موږ ستا څخه راضي یوپيره!!!‏

طنز
محمود نظری
 
موږ ستا څخه راضي یوپيره!!!‏
 
 
‏ نن مي سر ته راغی ایله  دا رسا فکر
چې زموږ  دمشر دی څومره زیبا فکر
چې څه وایي هغه  ټوله  ښه پوره کوي
باید چکې وسي په  رعنا روشن فکر
‏ ول د وطن اقتصاد   ته   ښه وده ورکوم
بوغاړی یې وهلې په  غورا لوډسپیکر
‏ هغه همدا د ګټې سهامي شرکت یادوه
وحدت یې کړ ولس په ترینګلتیاکوروکر
‏ ول  لوړ  مقامونه  اصلي اهل ته سپارم
دبزرګانو اهل یې کړه سر تر پا سر لښکر
د قانونی زوی دفهیم زوی د مسعود زوی
‏  هر یو لکه  خپل پلار  سو بې همتا مهتر
‏ قسم یې په قران وکړ چې قانون  سم ساتم
هغه یې ټینګ ساتلی  نامخدا  امانت ګر
‏ شعار یې ویوازې تداوم او تحول د فساد ‏
کرکې تحول وکړ د فساد  تداوم  دی سراپاشکر
ول  له دې وروسته له جنرال سره خپله مرکه کوم
‏ ماشا الله سګوان یې  ډګر جنرال کړله هوا مقرر
‏ ول دلته  سیستم د مکافات اومجازات جوړوم
مډالونه يې وټومبل  د دوستم  دزامنو پرشا اوټټر
ول غله محاکمه کوم  له بدو کارو یې لیري کوم
‏ مقاموته یې غله  پورته په بسم الله  کړه ټټا مشر
دکابل بانک دوسیه  یې خلاصه کړه  په غوروپر
شاباش هغه یې هم ونه رسوله تر دې اثنا تر سر
دبانک د اصلي غله  سره دمیلیونو تړون  وسو
هغه دنر زوی  ازاد ګرځي داده ښه جزاداوبالګر
‏ زموږ سر کله خلاصیږی ددې نابغه په سیاست
سو  دټولو پخوانیو غلو یاروغار او  کټامشر
‏***‏
‏ هم خپله خوشحاله دی هم یې سهامي شریکان
عسکر یې  ټوله جنرالان دی  لري لاس تر شا لښکر
‏  دوطن ښه ډوزن  هغه  ته ایسي ښه باتور توره زن
نابینا  کله ویني دهغو د چور تالان  زرها کیلومټر
اجراییه رییس، دملی شورا اوسنا رییس او وزیر
‏  یې غل دی غل دی  غل دی په تابیا دلف ونشر
ازمایلی قانوني غل یې کړ دسولې د شورا مشر
سوله کله غواړي د شورا نظار  بې همتا ګل شکر
که دوی وي دا دوی  به ان شاء الله  ژر  ودان سي ‏
ددوی غوبل موبل  چې ختمیږي وي به  سبا داشر ‏
هر  محترم غله اوطنفروش ته لوړ مقام اوس رسیږي
بیکار ه نه  پاته کیږي  دې دولت  کې  ووړ ټسا ترکړ
‏  زموږنابغه تر اوسه داسې دنر کارونه وکړه او کوي
چې والاکه یې وکړي د کابل د سینما د بازار سیا لنډغر
‏***‏
دومره  یې ځان  وښودسیال ته له خپلې سایې ډارن
خاینان په بیزو اني کي استعمالوي  ډیراعلا نوشادر
‏ ددې ړانجا دولت  پساتیان  داسې  د هودې  وتلي
‏  په هغو اغیز نه کوي قانون او دمشرتیا جنتر منتر
په دې وطن د  بلا او پسات  لویه سره  تبه ده  راغلې ‏
‏ چی دپسات دتبې درجه یې  نه ښیي د دنیا ترمامټر
‏***‏
‏ موږ به هیڅ وخت دجنت مخ ونه وینو په دې دنیا
‏ ځکه دا زموږ اصلي پوهان چپ دي په رښتیا خبر
دا  لاره کله جنت ته ځي  دا لاره   د اورین دوږخ ده  ‏
