ام ستاسو د ویښتانو ساتونکی

ام ستاسو د ویښتانو ساتونکی
مریم صدیقي
ام د بتاکاروتن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.سره له دې ام ستاسو د ویښتانو وزن کې بدلون راولي او ویښتان مو له موخوره څخه ژغوري. د هغو ویښتانو بیخونو سره مرسته کوي چې زیان یې لیدلی وي.

د امو یو ګیلاس یخ جوس څښل په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي چې عمده علت یې هم په امو کې په ډېره پیمانه د فرکتوز شتون دی. دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري نو پر دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سیستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي، چې په خوند کې یې بل هیڅ مېوه مقابله نشي کولای، او د خوراک یو شمېر لارې لري. د شکر ناروغ لپاره ام زیانمنیدلی هم شي، ځکه چې دا د وینې شکر زیاتوالی لري، همدغه لامل دی چې ام خوړلو سره د وزن زیاتېدو ویره هم وي، سپارښتنه کیږي چې باید مناسبه اندازه وخوړل شي، که چیرې زیات وخوړل شي بدن ته د کالوریزو کنترولول ستونزمن کیږي.

ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، وېټامین C، اوسپنه او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي.

ام بدن ته کې د کم شکر اندازه برابروي، له همدې امله بدن کې د انرژۍ کچه لوړوي او انسان ټوله ورځ چست چالاکه وي.

ام د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، په دې کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.

یو مناسب ام کې ۱۵۰ کالوریز شتون لري، له ډوډۍ وروسته ام خوړل بدن کې د کالوریزو کچه لوړوي، له همدې امله د شپې لخوا ام خوړلو نه ځان ژغورل پکار دي، ځکه چې د شپې لخوا بدن کې کالوریز زیاتېدل وزن زیاتوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button