شکره څنګه ناروغي ده او څنګه پیدا کېږي؟

لیکوال: ډاکتر شعیب

په اول سر کې غواړو پوه شو، چې دیابت یا شکره څرنګه ناروغي ده.
دیابت یوه داسې مزمنه ناروغي ده او هغه وخت را منځ ته کیږي، چې په بدن کې د پانکراس غړۍ په کافي کچه انسولین تولید نه کړي او یا هم بدن د ورپېښو عوارض له کبله ونه کړای شي له تولید شوي انسولین څخه ګټه پورته کړي.
انسولین داسې هورمون دی، چې په وینه کې د شکرط کچه تنظیموي. انسولین له وینې څخه شکره حجرو ته انتقالوي؛ تر څو ذخیره شي او یا هم د انرجۍ د تر لاسه کولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږي. په شکره باندې د اخته کس بدن په کافی اندازه انسولین نه تولیدوي او یا هم له انسولین څخه درسته استفاده نه شي کولای. په وینه کی د شکري زیاتوالې کولای شی اعصابو، سترګو، پښتورګو او د بدن نورو اندامونو ته ضرر ورسوي، د شکري مرض مختلف ډولونه لري چی په ادامه کی تاسي به ورسره بلد شی.
د شکري اول ډول یو (اوټوایمیون) مرض دی چی له کبله یې د بدن د ساتني سیسټم د پانکراس حجرې د یو بهرني عنصر په توګه تشخیص ورکوي او برید پر کوی او د انسولین د تولید حجرې له مینځه وړي.
تر اوسه نه ده معلومه سوې چی د دغو بریدونو عامل څه دی، تقریبا لس فیصده په شکرو باندی اخته کسان د شکري په دې ډول ناروغۍ باندی اخته دي.
دا ډول شکره په انسولین پوري پېیلۍ شکره بلل کیږي، دغه ډول شکره باندي اخته ناروغان کولای شي خپل د ضرورت انسولین هره ورځ د ستنو له لاری تر لاسه کړي.
د شکري د ناروغۍ دوهم ډول هغه وخت مینځ ته کیږي چی بدن د انسولین په مقابل کی مقاومت وکړي او شکره په وینه کی پاتیږي.
د شکري دوهم ډول تر زیاته حده تر ۳۰ کلونو زیات عمر لرونکو او چاغو کسانو ته پیدا کیږي په هم دې خاطر د شکري دوهم ډول د لویانو دی شکري په توګه پیژندل کیږي.
ددغو کسانو په بدن کی د پانکراس په وسیله تولید شوي انسولین په درسته توګه کار نه کوي. په داسی یو وضعیت کی یا پانکراس په کافی اندازه انسولین نه تولیدوی او یا دا چی تولید شوی انسولین د بدن د حجرو د مقاومت له امله په زیاته بیا په چاغو خلګو کی اغیزمن نه واقع کیږي.
د شکري یو بل ډول بیا د حمل یا امیندوارۍ په دوران کی ښځو ته منځ ته کیږي. دحمل په دوران کی جوړه د انسولینو د بندولو حجرې منځ ته کوي چی په نتیجه کی د شکري ناروغی مینځ ته کیږي، دا ډول شکره موقتی او د حمل د دورې له خلاصېدو نه وروسته خپله ښه کیږي.
حد نه زیاته لوږه او یا تنده، د وزن کموالې، څو څو ځلی بولی کول، نظر کی کمزورتیا، زیاته ستړیا او د ټپ نه جوړېدا د شکري د ناروغۍ نښې دي.
البته د شکري د ناروغۍ نښې په ښځو او نارینه و کی مختلفي وي د یادوو شویو نښو سربیره په شکرو باندی اخته نارینه د جنسي خواهشاتو د کموالې او د عضلاتو له کمزورتیاسره مخ شي. په شکرو باندی اخته ښځي ممکن د(يوټي آی) یا د متیازو له لاری د عفونت، د پوستکو عفونت او خارښت سره مخي شي.
د شکرو د ناروغۍ نښې د هغې د ډول پوري اړوند مختلفي دي، سخته لوږه، زیاته تنده، په وزن کی کموالې، بولو کی زیاتوالې، د نظر کمزورتیا، ستړیا او طبیعت کی بدلون د شکری داول ډول ناروغۍ نښي دي.
سخته لوږه، زیاته تنده، بولو کی زیاتوالې، د نظر کمزورتیا، ستړیا او د ټپونو نه جوړېدل د شکري د ناروغۍ د دوهم ډول د نښو څخه دي، د ټپونو نه جوړېدل ممکن د تکراری عفونتونو لامل شی، دا پېښه په دې خاطر دی چی په بدن کی د ګلوکوز کچه زیاتیږي او د ټپلي د جوړېدو مخه نیسي، اکثره په امیندوارۍ شکره باندی خته ښځي هیڅ یو خاصو نښو سره نه مخ کیږي.
