مولوي مطمین مړ نه، ووژل شو

مولوي مطمین مړ نه، ووژل شو

نوید احمد څرک

مولوي مطمین هيڅ ډول جدي ناروغه نه لرله، زوی يي محمد په شخصي مجالسو کې ښکاره د ده پر پلار د تيرو شویو سختيو ځينې کيسې کړي دي خو دا چې په ډآګه نشي ويلی ښايي د ملادادالله د کورنۍ له برخليکه به ډاريږي.

ټاليب اوس ځکه ددې مظلوم تر وژنې وروسته لګيا دي د تمساح اوښکې تويوي چې داسې وښيي چې وژل شوی نه بلکه مړ شوی دی او د قاتل پل چپ کړي.

مولوي مطمين پر افغانستان مین وو، پر وطن يي ايمان لاره، د ملاعمر د پل سړی وو او تر ډيره يي د کوټې او پيښور تر اوسنیو هغو افغانستان ته لومړيتوب ورکاوو خو استخباراتي مجبوریتونو اړ کړی وو چې د وژل کیدو تر ورځې ساکت پاتې شي.

مطمين د پاکستاني مدرسې متاثر طالب نه وو بلکه په انګريزي روان پوهیده، ښه لیکوال وو، د افغان وطن تاریخ يي لوستی وو او زموږ له حالته ډير زیات متاثر وو.

پيښور ته تبعيد يي، څارل او څو وارې يي د کور پلټل او ربړول هغه څه وو چې ددې مظلوم ذهني توازون يي ګډ وډ کړی وو او تر پایه يي ان ټلیفون هم نه لاره.

په میرانشاه او کوټه کې ناست د ټاليب د تبلیغاتي ماشین چلونکو ته تر هر قتل مخکې سوژه ورکول کيږي، پر ډيرو هدفي وژنو مخکې له مخکې ليکل شوي وي او بیا خپريږي خو د طالب په منځ کې له لیکوال تر شنونکي هيڅوک ددې جرأت نلري چې د شویو هدفي قتلونو يو راز هم مستند ملت ته وښيي.

مطمين چې هر مجبوریت لاره اوپه پاکستان کې ميشت وو دا به دی ښه پوهيده او دا ټول رازونه يي له ځان سره خاورو ته يو وړل خو دا چې یو افغان په مبهم ډول وژل کيږي ددې پوښتنه باید وشي.

پاکستان او د د طالب پاکستای ترکيب د هدفي وژنو اوزهرجنو پیچکاریو پر مټ د وژنو اوږده تجربه لري، له ملامحمد رباني تر ملاعبیدالله، ملاعمر اومولوي مطمين پورې شوي قتلونه ډير پيچلي او مبهم دي.

طالب ددې جرأت نشي کړای چې خولو چوله کړي که طالب رښتيا ژمن افغان وی د مطمین « ملاعمر او افغانستان» کتاب ته به يي هغسې د چاپ اجازه ورکړې وه لکه څنګه چې خدای بښلي مطمين لیکلی وو،کوم کتاب چې چاپ شوی او نن سباشته دی دا د هغه کتاب اصلی نسخه نه ده کومه چې مطمين لیکلې وه بلکه دا د هغه کتاب يوازې يوه برخه او بیا لیکل شوې بڼه ده.

مطمين دې الله وبښي او له افغان حکومته مو هيله داده چې دده کورنۍ وژغوري ځکه بچیان يي په ډير بد وضعيت کې دي ښايي زوی يي محمد هم د داسې يوې پيښې ښکار شي يا شوی وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button