د افغانستان وسلوال پوځ ته ځغلنده کتنه

دولت وزیري

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو خپل وسلوال پوځ درلود، چې د هغه وخت د غوښتنو ځواب یې ویلی دی.

د هوتکيانو د واکمنۍ پر مهال اردو « ۱۷۰۹- ۱۷۳۸» م کلونه

میرویس نیکه:

د غیر منظمو ځواکونو په واسطه ګورګین له تېغه تېر کړ، ځکه پر هغه مهال د افغانانو کوم منظم وسلوال ځواک وجود نه درلود.

میرویس نیکه واک ته له رسېدو سره ۵۰۰۰ داوطلب ځواک رامنځته کړ، چې وروسته يې د ځواکونو شمېر تر ۱۶۰۰۰ زرو تنو پورې ورسېد. د اړتیا پر وخت به له غیرمنظمو ځواکونو سره یو ځای دغه شمېر څو ځلې زیاتېده.د ځواکونو شکل يې دایمي او غیرمنظمه برخه يې هم درلودله.

د شاه محمود هوتکي د واکمنۍ پر مهال د ځواکونو شمېر ۲۸۰۰۰ زرو تنو ته پورته شو. له بده مرغه د هوتکيانو د خپلمنځي بې اتفاقیو، له ابداليانو سره د دښمنیو او د نادر افشار د یرغلونو په پایله کې د هوتکيانو ځواکونه په بشپړ ډول متلاشي او له منځه لاړل.

د افغانستان د معاصرې دورې پر مهال وسلوال ځواکونه ۱۷۴۷ – ۱۸۴۳ م کلونه

احمد شاه بابا (احمدخان ابدالي):

هغه مهال چې نادر افشار په ایران کې ووژل شو، احمدخان ابدالي له خپلو وسلوالو ځواکونو سره چې شمېر يې ۱۶۰۰۰ زرو تنو ته رسېده، کندهار ته راغی او پاچا شو. څرنګه چې احمدشاه بابا په خپله افسر او د پوځ د جوړولو تجربه يې درلودله، په کم وخت کې يې داسې پوځ رامنځته کړ چې د پانيپت په جګړه کې يې ټول خلک وړتیا ته ګوته په غاښ شول. پوځ يې دایمي او د اړتیا پر وخت به غیرمنظم ځواکونه هم ورسره ملګري کېدل. د ځواکونو شمېر يې تر ۱۲۰ زرو پورې رسېده او د هغه وخت په ښو وسلو سمبال وو. د احمدشاه بابا د ځواکونو مقابله په سیمه کې د چا له توانه پوره نه وه.

له نوموړي وروسته زوی يې تېمورشاه هم د خپل پلار اردو وساتله او تر یوه حده يې په غښتلتیا کې هم هلې- ځلې وکړي.

د تیمور شاه له مړینې وروسته زوی يې زمان شاه غوښتل چې منظم او غښتلي ځواکونه ولري او د خپل نیکه احمدشاه بابا برم بیا را ژوندی کړي.

خو له بده مرغه د خپلو وروڼو، د سردار پاينده خان د زامنو، سکهانو، ایرانیانو او انګرېزانو د لاسوهنو په پایله کې د احمدشاه بابا په لاس جوړ شوي وسلوال ځواکونه تجزیه او له منځه لاړل. ټول په کورنیو جګړو کې تر هغه پورې بوخت شول تر څو چې د دویم ځل لپاره امیر دوست محمدخان واک ته ورسېد.

د محمدزیو کورنۍ د واک پر مهال د افغانستان وسلوال ځواکونه ۱۸۴۳ – ۱۹۷۸ م کلونه

د امیر دوست د محمد خان واکمني:

امیر دوست محمد خان چې کله د دویم ځل لپاره واک ته ورسېد د اردو جوړولو ته يې مخه کړه. د اردو د روزلو لپاره يې بهرني استادان هم وګمارل او د اردو منظم او دایمي شمېره يې تر ۱۳۷۰۰ تنو پورې رسېده او غیرمنظمه برخه يې تر ۱۰۰ زرو پورې وه.

