ژوند!

ژوند!
څنګه چې موږ دې نړۍ ته راشو نو له هماغې شېبې را سره مرګ هم ملګرى وي؛ هېڅ ځواک، احتياط، مينه، نفرت، زور او نور نه شي کولى چې له ژونده دې موږ ژوندي وباسي او موږ دې دلته د تل لپاره ژوندي پاتې شوو!
هو؛ بلکې موږ ټول مرو او تر مرګ وروسته مو حقيقي ژوند پيلېږي، هغه ژوند بيا مرګ نه لري او زموږ د همدې ژوند د کړنو پر اساس يې برخليک ټاکل کېږي.
دلته له پيدايښت وروسته زموږ ژوند موږ ته نامعلوم دى او هره لحظه کېدل شي چې ومرو، روح مو له وجوده کډه وکړي او نور دلته ژوند ته د پاى ټکى کېږدو، خو هغه څه چې زموږ له مرګ څخه وروسته هم پاتې، کېږي زموږ کړنې دي.
دا کړنې او اعمال که نېک وي، د ټولنې په ګټه، بهبود او د څښتن تعالى د رضا لپاره وي نو له مرګ وروسته به يې هم موږ ته اجر او نېکه بدله را رسېږي او په ابدي ژوند کې به زموږ د سکون او له عذاب څخه د خلاصون لامل کېږي!
يوازې هلته نه، بلکې دلته هم زموږ د نېک يادېدلو او نوم د ژوندي پاتې کېدلو وسيله کېدلى شي.
خو که چېرې دا اعمال بد وي او د ټولنې د نابودۍ او د څښتن تعالى د نا رضايت سبب کېږي او موږ له ځان څخه په ميراث پريښې وي، نو نه يوازې دلته به زموږ د بدنامۍ او بد يادېدو لامل وي، بلکې په هغې دنيا کې هم زموږ د نا ارمتيا او سزا لامل کېدلى شي.
اوس دېته راځو چې تر ډېره د انسان اعمال د کومې پديدې له امله منفي خواته ځي او ولې داسې کړنې نه ترسره کوي چې هلته او دلته پرې بريالى شي!؟
نور عوامل هم شته، خو زموږ کړنو ته يوه تر ټولو مهمه او لورى ورکونکې پديده زموږ اوسېدونکې ټولنه ده؛ که چېرته زموږ ټولنه اصلاح او په يوه داسې چاپېريال کې موږ دنيا ته سترګې وغړو چې هلته بل ته زيان نه رسول کېږي، هېواد سره خيانت نه کېږي، دروغ نه ويل کېږي، د څښتن تعالى له اوامرو سرغړونه نه کېږي، وژل نه کېږي او سمه وي؛ نو طبعي خبره ده په داسې يوه ټولنه کې چې سالمه وي دنيا ته راشو او په همدې چاپېريال کې لوى شو نو سالم انسانان به يوو!
ځکه يو سالم انسان هېڅکله بل ته زيان نه رسوي، منفي او د ټولنې تباه کونکي اعمال نه ترسره کوي.
خو که چيرې په يو نا سالم او خراب چاپېريال کې دنيا ته سترګې پرانېزو نو حتماً به نورو ته زيان رسوو، خيانت به کوو او همداسې نور؛ ځکه موږ ته زيان رسېدلى وي، خيانت راسره شوى وي، ځورول شوي يوو او پر موږ د همداسې يوه چاپېريال اغېزې وي!
خو کله چې موږ په همداسې يوه ټولنه کې يوو او يا پيدا کېږو، نو څنګه کولى شو چې سالم او د دې او هغې دواړو جهانونو نېک او بريالي خلک و اوسوو!؟
دا يوازې په دې کېدلى شي چې په سم ډول ځان وپېژنو، د څښتن تعالى له اوامرو څخه سرغړونه ونه کړو، مثبت واوسو، هغه څه چې د ځان لپاره نه غواړو، د نورو لپاره يې هم ونه غواوړ، له حالاتو سره مبارزه وګړو، له منفي فکره خلکو لرې اوسو او خپل ځان د ځان، ټولنې او نورو لپاره مسٶل وګڼو!
حکمت الله همدرد.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button