پر زده کوونکو د طالب وحشیانو برید

پر زده کوونکو د طالب وحشیانو برید

عبدالمنان توحیدیار

د شنبې په ورځ طالبانو د کابل ښار لویدیځه برخه دشت برچي کې د سیدالشهدا لیسې نجونو زده کوونکو باندې لومړی موټر بم او بیا درې نورې چاودنې وکړې چې د لسګونه زده کوونکو وینې یې وبهولې.

طالبان به د دې برید مسوولیت و نه مني، خو له دې تیښته نه شي کولی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام عمده غوښتنه ده او په وحشت او جنایت سره غواړي فشارونه وارد کړي او واک ته ورسیږي.

تاسو به د دشت برچې د برید ویډیوګانې او عکسونه په خواله رسنیو کې لیدلي وي چې طالبانو څنګه په خلکو وړوکی قیامت جوړ کړی و.

طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې له امریکایي پلاوي سره خبرو کې منلې وه چې د لویو بریدونو توانایي او جرات یواځې په افغانستان کې دوی لري او بله هیڅ ډله نشته چې دومره ستر بریدونه وکړي.

دا په رښتیا چې ستر برید و چې ۵۰ شاوخوا زده کوونکي پکې شهیدان شوي او ۱۵۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو سیاسي ډله به له دې برید څخه ځان ناخبره وښيي خو جنګي ډلې یې د دې برید مسوولیت منلی دی او د دې لپاره یې توجیه هم پيدا کړې ده.

طالبانو جنګي طالبان وایي چې دا هر څه د اسلامي حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره کوي او تر څو چې شرعي نظام نه وي رامنځ ته شوی، د دوی دا بریدونه به په هر ځای کې په هر چا دوام پيدا کړي.

طالبانو په دې برید سره وښودله چې دوی هیڅ انسانیت ته ژمن نه دي او د پردیو د ګټو لپاره ورته د انسان وینه هیڅ ارزښت نه لري.

دا برید چې د شنبې په ماسپښین وشو، ډله ییزه وژنه او نسل کشي یې یادولی شو چې طالبانو په یو ځل باندې دومره ډیر ماشومان شهیدان کړل.

طالبان ډير کله پلمه کوي چې نظامي ځایونو باندې بریدونو کې عام خلک قرباني کیږي، خو دلته هیڅ نظامي ځای نه و او یواځې پر زده کوونکو باندې برید شوی دی چې هیڅ د توجیې وړ نه دی، خو د اسلام اباد مفتیان به د دې برید لپاره هم طالبانو ته یوه توجیه پيدا کوي چې نور بریدونه هم وشي.

طالب په یو دین مسلمان نه دی، طالب باید په مسلمانانو کې څه چې ان په انسانانو کې و نه شميرل شي.

طالب به د دې ټولو جنایتونو حساب ورکوي، خلکو ته پکار ده چې د طالبانو پروړاندې یو موټی شي او اجازه ور نه کړي چې افغانان په ډله ییز ډول باندې شهیدان کړي.

طالب وحشي دي، طالب جنایتکار دی او یو ځل بیا یې وښوده چې دا ډله پر سوله باور نه لري او د تاوتریخوالي په دوام سره غواړي چې له خپلو بادارانو زیاتې پيسې ترلاسه کړي او بس.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button