د قراني عباراتو باریکي

دې لاندي قراني جملو او عباراتو ته ځیر شئ، دلته دمختلفو مکلفیتونو اوعباداتو د اهمیت د زیاتوالي او ډیر زیاتوالي په باره کې قراني دقیق او باریک اسلوب تغیر غوره کړی ده، او مومنانو ته په خطاب کې دهر عبادت بیلې ځانګړتیاته نغوته شوې ده له دې مختلفو قراني دقیقو عباراتو نه یې څو ستاسو سره شریکوم.

1 د روزې دګټلو په اړه وایې:( فَامْشُوا) یعني ولاړشئ او تګ وکړئ. دلته د روزي ترلاسه کولو له پاره دعادي تګ امر شوی ده ولاړشئ.

2 لمانځه ته دتګ په باره کې وایې: (فَاسْعَوْا) یعني کوښښ ور وکړئ اوتیز ورشئ. دلته دلمانځه زیات اهمیت ته په لیدلو سره په تګ کې دکوښښ کولو امرشوی ده.

3 د جنت ترلاسه کولو په اړه وایې: (سَابِقُوا) یعني له یوه بل سره مسابقه او یوه بل نه دمخکې کیدلو کوښښ وکړئ.

4 داراز دهر ښه کارکولو په اړه وایې: (فَاسْتَبِقُوا) داهم د مقابلې او پریوه بل دمخکې کیدلو امر ده او دلته دسابقوا په نسبت په معناکې زیاتوالی ده.

5 او د الله دیووالي او توحید په اړه وایې: (فَفِرُّوا إِلَي ﷲِ) یعني دالله لورته منډه کړئ. دلته دتوحید د ډیر زیات اهمیت له پاره دالله لورته دمنډو وهلو امر شوی ده.

6 اود جهادپه اړه قراني تعبیر بیخي عجیبه او ګواکي حیرانوونکی ده، دجهاد په اړه وایې: مَالَکُمْ إِذَا قِیْلَ لَکُمْ انْفِرُوا فِیْ سَبِلِﷲِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَي الْأَرْضِ. یعني څه درباندي شوې دي چې کله د الله په لاره کې د وتلو درته وویل شي تاسو دځمکې لورته درانه شئ. موږ چې کله ناروغه یو یا په بدن باندي سختې سستي او غفلت حمله کړې وي نو وایو: نن مې دځمکې لورته زور ده او دځمکې خواته دروند یم، دلته دجهاد په اړه قراني تعبیر همدې ته نږدې جمله کارولې ده: اثَّاقَلْتُمْ.

داراز دمختلفو موضوعاتو په اړه نور عجیب او دقیق قراني تعبیرونه او دخبرو باریک اسلوبونه شتون لري اوموږ په دې څو ګوتشمیر هغو بسنه کوو.

حامد افغان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button