چهارشنبه, جنوري 20, 2021
  • د ننه کیدل
انځور ویب پاڼه
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
انځور ویب پاڼه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
کور پاڼه اسلامي لارښوني

د اوداسه او لمانځه طريقه

انځور پاڼه لیکنه انځور پاڼه
نوومبر 2, 2020
in اسلامي لارښوني
A A
0
د اوداسه او لمانځه طريقه
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: مفتي کفايت الله رحمه الله

ژباړه: مفتي حبيب الله قاسمي

پوښتنه: اودس څه ډول كول په كاردى ؟

ځواب: په پاك لوښي كې پاكې اوبه را واخله، پرپاك او لوړ ځاى كښېنه! په اوداسه كې قبلې ته مخامخ كېناستل غوره دي ؛ خوكه چېرته مو كه نه وه هيڅ باک نه لري ، لستوڼي ترڅنګلو پورې پورته كړه! بسم الله ووايه اودواړه لاسونه ترمړوندو پورې ومينځه! بيادرى وارې په خوله اوبه ورغړوه! مسواك ووهه! كه مسواك نه وي نوګوته په غاښوپورې وموښه! بيا درې ځله پوزې ته اوبه واچوه! دچپه لاس په خچڼه ګوته پوزه پاكه كړه! درې ځله مخ ومينځه! خو مخ ته په تيزۍ سره اوبه مه اچوه ، بلكې په كرارتندي ته اوبه واچوه اومخ ومينځه ! . دوېښتانو دشنه كېدو له ځايه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې اوديوه غوږڅخه تربل غوږ پورې مخ مينځل پكاردي ، بيا له څنګلو سره درې وارې دواړه لاسونه ومينځه ، لومړى ښى لاس درې وارې بيا چپ لاس درى وارې مينځل په كاردي . بيا لاس په اوبو لوند كړه دسرمسح وكړه اود غوږو مسح وكړه، بيا دورمېږ(غاړه) مسح وكړه اويواځې يې يوځل كول په كار دي . درى ځله دواړه پښې سره له بيډيو ومينځه ، لومړى ښۍ بيا چپه پښه ومينځه ! .

د لمانـځه طريـقـه
پوښتنه: دلمونځ كولو طريقه څه ډول ده ؟

ځواب: دلمانځه دكولو طريقه داسې ده:كله چې اودس وكړې، پاك كالى واغونده،په پاك ځاى قبلې ته مخامخ ودرېږه ، دلمانځه نيت وكړه ، دواړه لاسونه غوږوته يوسه او “الله اكبر” ووايه ،اوبيا لاسونه دنامه دغوټۍ لاندې داسې وتړه چې دښي لاس ورغوى دچپ لاس پر خپړه راشي.په لمانځه كې په ادب سره ودريږه يوې بلې خواته مه ګوره دالله تعالى لورته ځيراوسه،لاسونه چې وتړې لومړى ثناء ولوله: (سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَی جَـدُّكَ وَلا الـَهَ غَـيـرُك) بيا تعوذ(اعـوذ بالله من الشيطان الرجيم) او تسميه (بسم الله الرحـمن الرحيم) اوالحمد لله ولـوله!الحمد لله چې خلاصه شي، نو په كراره آمين (خدايه زما دعا قبوله كړې) ووايه،ورپسې سورت اخلاص يا بل سورت چې ياد دې وي ووايه،بيا ” الله اكبر” ووايه ركوع ته ښکته شه،په ركوع كې ځنګنونه په دواړه ورغوو ونېسه. دركوع تسبيح (سُبحانَ ربيَ العظيم) درې يا پنځه ځله ووايه، بيا تسميع(سَـمِـعَ اللهُ لِـمَنْ حَمِدَه) ووايه،تحميد (رَبنا لَكَ الـحمد) هم ووايه، بيا تكبير ووايه، سجدې ته داسې لاړشه چې لومړى دواړه ځنګنونه بيا دواړه ورغوي پرځمکه ولګوه ، پوزه ، تندى اومخ مو بايد ددواړو لاسو ترمنځ د سجدې پرځاى وي ، دسجدې تسبيح (سبحان ربي الاعلى) درې يا پنځه وارې ووايه، بيا تكبير ووايه اوله سجدې چې راپاڅيږې نېغ كښېنه ،تكبير ووايه دوهمه سجده هم په همدې څېر وكړه، بياپورته شه، د ولاړېدو پر وخت پرځمكه لاسونه مه لګوه . په سجدو کولوسره يو ركعت پوره شو او س نو دوهم ركعت پيل كړه ، بسم الله او الحمد لله ووايه او يو بل سورت هم ورسره کړه ، بيا ركوع اودواړه سجدې وكړه ، كښېنه ،اول تشهد بيا درودشريف ووايه او په پاى کې لومړى ښي لور، بياچپ لورته مخ واړوه، اوس نو دوه ركعته لمونځ پوره شو . له سلام ګرځولو وروسته “اَللَّهُمَّ اَنتَ السَّلاَمُ وَمِنكَ السَّلاَمُ تَبَارَكتَ يَا ذَاالـجَلالِ وَالاكرَام” ووايه او لاس پورته كړه دعاء وكړه خودومره يې هم مه پورته كوه چې تراوږو دې پورته شي، دعا چې كله خلاصه كړې دواړه لاسونه پرمخ تېركړه .

