د افغانیو بهرنی ارزښت ولې ولویده؟

ذبیح الله جبارخیل

مخکې له دې چې د افغانیو د بهرني ارزښت د ټیټیدلو په لاملونو رڼا واچوو، ښه ده چې د پیسو کورنی او بهرنی ارزښت وپيژنو.

د پیسو کورنی ارزښت د هیواد په داخل کې د اجناسو او خدماتو په بیې پورې تړلی. که په ټوله کې د اجناسو او خدماتو بیه نسبي ټيټه وي، د پیسو ارزښت مو جیګ دی او که يې بیه نسبي جیګه وي د پیسو ارزښت مو ټیټ دی. په همدې توګه د پیسو بهرنی ارزښت په نورو هیوادونو کې په کورنۍ پیسو د اجناسو او خدماتو په بیې پورې تړلی. که موږ په بهر ملکونو کې اجناس او خدمات په ټیټه بیه را نیسو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت جیګ دی او که يې په جیګه بیه رانیسو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت ټیټ دی.

کله چې موږ په نورو ملکونو کې اجناس یا خدمات اخلو، لومړی باید د بل ملک پیسې واخلو او بیا د هماغه ملک په پیسو یاد اجناس او خدمات واخلو. په همدې وجه په کورنۍ پیسو د بهرنیو پیسو اخیستلو ته هم د کورنۍ پیسو بهرنی ارزښت وايي. که په لږو کورنیو پیسو ډېرې بهرنۍ پیسې واخلو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت زیات دی او که په ډېرو کورنیو پیسو لږې بهرنۍ پیسې واخلو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت کم دی.

لکه څنګه چې افغانۍ\پیسه هم د نورو شتمنيو په څېر د یوې اړتیا د پوره کېدو او د ګټې اخیستو سبب کیږي، دا هم شتمني ګڼل کیږي. په دې توګه د افغانیو په بیه کې هم د نورو شتمنیو د بیو په څېر د یو لړ لاملونو په اساس ټیټوالی او جیګوالی راځي.

د هرې شتمنۍ د بیې زیاتوالی او کموالی په شته امکاناتو او منابعو، له شتمنۍ متوقع ګټه، د متوقع ګټې خطر او د شتمنۍ سیالیت پورې اړه لري.

اوس د دې لپاره چې پوه شو ولې د افغانیو بهرنی ارزښت د ط-ا-لبانو له تسلطه ورورسته په ناڅاپي توګه د ډالرو په وړاندې ولویده، غوره ده چې د شتمنيو د بیې د پورته یادو شوو لاملونو په رڼا کې يې ځواب پیدا کړو.

امکانات او منابع:

که موږ ډېر امکانات او منابع په لاس کې ولرو، د اړتیا د رفع لپاره حاضر یو چې په جیګ نرخ یوه شتمني واخلو او که مو امکانات لږ وي بیا هڅه کوو تر څو په ټیټ نرخ هماغه شتمني واخلو.

متوقع ګټه:

که چیرې موږ وغواړو یوه شتمني واخلو، بیه يې له مطلوبې شتمنۍ څخه متوقع ګټې پورې تړلې. که له شتمنۍ څخه د زیاتې ګټې تمه وي، بیه به يې جیګه وي او که ممکنه ګټه يې کمه وي، بیه به يې ټیټه وي. د بیلګې په توګه په افغانستان کې له یو کیلي موټرو متوقع ګټه کمه وه، نو ځکه يې بیې هم ټیټې وې او کله چې ترې متوقع ګټه زیاته شوه، په بیو کې يې هم جیګوالی راغی.

لکه څنګه چې مخکې ترې یادونه وشوه چې پیسې یا افغانۍ هم د شتمنیو یو ډول دی، که متوقع ګټه يې زیاته وي، ارزښت/بیه به يې هم جیګه وي او که متوقع ګټه ترې کمه وي،ارزښت/بیه به يې هم ټیټه وي.

د 2021 میلادي کال د اګست د میاشتې له پنځلسمې نیټې ورورسته، کله چې ط-ا-لبان په کابل مسلط شول، په خلکو کې د ممکنې ګډوډۍ او جنګ ویره پیدا شوه، په ځینو ګاونډیو ملکونو کې د بیا ځلي جنګ تیاریانې نیول کېدې/کیږي، د ګاونډیو په شمول ټولې نړۍ د ط-ا-لبانو حکومت له رسمیت پيژندلو څخه مخ واړوه او هممهاله د امریکې حکومت د افغانستان بانک د ذخایرو او بهرنیو اسعارو د ضبطولو اعلان وکړ. په دې سره د ط-ا-لبانو د حکومت په راتلونکي، د ملک په اقتصاد او امنیت د خلکو بې باوري ډېره زیاته شوه. په پایله کې پورتنی حالت له افغانیو څخه د متوقع ګټې د کميدو باعث شو. له هر مالدار او پیسه دار سره دا اندیښنه پیدا شوه چې په راتلونکي کې به په شته افغانیو ونشي کړی په اوسنۍ اندازه توکي او خدمات را ونیسي، نو ځکه يې غوښتل چې افغانۍ په هغو پیسو بدلې کړي چې متوقع ګټه يې ډېره وي او هغه پیسې امریکايي ډالر وې/دي. دغه حالت ډالرو ته تقاضا لا لوړه کړه، چې بیه يې نوره هم زیاته شوه/زیاتیږي.

دا چې له یوې خوا د افغانستان بانک په رهبرۍ کې داسې کسان راغلي چې د بانکدارۍ په چارو کې مخینه نه لري او له بلې خوا بهرنیانو ترې بانکي ذخایر او بهرني اسعار ضبط کړي، نشي کولی د پیسو د بهرني ارزښت په لوړولو او یا ساتلو کې فعال رول ولوبوي، افغانۍ ورځ تر بلې کم ارزښته کیږي او دوی ورته راڼه راڼه ګوري. که د افغانستان بانک بهرني اسعار په اختیار کې وی نو بازار ته د ډالرو په عرضې او د افغانیو په اخیستلو به يې تر ډېره حده د افغانیو ارزښت ساتلی وی.

د متوقع ګټې خطر:
که د مطلوبې شتمنۍ د متوقع ګټې خطر پورته کیږي، بیه يې لوېږي/غورځیږي او که د متوقع ګټې خطر يې کمیږي، بیه يې زیاتیږي. د بیلګې په توګه په تېر حکومت کې د تجارتي ځمکې بیه لوړه وه، ځکه ډېر امکان يې لره چې ممکنه ګټه ترې ترلاسه شي او په اوسني حکومت کې د تېر په پرتله د تجارتي ځمکو بیه ټیټه ده، ځکه د ممکنه ګټې خطر يې هم زیات دی. د دې لپاره چې لا واضح شي د یو کیلي موټرو مثال بیا راوړو، کله چې له یو کیلي موټرو د ګټي اخیستنې تمه لږه وه، یا ډېر چانس د دې وو چې ممکن یو کیلي موټر بند شي، نو بیه به يې د خطر په اندازه کمیدله او کله چې د یو کیلي موټر د اجازې اوازه خوره شوه، موټرو ورځ تر بلې خپله بیه د خطر د کمیدو په اندازه لوړوله. همدې ته په پام سره د افغانیو د متوقع ګټې د خطر له زیاتوالي سره، د افغانیو بیه ټیټیږي او د متوقع ګټې د خطر له کموالي سره، د افغانیو بیه زیاتیږي. ګورو چې د همدې خطر د زیاتوالي له احساس سره د افغانیو په ارزښت کې کموالی راځي.

د شتمنۍ سیالیت:
د تېرو لاملونو تر څنګ بل مهم لامل چې د افغانیو د ارزښت په زیاتیدو او کمیدو کې مهم رول لوبوي، د شتمنۍ سیالیت دی. که ستاسو مخې ته دوه داسې ماشینونه ایښیي وي، چې دواړه په یو کیفیت ستاسو هدف ترلاسه کوي خو یو ماشین په ډېرې سختۍ او د تاوان په صورت کې بېرته پلورلی شﺉ او بل ماشین په اسانۍ سره پرته له کوم تاوانه پلورلی شﺉ، نو تاسو به حتما دوهم ماشین وپیرﺉ ځکه چې سیالیت يې لوړ دی او په همدې وجه يې د اول ماشین په پرتله په لوړه بیه اخلﺉ.

د شتمنۍ سیالیت ته په پام سره خلک نه غواړي چې افغانۍ واخلي او له ځان سره يې وساتي، ځکه پوهیږي چې د بېرته پلورلو په صورت کې يې په همدې بیه څوک نه اخلي، مجبور دي تاوان پکې وکړي، نو ځکه هم خلک د افغانیو پر ځای ډالر اخلي چې سیالیت يې ډېر لوړ دی.

په پایله کې ویلی شو، ټول هغه لاملونه چې خلک دېته هڅوي چې افغانۍ خرڅې کړي او ډالر واخلي، د افغانیو د ارزښت د کمېدو او د ډالرو ارزښت د زیاتیدو سبب کیږي. د ډالرو په اخیستلو سره، ډالرو ته تقاضا لوړیږي، بیه يې هم لوړیږي او د افغانیو په خرڅولو، افغانیو ته تقاضا کمیږي، بیه يې هم ټیټیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button