له بده مرغه د نوموړي اردو هم د ده تر مړینې وروسته د ده د زامنو تر منځ ووېشل شوه او په کورنیو جګړو کې ښکېل شوه. تر هغې چې امیر شیرعلي خان دویم ځل واک ته ورسېد.

امیر شېرعلي خان د دویم ځل واک ته له رسېدو سره سم د يوې عصري اردو جوړولو ته مخه کړه. بهرني استادان يې وګمارل، تعلیمنامې يې چاپ کړې، وسلې يې راوړې او د وسلو جوړولو لپاره يې فابریکه هم جوړه کړه. نوې قشلې يې ابادې کړې، د شېرپور چوڼۍ يې په عصري شکل جوړه کړه. د سرتېرو او افسرانو تنخواه يې پورته کړه. په اردو کې يې د خدمت دوره دوه کاله وټاکله. ویلای شو چې امیر شیرعلي د نورو اصلاحاتو تر څنګ د اردو په جوړولو کې هم ډېرې هلې ځلې وکړې؛ خو د انګرېزانو د مداخلو او یرغل په پایله کې اردو هم له منځه لاړه او امیر محمد یعقوب خان د امير تر مړینې وروسته ونه شو کولای چې د خپل پلار په لاس جوړه شوې اردو وساتي. تر څو واک امیر عبدالرحمن خان ته ورسېده.

امیر عبدالرحمن چې فولادي امیر لقب يې هم ګټلی و، له دې خاطره و چې غښتلې اردو يې لرله او د اردو جوړولو ته يې کلکه پاملرنه کوله، ټول مقاومتونه يې د اردو په واسطه مات او قوي مرکزي حکومت يې رامنځته کړ. د وسلو جوړولو لپاره يې فابریکه جوړه کړه او غښتلي ځواکونه يې رامنځته کړل. له اردو به يې په خپله مواظبت کاوه.

د ده زوی امیر حبیب الله خان د خپل واک پر مهال هم د نوموړي په لاس جوړه شوې اردو وساتله او تر څنګ يې حربي ښوونځی هم جوړ کړ.

د خپلواکۍ جګړه هم د ټول ملت په مرسته د همدې اردو په لاس بریالۍ شوه. خو له بده مرغه د سقاو د زوی د بغاوت په پایله کې اردو کاملا له منځه لاړه، ټول امکانات يې تالا والا شول. تر څو محمد نادرخان له سره د خپلې واکمنۍ پر مهال د اردو جوړولو ته پاملرنه وکړه او یوه نسبتا ښه اردو يې رامنځته کړه، چې د هغه وخت غوښتنې یې پوره کولای شوای.

د نادرخان تر شهادت وروسته د سردار محمد داودخان د صدارت په لس کلنه دوره او بیا د داود خان د جمهوري ریاست په دوره کې اردو ته د وسلو له پلوه ډیره پاملرنه وشوه. خو له بده مرغه د اردو د افسرانو او سرتېرو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کېدله. تل به افسران د اقتصادي ستونزو له کبله مايوسه او تر فشار لاندي وو او له بله پلوه همغه د ټول وخت ناروغي چې نوم يې بې اتفاقي دی د داودخان او سردار عبدالولي تر منځ د دې باعث شو چې اردو ته ستر زیان ورسېږي.

داودخان په ډېر شمېر افسران اعدام او یا زندان ته ولېږل. له دې سره اردو کمزورې او د داودخان له واک څخه بیرون شوله، چې په پایله کې يې له بده مرغه د ده او د ده د کورنۍ په نابودۍ هر څه پای ته ورسېدل.

تر ۱۳۵۷ل کال وروسته اردو:

له ۱۳۵۷ ل کال څخه وروسته اصلا یوه ګوندي اردو رامنځته شوه، هغه څوک چې به ګوندي نه و د شک او د دښمن په سترګه ورته کتل کېدل. که څه هم اردو د ښوونې او روزنې او د مډرنو وسلو له پلوه په سیمه کې بېسارې وه. خو د ټول ملت لپاره په اردو کې ځای نه و. که به ګوندی و د باور وړ به و او که نه د اردو لپاره مناسب نه ګڼل کېده. دې حالت اردو ته ستر زیان ورساوه.

په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته اردو خپل پخوانی برم او افغاني هويت له لاسه ورکړ، یوه اجیره او په شوروي اتحاد پورې تړلې اردو وبلل شوه.