وګوره  په دې  لاره رهي دي مشران د ترسا زرتشتر
‏***‏
موږخپله په ځان وکړه اوس  نه درد لرو نه درمان
موږولسمشر کړهغه خپل مقام  کړتنتنا جوپه مشر ‏
ټول شان یې له ډاره ګډوډ کړه له یوه سره په  اکټونو
هم قانون ، هم نظام  هم امنیت یې کړ تالاوالا ابتر
‏***‏
فهیم ګذر رباني قانوني او نور ښانګه ور چې وینم
‏ بیا  بیا ټاکل کیږي  دا ښه  ازمایلي جبر زنا بد اختر
دډیرو بوساړو سلاکارو څخه  په سر ټکه وه د ولس
پخوا لا باتجربه  وه اوس هریو ماشوم کانا کونخر
پخواد یو باچا د  دووسلاکار وسره  کارونه  وه مردار
اوس اوه سره ښامار دی هر سرپسې سل دریا خوټه ور
متل دی چې وایي قصابان چې ډیر سي غوا سي حلاله
دډیروسلاکارانو  له برکته  مردار یږی نابینا سخوندر
یو ښه  ابتکار د  نظام  دی  اشد سلاکا ر او مرستیال
هر بزرګ لوړ واسطه والا  خر کړي خپلسرګوپالاکچر
‏***‏
اوس وطن  ودانیږي چې یووزیر دوه کارونه کوي
د بهرنی رسمي د داخلې خپلسری وي د ترغا کلانتر
پسات او بزرګان  د لمن تر شا تړلو  له  وخته یاران دي
ځکه هغوی دي  داوښ پښو پیریانو ادنا اګر او شاتر
څه عجبه که یو مامور وګرځي په نیکر کې
چې بزرګان دي  ټول ګرځي په ناګارتیا لڅ لغړ
‏ اوبه به پاکي نسي چې ویاله پاکه نسي له اخیره
‏   دبډو کاتب نیول ښه دی تر  ډیر خوار اروا افسر
د غلو د ورکیدو لپاره په کار دی غوړ  برېټ غوړ
‏  چې خلک  وانه خلي څاښت تاویز او دعا د پتنه ګر
‏ که د چا سپین کالي وه لویه  سپینه ږیره  اولنګوټه
‏ هغه ته مسلمان وایی دوی که څه پنډیت وي دمندر
‏ خر لاپوهیږي چې په دې خلکو دا وطن نه  جوړیږي
‏ دا بزرګان مازې د  جوړیدو کوي دختا انګرمنګر
په دې زوړ د ډیموکراسي برسټن څوک نه تودیږي ‏
چی لمر راونه خیژي بیرته  په موږ د اشنا باختر
‏  ازاد به مو نسي ماغزه  ددې ځنځیرونو او زولنو
تر هغه به سره ووهو چې راسي موږ ته یو  د ویسا سر
دلته یوازې غل فاسد اووطنفروش  ژوند کولای سي
‏ چې داړه ولري یا یې لاس نیولی وي ګاونډ اشا ګګر
‏ ټول خلک له خپل  وطنه تښتې دځان پروا نه کوي
مانا په دې وطن کې ژوند  تر مړینې دی  زرها بدتر
‏ ډالري تنخاه والا  وزیر رییس  سلاکار ښه ژوندلري
‏ د غلو ،نظاري اووطنفروشو دی ژوند ډیر هوسا ښه تر
‏ متل دی‎  ‎په حلوا،حلوا ويلو د لوږوښ خوله نه خوږېږي
کلانتر مو له کاره ولوېد خو له باده ونه لوېد  اویاشکر
ګګر(
 زوراور)، ویسا ( اعتبار) ،ړانجا ( کمزوره )، کانا ( احمق)،ټتا ( تړټو ) ،
غنجا ( ‏کم عقل )، تنتنا( دبدبه)، کټا ( سر خریلی،اګر( غلام)،ټسا ( ګوزاون
)،ترکړ ( ‏مفسید)، انګرمنګر ( انې بانې)، بداختر( بدمرغه) ، ګوپالا (
مفتخور)‏
 

    

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button