د هوږي بوی په شیدو له منځه یوسئ

ډاکترسباوون

نوې څیړنې د دې ښودنه کوي چې د شیدو په څښلو په هوږه کې موجود سلفر چې د بوی اصلي عامل دی کمیداي شي.

د دغو څیړنو نتیجې د امریکا په فوډ ساینس مجله کې خپرې شوي دي او پکې راغلي دي په شیدو کې موجود غوړ او اوبه د هوږې د بوي له کمیدا سره مرسته کوي دغه څیړاند وايي تر ټولو غوره نتیجه هغه وخت ترلاسه کیداي شي چې د هوږې له یوې ټوټې سره یوځای یو غوړپ شیدې هم وڅښئ کله چې د هوږې او شیدو ترکیب جوړ شي په دې وخت کې د هوږې بوي بیخي ورکیداي شي هغه کسان چې له غوړو شیدو اندیښنه نه لري که غوړې شیدې وڅښي ښايي په دې برخه کې ډیره ښه نتیجه ترلاسه کړي.

له ډیرو کلونو راهیسي د هوږې د ګټو په هکله خبرې شوي دي خو ډیر کسان د خولې د بوي له کبله هوږه نه خوري.

د اوهایو پوهنتون دوه تنه ډاکټران شریل لارینګر او ارارات هانسنوګرام باوري دي چې پر شیدو سربیره د ډیرو اوبو، سبزیانو او غوړو خوړل هم د هوږې له بد بویه ځان ژغورلی شئ خو شیدې په دې برخه کې ډیره ګټه لري.

د هوږې پر نورو ګټو سربیره ډاکټران وايي په هغو سسیمو کې چې رطوبت ډیر وي او هغه کسان چې د سمندر په څنډو کې ژوند کوي که هوږه وخوري د بندونو یا مفصل په درودونو نه اخته کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button