پر یو ځای د ډیرې ناستې ۱۰ روغتیايي زیانونه

۱. ینه یا ځګر خرابوي

طبي څېړنې وايي: پره یوه ځای د ډېر وخت له پاره کېناستل د انسان ینې (جګر) ته ستونزې پیدا کوي. دوی باور لري چې فزیکي کارونه نه کول او یا هم د ورځې پر اوږدو کې قدم نه وهل او پر یوه ځای دومداره ناسته د انسان د ځګر د بیلابیلو ناروغیو سبب کیږي.

څېړنه وايي: هغه خلک چې د ورځې لس او یا تر دې ډېر وخت پر یوه ځای په ناسته تېروي، په دوی کې د جګر ناروغیو ګواښ ۹ سلنه زیات وي او هغوی چې په فزیکي یا جسماني ډول باندې خوځنده یا متحرک وي، په هغوی کې د ینې ناروغۍ پیدا کیدو ګواښ۲۰ سلنه کم وي.

یاده څېړنیزه ډله سپارښتنه کوي چې خلک باید تمامه ورځ په ناسته تېره نه کړي او لږ تر لږه د کار په جریان کې دې له ځایه پورته او قدم ووهي.

۲. د بډوډو ناروغي پیدا کوي

پر یوه ځای دومداره ناسته د بډوډو خطرناکې ناروغۍ پیدا کوي. په دې اړه روغتیايي څېړنې وايي، چې د انسان د ژوند طرز او بډوډو تر منځ ژوره اړیکه موجوده ده، خو څېړنې په لومړي ځل دا معلومه کړې ده چې په ورځیني ژوند کې فزیکي فعالیت نه کول او ډېره ناسته د بډوبډو سختې ناروغۍ پیدا کولی شي.

د څېړنې پر وینا هغه کسان چې تر نورو فزیکې کارونه کم کوي، تر هغوی چې خوځنده وي د بډوډو په ناروغیو ډېر اخته کیږي. څېړنه زیاتوي، ډېره ناسته بډوډي نه پریږدي چې وینه په سمه توګه فلټر کړي چې له امله يې په وجود کې خیری راټولیږي او ورسره د بډوډو له کاره لویدو چانس ډېریږي.

د څېړنې په وینا که چېرې پر یوه ځای د کېناستو وخت تر اته ساغتونو راکم شي، ورسره د بډوډو د نارویو ګواښ هم راکمیږي.

۳. د ملا درد

که چېرې تاسو پره یوه ځای د ډېر کېناستلو عادت لرئ، نو د ملا درد زغملو ته هم تیار اوسئ. په دې اړه یوه تازه ترسره شوې څېړنه وايي، هغه کسان چې نهه ساعته او یا تر دې هم زیات وخت په ناسته تېروي، په دوی کې د ملا د درد ګواښ هم ډېر وي.

د څېړنې پر وینا، هغوی چې دفتري کارونه کوي او له امله يې پر یوه ځای ډېر وخت په ناسته تېروي د نورو ناروغیو سربېره ورته د ملا درد هم پیدا کیږي.

دغه څېړنیزه ډله لارښونه کوي، هغه کسان چې دفتري کارونه کوي باید ټوله ورځ پر څوکۍ په ناسته تېره نه کړي او هر دوه ساعته وروسته باید له خپل ځایه پورته شي قدم ووهي او یا ځينې نور فزیکي کارونه وکړي.

۴. قبضیت

یوه روغتیايي څېنړنه چې تازه خپره شوې ده وايي: هغه کسان چې پر یوه ځای د ډېر وخت له پاره ناست وي، د نورو ستونزو تر څنګ ورته قبضیت هم پیدا کیږي. دوی باور لري، چې د ورځې په یوه ځای ډېر کېناستل د هاضمې سیستم خرابوي چې له امله يې خواړه سم نه هضمیږي او انسان ته قبضیت پیدا کیږي.

دغه څېړنه لارښونه کوي، هغه کسان چې پر یوه ځای ډېر کینې باید وخت پر وخت له خپله ځایه پورته شي او په خپل شاخوا کې لږ تر لږه ۴۰ قدمونه ووهي. پر وینا يې په دې کار سره د هاضمې نظام ښه کیږي او د قبضیت ستونزه له منځه ځي.

۵. شکر

که چېرې تاسو پره یوه ځای هره ورځ دومدار کېنې نو پر شکر ناروغۍ د اخته کیدو له امله باید حیران نه شئ. په دې اړه روغتیايي ترسره شوې څېړنې وايي: هغه کسان چې پر یوه ځای ډېره ناسته کوي پر شکر ناروغۍ د اخته کیدو چانس يې ۲۲ سلنه لوړیږي.

