د مٸینتوب په اړه د ښځې او نارینه ترمنځ جالب توپیرونه

امنه عزیزي

نارینه چې مٸین شي ډېر غږیږي، خو کله چې ښځه ور مٸینه شي بیا ډېر کم غږیږي.

نارینه چې مٸین شي خپل احساسات په ډېره مکرجنه او تر یو حده په دروغجنه بڼه ښځې ته وایي خو کله چې ښځه ور مٸینه شي ښځه خپل احساسات ډېر د زړه له تله او د هنر په ژبه وایي.

ښځه د لومړي ځل لپاره رښتینې مینه کوي دویم ځل د ښځې مینه هسې مکر او دوکه ده.

ښځه په خپل لومړي مٸین مٸینیږي یعنې هر کله چې د لومړي ځل لپاره هر نارینه ورته د مینې په اړه وویل په زړه کې یې د همغه لپاره مینه راټوکیږي.

مینه ښځه کمزورې کوي او نارینه بې پروا کوي.

ښځې تر ټولو ښې مینه کوونکي دي، هغه نارینه چې زړه یې ماتوي بیا هم له هر چا ډېره مینه ورسره کوي.

ښځه خپله لومړۍ مینه نه هېروي او نارینه وروستۍ مینه!

په مینه کې ښځه په زړه پسې ځي یعنې د زړه هره خبره او پرېکړه مني او نارینه د خپل مغز هره خبره او پرېکوه مني.

نارینه له هغې ښځې سره چې پرې مٸینه نه وي ډېره مینه کوي خو کله چې ښځه ور مٸینه شي او له مینې یې ډاډه شي بیا یې مینه سړیږي، بې پروا کیږي، مینه کې د مقابل لوري ډېر خیال نه ساتي او له احساساتو سره یې سرسري چلند کوي.

نارینه له ښځې سره داسې مینه کوي لکه له خپلې مور سره مثلاً: مور له زوی سره ډېره مینه کوي، هر وخت یې اندېښنه کوي، خیال یې ساتي خو زوی تل بې پروا وي د مور د اندېښنو او پاملرنې قصه کې نه وي خو کله چې یې په مور تکلیف راځي خفه کیږي او یا یې که له لاسه ورکوي، بد او د ماتې احساس کوي.

یادوونه: پورتنۍ خبرې د نړۍ ټولو ښځینه/نارینوو په اړه صدق نه کوي خو د زیاتو په اړه یې همداسې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button