دا حالت د وینو د شکرو د کچي په معاینات یا ازموینه، چی د امېندوارۍ په څلورویشتمه تر اته ویشتمه کی تر سره کیږي معلومیږي خو په ډیرو کمو مواردو کی په امیندوارۍ شکره باندی اخته ښځي د بولو د تکرار او د زیات تندي د نښو سره مخ کیږي.
که خپل ځان او یا خپل کورنی کی د شکري د ناروغۍ د نښو تشخیص مو کړی وی او یا شکمن سوي یاست نو د ډاکټر سره مشورت وکړئ.
د دقیق تشخیص لپاره تاسی کولای شی د غدو او د مېټابولیزمو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
اوس غواړو چی پوه شو د شکري د مختلفو ډولونو د پیدا کېدلو لامل څه دی خو د شکري د مرض اول ډول لامل لا نه دی پیژندل سوی، څیړني ښیي چی د بدن د ساتني سیسټم چی د بکټریاو او د وېرسونو سره مقابله کوي په پانکراس کي پر تولید شوي انسولین باندې حمله کوي او هغه له منځه وړي.
دغه حالت په بدن کي د انسولین د کموالې او د ویني د شکري د زیاتوالې لامل ګرځي.
داسي ښکاري چی د اول ډول د شکري د ناروغۍ لامل د جنیټیکي او محیطي عواملو یو ترکیب دی خو اصلی لامل یې تر اوسه نه دی پیژندل سوی.
په دوهم ډول شکره باندی د اخته کسانو د بدن حجرې د انسولین په مقابل کی مقاوم کیږي او پانکراس د دغه مقاومت د ماته ولو لپاره په کافی اندازه انسولین نه شي تولیدولای.
داسی یو باور شته چی چی جنیټیکي او چاپېریال پوری اړوند لاملونه هم د دوهم ډول د شکري په پیدا کېدو کې رول درلودلای شي.
چاقښت هم د دوهم ډول د شکري د مرض د پرمختګ سره تړلی دی، خو ټول هغه کسان چاقان نه دي کوم چی د شکری د مرض په دوهم ډول باندی اخته دي.
ددې مطلب په دوام کی د ځینو لاملونو په اړه کوم چی د شکري د ناروغۍ د اخته کېدو خطر زیاتوی، بحث به وکړو.
څیړونکي په دقیقه توګه نه شي پوهېدلای چی ولی ځینی کسان د دوهم ډول او د امېندوارۍ د شکري د مرض د اخته کېدو له زیاتی خطرې سره مخ دي.
دا یوه واضحه خبره ده چی ځینی لاملونه په شکره باندی د اخته کېدو خطره زیاتوي، د وزن زیاتوالې د شکري د مرض د پیدا کېدو د لاملونو یو لامل دی. فیزیکي فعالیت نه درلودل هم د شکري د ناروغۍ په پیداکېدو کی اغېزناکه دي ، ځکه چی فیزیکي فعالیت د وزن د کنټرولو سره مرسته کوي او د ګلوکوز څخه د انرجۍ په توګه کار اخلي او د بدن حجرې د انسولین په مقابل کي لا زیات حساس کوي، په دا ډول شکره کې هم کورنۍ مخینه رول درلودلای شي که د چا مور، پلار، ورور او یا خور د شکري په مرض اخته وی نو د هغه د اخته کېدو خطره زیاتیږي. توکم هم په دې مرض داخته کېدو کې رول درلودلای شي.
تر اوسه نه دی معلوم شوی چی ولی ځینی توکمونه لکه تورپستي، سپانیایان، امریکایی سره پوستان او اسیایي توکمه امریکایی یان د شکري د مرض د اخته کېدو د خطرې سره زیات مخ دي.
د عمر په زیاتېدو سره هم د شکري د مرض د اخته کېدو خطره زیاتیږي،که چیري یوه ښځه د امېندوارۍ په دوران کی شکره باندی اخته شي، د دوهم ډول د شکري د مرض د اخته کېدو خطره هم ورسره زیاتیږي، هغه امېندوارې ښځي چی عمر یې تر پنځه ویشتو زیات او د زیات وزت خاوندان وي د امیندوارۍ د شکري د اخته کېدو د خطرې سره مخي دي.
د تخمدان په مرض اخته ښځي، د ویني په لوړ فشار اخته کسان او هغه کسان چی د ویني کلسټرول یې زیات وي د دوهم ډول د شکري د اخته کېدو سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button