پوښتنه:دسجدو ترمنځ اويا هم دتشهدپر مهال څه ډول ناسته په كار ده؟

ځواب: ښۍ پښه بايد ولاړه اودګوتو مخ يې قبلې لورته وي اوچپه پښه څملوه پرې كښېنه،اودواړه لاسونه پرځنګنوکښيږده.

پوښتنه: دامام،مقتدي اومنفرد په لمانځه كې کوم توپير دى ؟

ځواب:دامام، مقتدي اومنفرد په لمانځه كې لږ توپير شته.يو توپير دادى چې: امام او منفرد دواړه په لومړي ركعت كې له ثنا وروسته اعوذ بالله او بسم الله او الحمدلله او سورت ټول پوره وايي ، اوپه دوهم ركعت كې هم بسم الله او الحمدلله اوسورت پوره وايي؛ خو مقتدي به يواځې په لومړي ركعت كې ثنا وايي اونور به په دواړو ركعتونو كې پټه خوله ولاړ وي .

دوهم توپير يې دادى چې : دركوع نه دراپورته کېدو پر مهال امام او منفرد دواړه”سَـَمعَ اللهُ لِمْن حَـمِدَه ” وايي اومنفرد دتسميع سره تحميد هم ويلاى شي،خومقتدي ته يواځې(رَبْنَالكَ الـحَمدْ) ويل په كار دي .

پــوښـتنه :كه لمونځ درې ياڅلورركعتي وي نوبيا څه ډول كيږي ؟

ځواب :دوه ركعته لمونځ خو بايد همغسې وكړي څرنګه چې دمخه وويل شول؛خوپه لومړۍ قعده كې دې له التحيات اوياتشهد نه وروسته درود شريف نه وايي ، بلكې (اللهُ اَكبَر) دې ووايي اوبيادې ودريږي.كه لمونځ واجب ياسنت يا نفل وي نو پاتې دوه ركعته دې د مخكني دوو ركعتو نو په څېروكړي او كه چيرې فرض وي؛ نو په دريم اوڅلورم ركعت كې دې له “الْـحَمدُلِلهِ” نه وروسته سورت نه وايي ، اوپاتې نور دې دهمغو پخوانيو دوو ركعتونو په څېر وكړي .

پوښتنه: آيا سنت او يانفل لمونځ دري ركعته هم كيږي؟

ځواب: سنت اونفل لمونځ درى ركعته نه كيږي دوه يا څلور ركعته كيږي.

پوښتنه: دركوع كولو سهي طريقه څرنګه ده ؟

ځواب: ركوع داسې بايد وشي چې ملا له سر سره يو ډول وي ، داسې چې نه سرله ملالوړ اونه ټيټ وي اودواړه څنګلې بايدله خېټې او تشيو نه لرې وي او ځنګنونه بايد په خپړو ټينګ ونيسې .

پوښتنه: دسجدې سهي طريقه څرنګه ده ؟

ځواب: سجده داسي کيږي چې خپړې پرځمكه وي،مړوندونه او څنګلي له ځمكې پورته وي، خېټه له ورنو لېرې او لاسونه له پښتيو جلا وي .

پوښتنه: له لمانځه وروسته پر ګوتو دشمېر پر وخت څه ويل كيږي ؟

ځواب: (سبحان الله) (33) ځله ،(الحمدلله) (33)ځله، او(الله اكبر) (٣٤) ځله ويل كيږي چې زيات ثواب لري .

ShareTweetShare
پخواني

د قيامت ورځ

مخته

د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

انځور پاڼه

انځور پاڼه

ورته ليکنې

دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

پـاكـۍ بـيــان

اکتوبر 27, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

داودس سنتونه

اکتوبر 27, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

دغسل بـيـان

اکتوبر 27, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

دحوض او څاه د اوبو بيان

اکتوبر 27, 2020
مخته
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

د شهید ډاکتر نجیب الله لنډه پیژندگلوئ

د شهید ډاکتر نجیب الله لنډه پیژندگلوئ

د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی

د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی

پدې اړه بحث post

وروستۍ ليکني

ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟

جګړه- لنډه کیسه

جنوري 19, 2021
هغه څه چې د نړۍ نامتو لیکوالانو او پوهانو د انسان په اړه ویلي

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

جنوري 19, 2021
ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

په بشریت کې د ژوند لار!

جنوري 19, 2021
د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ مهارتونه

جنوري 19, 2021
د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

جنوري 19, 2021

ډېر لوستل شوي

  • جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • شاه زل څوک دی ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان ولې اوربند نه مني ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملت ساتنه او که ځان ساتنه !؟؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پښتو لنډۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
انځور ویب پاڼه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

ارشیف

  • اسلام اومذهب
  • اسلامي لارښوني
  • بريښنا پاڼې
  • پښتو شعرونه
  • پښتو لنډۍ
  • پښتو متلونه
  • تاريخي ليکنې
  • ټوكې ټكالې
  • خبرتياوي او پيغامونه
  • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • سياسي او ټولنيزې ليکني
  • ښکلی غږونه
  • طنزونه او ادبي ټوټې
  • علمي او معلوماتي لیکني
  • لنډي کيسې
  • مركې
  • ویډیو
  • وېشنيزه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Create New Account!

OR

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist