نړیوال بیلابل ځواکونه!

د بین الدول ځینې پوهان د نړۍ هیوادونه په پنځو کته ګوریو ویشي او د ا ویش او پرتلنه د هیوادونو د اقتصادي، سیاسي ، نظامي اونورو بیلابیلو لاملونواو پوتانسیل له کبله بولي او هغه داچې:
۱ــ Great Power
۲ــSuper Power
۳ــMiddle Power
۴ــSmall Power
۵ــLittle Power
د پخواني شوروي اتحاد له پاشل اوویشل کیدو وروسته په اوسنۍ مهال کې د امریکا متحده ایالاتوله سوپرپاورځواک پرځای ګریت پاور سترځواک باله شي چې د نړۍ په پنځو لویو وچو کې د ځمکني،سمندري ،هوایې ،اتومي وسلوسره جوخت په میلیونووسله وال مجهز پوځونه لري.
خو د دغه لوی ګریت پاور ځواک څخه د پاکستان لیټل ځواک د خپل څارګراوای،اس،ای استخبارګرپه شيطاني چل ول داسې کوکي نانځکه جوړه کړي چې د خپلو موخو لپاره یې هر ډول لوبولی شي او د دغه ستراوښ په غاړه کې تورپنجاب د تورخره په څیرمار اورسۍ اچولي دا تورخر یې چې هر لورته وغواړي په اسانۍ استعمالولی شي.
ومو لیدل چې د پاکستان پوځ اوڅارګرو د اسامه بن لادن د لټون او له منځه وړلو په موخه د امریکا متحده ایالاتود هوایي اوځمکني ځواک د کارولوپه مټ د افغانستان په بیلابیلوسیمو کې کلې او بانډې له خاورو سره خاورې اوپه زرګونو،زرګونوبې ګناه او بې وزلي افغانان ووژل شول او دیوه عرب په پلمه د طالبانو واکمني هم د وینوپه ډنډ کې غوپه او ورته د پای ټکی کیښودل شو.
خو د پاکستان څارګرود افغانستان د ورانولواو افغانانو د وژلوخونړۍ لوبه د اسامه په نامه په بري سره ترسره کړه او دا جوته شوه چې دا بنسټپال عرب اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ او استخباراتو په غیږه کې پروت چې په پایله کې د ای،اس،ای د چارواکوپه سیمه ایبیټ آباد کې د امریکایې کوماندواو هوایي بمبارۍ کې ووژل شو.
په د ې شپو او ورځو کې د یوه امریکایي اوبل استرالیایې استاذ د خلاصون په بدل کې د انس حقاني او د هغه د دووملګرو د بګرام له زندان څخه د ازادیدو په اړه د افغان ولسمشراوافغان چارواکو پریکړه اعلان شوه چې دادی له د غې مسالې څخه د پاکستان پوځ اومنافق استخبارات لکه د اسامه بن لادن دویمه سناریوجوړه او د پوهنتون د دوواستا ذانواوانس حقاني اودهغه دملګرود تبادلې ډرامه به تر هغې وشاربي څو په افغانستان کې د سولې د خبرواترواود ولس مشری د ټولټاکنوپه بهیر کې سترې ستونزي اوخصمانه شکونه رامنځته کړي. دوه استاذان د ای،اس،ای په منګولو کې دي اولیرې نه ده چې په دې نوي استخباراتي لوبه کې به دا پنځه واړه د خبرواترو مطرح غړي خپلې کـکری وخوري او بې له شکه د دونالد ټرمپ د مشرتابه په دوران د افغانستان په سیاسي لوبه کې د امریکا ګریت پاورځواک د ای،اس،ای په توطیه لیټل پاورځواک جوړشوی اوامریکا نه یوازې ناکامه بلکې د افغانانوپه وړاندې لکه قطبي روسي خرسان بدنامه او تور مخي ده او هله به له دغه تاریخي بدنامۍ ځان وژغوري څو د مور په بمونودای،اس،ای اوپوځ شیطاني چوڼۍ دړې وړې کړي اوله خپلې غاړې دای،اس،ای رسۍ اوماروشلوي.
د افغان ولس د کورنیواو بهرنیودوښمنانود رسوایې اونابودی په هیله.

اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button