په څېړنه کې د لس زرو کسانو د ژوند چال چلند ته پام شوی دی. دوی ته معلومه شوې ده، هغه کسان چې خپل ډېر وخت په ناسته تېروي، په هغوی کې د شکر ناروغۍ ګواښ هم ډېر وي.

څېړنیزه ډله وايي، دوی ته معلومه شوه، چې فزیکې فعالیت نه کول هم پر شکر ناروغۍ د اخته کیدو یو لوی لامل دی.

۶. د زړه ناروغۍ

د هاروډ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې، دفتر کار کول، ټلویزیون کتل، کمپیوټر ته کېانسل، سفر کول او د نورو وجو له امله پر یوه ځای ډېر وخت تېرول، د زړه د ناروغۍ ګواښ ډېروي.

څېړنه وايي، دا لا هم سمه معلومه نه ده چې پر یوه ځای ډېر کېناستل ولې پر روغتیا او بیا زړه باندې دومره بدې اغېزې لري، خو دا معلومه ده چې پر يوه ځای د ډېر کېناستو له امله د انسان په وجود کې خواږه او غوړ نه جذبیږي او همدا لامل دی چې د زړه او ځينې نورو ناروغیو د پیدا کیدو لامل کیږي.

۷. ذهني او رواني ستونزي

روغتیاپالان باور لري، هغه نارینه او ښځينه چې ټوله ورځ ټلویزیون ته په ناسته تېروي، نه یوازې دا چې وزن يې ډېریږي بلکې په ذهني توګه ورته هم ستونزې پیدا کیږي.

په دې اړه څېړنې وايي، هغوی چې په ځوانۍ کې په ډېره ناسته عادي وي، ځينې يې وروسته تر ۶۰ کلنۍ د ذهني ناروغیو سره مخ کیږي او ځينې ان په ځوانۍ کې له ذهني او روانۍ ستونزو کړیږي.

څېړنه وايي: ډېری کسان په ځوانۍ کې خپل دماغي یا عصابي نظام ته پام نه کوي چې د عمر په تېریدو سره بیا د همدې بې پروايۍ تاوان پرې کوي.

۸. د هډوکو کمزوري

په برتانیه کې یوه تازه خپره شوې څېړنه وايي، خپل ډېر وخت د کمپیوټر مخ ته په ناسته تېرول د انسان د وجود هډوکۍ کمزوري کوي. د څېړنې په وینا یوه ستونزه داده چې د پخوانیو انسانانو په پرتله د اوسنیو انسانانو هډونه ۲۰ سلنه کمزوري دي.

دوی وايي، ورځ تر بلې ددې ستونزې د ډېریدو لامل د خلکو د ورځيني ژوند چال چلند او سلوک دی چې خپل ډېر وخت د کمپیوټر مخ او یا د نورو څېزونو له پاره په ناسته تېروي.

د څېړنې ترسره کونکې ډله ټينګار کوي چې، خلک دې خپل ډېر وخت په ناسته نه تېروي، کنه د هډونو د کمزورۍ تر څنګ به ورته ګڼې نورې ناروغۍ پیدا کیږي چې له امله به يې خوشاله ژوند په خوابدۍ اوړي.

۹. چاغوالی

او دا خبره خو بیخي عامه ده چې فزیکي فعالیت نه کول د انسان د وجود وزن ډېروي. په دې اړه یوه تازه امریکايي څېړنه وايي چې پر یوه ځای ډېره ناسته د انسان په وجود کې په ځنيو هارمونونو کې بدولون راځي چې د چاغوالي سبب کیږي.

دوی وايي، څومره چې ناسته ډېریږي او فزیکي فعالیتونه کمیږي په همدې اندازه د چاغوالي ګواښ هم ډېریږي.

۱۰. ګوزڼ یا فلج

په لندن کې یو خپره شوې روغتیايي څېړنه وايي: هغه کسان چې خپل ډېر وخت په ناسته تېروي، یا ټلویزیون ګوري، یا ګیم کوي او یا هم کپیوټر ته ناست وي، په دوی کې د ګوزڼ ګواښ هم تر هغوی چې خوځنده وي ډېر وي.

د څېړنې په بارو، د کپیوټر مخ ته هر ورځ تر څلورو ساعتونو ډېر وخت ناسته د انسان د وینې رګونو کې ستونزې پیدا کوي چې له امله يې فلج او ان مړینه رامنځ ته کیږي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې خلک باید خپل ډېر وخت په ناسته تېر نه کړي، سپورټ او ځينې فزیکي کارونه دې وکړي چې د یادو شویو او ځينو نورو روغتیا ګواښونکو ناروغیو نه خوندي شي.

شمیم اتل

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button