د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی

که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله “ج” کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده، چې موږ دې کار و نه کړو او پيسې پيدا نه کړو.
له خوړو وروسته بيا په پوښاک، تګ ـ راتګ، خپلوۍ پاللو او ګڼو نورو برخو کې اړ یو چې پیسې مصرف کړو. که په دې برخه کې دقیق و نه اوسو، چې پیسې څنګه سم مدیریت کړو، نو ډېر ژر به نورو ته محتاج شو.
تاسو به ددې لیکنې تر پایه پوه شئ، چې پيسې څنګه مدیریت کړئ، تر څو نورو ته له لاس غځولو وژغورل شئ.

۱. د پيسو پر ارزښت غور وکړئ!

انسان هغو څيزونو ته ډېره پاملرنه کوي، چې ارزښت ورته لري. نو ځکه خو اړينه ده، چې لومړی د پيسو پر ارزښت فکر وکړئ.
تاسو باید پوه اوسئ، چې زموږ موخه واضحه ده. موږ نه وايو، چې تاسو له پیسو سره مینه وکړئ او معنوي شتمني مو له لاسه ورکړئ. بلکې په دې فکر وکړئ، که پیسې و نه لرئ نو څنګه به خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړئ!؟ څنګه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ، یا هم خپلو اولادونو او وروڼو د زده کړې ملاتړ وکړئ!؟ دا هغه مهم او حياتي مسايل دي، چې پرته له پیسو یې ترسره کول ستونزمن دي.
لومړی خپل ځان قانع کړئ، چې پیسې ارزښتمن دي. تاسو که دا فکر کوئ، چې پیسې تاسو بې لارې کوي په ناسمه یئ. تاسو کولای شئ د پیسو په مرسته ثواب هم وګټئ. له بې وزلو سره کومک وکړئ، پُل، سړک او نور عامه ځايونه جوړ کړئ. دې ته ورته ګڼې نورې لارې هم شته، چې تاسو پرې خپل وجدان ارامولای شئ. اوس خو به مو قناعت شوی وي، چې پیسې ارزښتمن دي.

۲. د څيزونو له اخیستلو وړاندې فکر وکړئ

موږ چې کله بازار ته ځو، نو حتماً مو ځينې څيزونه خوښېږي. هغوی چې د څيزونو له خوښولو سره سم سودا کوي، ډېر ژر له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. کله چې يو څه اخلئ لومړی یې په اړه فکر وکړئ. همدارنګه له ځانه یو څو پوښتنې وکړئ. څومره اړتیا ورته لرم!؟ پرته له دې څيزه تاسو له ستونزو سره مخ کېږم!؟ دا او دې ورته پوښتنې تاسو اړ کوي، چې غور او فکر وکړئ. تر څو د هغه څيز ارزښت او اړتيا معلومه شي، چې تاسو یې د پېرلو اراده لرئ. که تاسو ورته اړتيا نه لرله او له هغه څيز پرته مو ژوند کې کومه ستونزه نه پېښېده نو ولې یې اخلئ!؟ ولې خپلې پیسې بې ځايه مصرفوئ؟ ممکن یادې پيسې مو په یوه سخت وخت کې په کارې شي.

۳. سپما وکړئ!

که تاسو په ورځني توګه پیسې ذخيره کوئ، بختور یئ. زموږ او ستاسې ژوند له ناڅاپي پېښو خالي نه دی. ناروغۍ، تصادفي واقعات او ګڼ نور عوامل موږ اړ باسي، چې پیسو سپما ته خاصه پاملرنه وکړو.
اکثره خلک ددې لپاره چې عايد يې کم وي سپما ته زړه نه ښه کوي. خو دا ومنئ، چې په لږ عايد کې هم سپما کېدای شي. تاسو کولای شئ، د ورځې ډېرې لږې پیسې، مثلا “۱۰” افغانۍ سپما کړئ. دا ډېرې لږې پیسې دي. مګر له یوې مودې تېرېدو وروسته دا پیسې څو چنده کېږي. ورو ـ ورو ډېرېږي او بالاخره په یوه ډېر مهم ځای کې مو په کارېدلای شي.
د سپما بله لاره دا ده، چې ځينې عادتونه پرېږدئ. مثلا اکثره خلک په بازار کې خواړه خوري. په دې توګه یې پیسې مصرفېږي. کوښښ وکړئ، چې د ډوډۍ وخت مو کور ته ورسوئ. همدارنګه هغوی، چې سیګرټ څکوي یوه اندازه پیسې يې په همدې لاره ځي. که یادې پیسې وساتل شي نو ښه خبره ده؛ ممکن یوه ورځ یې ډېر په کار شي.

۴. ډېرې پیسې مه ګرځوئ

که له تاسو هم زیاتې پیسې مصرفېږي، ممکن یو له هغو کسانو اوسئ چې ډېرې پیسې ګرځوئ. کوښښ وکړئ په جېب کې دومره پیسې وګرځوئ، چې اړتيا ورته لرئ.
هغوی چې په جېب کې له اړتیا زیاتې پیسې ګرځوي، ډاډه وي. په همدې توګه د پیسو په مصرف کې احتیاط نه کوي. زموږ یوه توصیه همدا ده، چې په جېب کې ډېرې پیسې مه ګرځوئ! دا کړنه تاسو د پیسو په مصرف کې بې غوره کوي.

۵. کوچني کاروبارونه پيل کړئ!

که تاسو لږې پیسې هم ولرئ، باید یو کار پیل کړئ. اکثره خلک له دې کبله کار نه پیلوي، چې پیسې یې کمې دي. مګر دا هېروي، چې “ګوکل” له یوې خونې پیل شو او اوس په یوه تعمیر کې نه ځايېږي.
که ستاسو پیسې کمې وي، په مقابل کې یې کوچني کاري ساحې هم شته. کوښښ وکړئ د خپلو پیسو په اندازه د کاروبار په اړه فکر وکړئ.
هېڅکله خپلې پیسې جامدې مه پرېږدئ. که غواړئ پیسې ترلاسه کړئ نو باید لومړی یې مصرف کړئ. که سم غور وکړئ په ډېرو لږو پیسو هم کار پیلولای شئ.
ورو ـ ورو مو کاري ساحه پراخېږي او ډېر ژر به په یوه لوی کاروبار بدل شي. همدا اوس یې وخت دی، د خپلې سیمې حالت او د خلکو تقاضا وسنجوئ، چې کومه ساحه ستاسې د کاري ژوند د پیل لپاره مناسبه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button