پردې ټوله ساده گۍ،مهربانی اوخنداسربېره ډير جدي ،منظم اوپه اړيکو کښي قانونمند سړۍ دی . له هيواد او افغان ولس سره دهغه بې پايه مينه دهغه په هرخبره کي له ورايه معلوميږي اوهمدا ډول دوطن اوخپلو وطندارانود دښمنانوپه مقابل کي بې رحمه دی ،هيڅ ډول سازش ته غاړه نشي ايښودلاي . هغه سپيني اوبربنډي خبري کوي اوهر څه په خپل نامه يادوي . دزرملوال صاحب هر حرکت اوهره خبره ډيره سنجول سوې اودفراه په کاڼې تلل سوې وي .دافغانستان په اړوندمسائيلوکي ډير جدي اودعالي طرحي څښتن دی . لکه ډاکتر حفيظ الله خوږ لن صاحب چي وايي : ((ښاغلي زرملوال پخوانۍ ويښ زلمی او اوسنۍ ځوان سپين ږيری دی .))
هغه دسن په لحاظ ډير مشر خوکرکټر اودانډيوالانو سره ئي اړېکي ډير ي ځواني وي.هغه داسي ټوکې اوخوږ مجلس کوي ته به وايي شل کلن ځوان دي .
تر ټولومهمه اودقدروړخبره داده چي زرملوال دهيواد ځوان نسل سالمي تر بيې اوروزنې ته جدي پاملرنه کوي اوپدې لارکي دوالدينو،اړونده ادارواوساز مانومسوليتونوته جدي گوته نسي،له بې احساسه ځوانانوڅخه ئې ډير بدراځي.زرملوال صاحب پدې باوردی چي هرافغان ته داوطن اوخپل ولس بايد گران وي ،هغه دهرډول توپير اوتفوق سره مخالف دی . زرملوال تل په خپلو خبروکي دايوه خبره کوي ((وطن دټولوگډکوردی په آبادی ئي ټول آباد اوپه خرابۍ ئې ټول خرابېږي.))
زرملوال صاحب چي دعمر په ۹۱ کال کي شپې او ورځې سباکوي ديوه فعال افغان په توگه دافغان ولس دښيرازي لپاره ديونه ستړي کېدونکی مبرزاو علمي شخصت په توگه ترهيچاوروسته نه دي پاته سوی.ترکومه ځايه چي زه تليفوني تماس ورسره لرم همدا اوس هم په ليکنو اوژباړو مصروف دی په ۲۴ ساعتوکي ئې زيات وخت علمي اوڅېړنيزکاراوژباړوته وقف کړئ دی .
ښاغلی زرملوال صاحب سپين ږيرۍ دی خوځوان سپين ږيری اوهيڅکه به له هغه نه دستړياخبره وانه ورئ .
زه پدې هيله چي ترډيره موږ زرملوال صاحب له ځان سره ولرودهغه داوږده ژوندلپاره دلوي څښتن دربارته ددعاپه لاس پورته کولوسره هغه ته ددومره اوږده اوښېرازه عمرغوښتونکی يم چي خپله ئې ځانته غواړي .
ددولتي اړونده ارگانوڅخه اوډله ايزه رسنيوڅخه ديوه افغان په توگه جدي غوښتنه لرم چي دولس ددغه روڼ اندېشه اوخواخوږ سپين ږيري،عالم اوملي مبارز عزت اودرناوی ددپه ژوندکښي وکړي.
د هېواد دا وتلي مورخ، ژورناليست او د سياسي چارو شنوونکي غلام محمد زرملوال له غرونو اوسيندونو آ خوا په لندن کې د ۲۰۱۳ ز کال دجنوري په ۲۰ مه دخپل اويا کلن ژوند هغه سفر پای ته ورساوه چې دپکتيا د زرمت ولسوا لۍ دسهاكو د شملزيوپه كلي کې يې پيل کړی وو.
روح دې ښاد اوياد دې تل پاتی او ابدي وي .
داهم هغه انځور چي مرحوم زرملوال صاحب او مرحوم ډاکترصاحب هاشميا ن دواړه په يو کوچ کي ناست دي اودابل انځور زملوال صاحب ،دافغان رسالی مسول مدير هوتکي صاحب او ښاغلی نثار احمد صمد واصفي صاحب زماسره ليدل کيږي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button