د اردو د افسرانو او سرتېرو سرښندنې چې د هېواد د ساتلو او هېواد ته د چوپړ په خاطر وې، په سیند لاهو شوې. له دې وروسته هر افسر او سرتېري ته د شورویانو د ګوډاګي په سترګه کتل کېدل. که هر څومره به یو افسر د هېواد په خدمت کې و، بیا به يې هم خدمت د شوروي تر یرغل وروسته د هېواد لپاره نه حسابېده. د وسلو له پلوه بېسارې خو د پرسونل له خوا کمزورې اردو رامنځته شوه.

د شورویانو د وتلو وروسته:

د جلال اباد په جګړه کې کله چې د بهرني تجاوز مسئله رامنځته شوه اردو خپله افغاني وړتیا ښکاره کړله.

خو هغه مهال چې په اردو مجاهدین رانازل شول. هر څه يې له خاورو سره خاورې کړل. اردو په خپله لار لاړه او تجهیزات يې هم په بازارونو کې لیلام شول.

ځکه مجاهدینو خو اصلا له اردو سره علاقه نه درلوده او نه يې د روزلو لپاره کوم پروګرام درلود. وسلې يې هم د اره کولو تر څنګ په کورنیو جګړو کې له منځه یووړې. دې حالت تر هغو پورې دوام وکړ، چې په ۲۰۰۱ م کال امریکایانو پر افغانستان راودانګل. دوی تنظیمي جنګیالي درلودل، چې یوازې په کورنۍ جګړه کې وکارول شول.

د امریکایانو په شل کلنه دوره کې د افغانستان اردو:

د بن په کنفرانس کې د پاکستان په خوښه د ملي اردو شمېر ۷۰ زره تنه او پولیسو ته ورته د یوه ټوپک سره وټاکل شو. د اردو په لیکو کې هوايي، توپچي، زرهدارو، انجنیرۍ، مخابرې، کشف، استخباراتو، د جوړونې او حفظ و مراقبت برخو ته ځای ورنه کړل شو. هرڅه په بیړه ترسره شول. پلان جوړونه هم لنډمهالې وه.

د ۷۰ زریزې اردو لپاره د ۲۰۰۲ م کال د جنورۍ پر ۱۳ مه هڅې پیل شوې. په لومړي سر کې د شمال ټلواله دې ته چمتو نه وه چې پخواني افسران او یا نوي سرتېري د اردو په لیکو کې شامل شي. دوی ټینګار کاوه چې د دوی مجاهدین دې د اردو په صفوفو کې شامل او نورو ته اړتیا نه شته. خو د نړیوالې ټولنې د فشار په پایله کې دوی دې ته چمتو شول چې له سره د ملي اردو جوړولو ته غاړه کېږدي. خو له بده مرغه دوی پخواني د تجربې وړ افسران د بېوسلې کولو د پروګرامونه (DDR) او ډایاک په نامه له اردو څخه وشړل.

بې تجربې او د قومیت له مخې يې اردو ته په جلب او جذب پیل وکړ. د قومیت په نامه ډېر غیرمستحق او کاملا بېسواده کسان اردو ته جذب شول. حتی ګڼ کسان یې پر لوړو څوکیو وګمارل شول، چې دغې مسئلې د پیاوړې اردو د جوړولو مخه ډب کړه. د دې پر ځای چې یوه ملې، غیرسیاسي، غیرتنظیمي او له باتجربه کسانو څخه اردو جوړه شي، بلکې دوی په سیاسي ډلو پورې تړلې اردو جوړه کړه.

د دفاع وزیر پښتون، لوی درستیز تاجک، بل يې هزاره او په دې ترتیب يې دوام ورکړ. د ملي یووالي حکومت سره پنځوس- پنځوس برخه هم پر ور اضافه شوله.

کله چې جګړې ډېرې شوې او د بهرنیانو تلفات ډېر شول، امریکایانو دې ته غاړه کېښوده چې ځینې صنفونه په اردو کې وراضافه او شمېر يې هم ۱۹۵ زرو تنو ته پورته کړي. خو بیا هم دوی اساسي صنفونو لکه هوايي، توپچي، زرهدار، استخباراتو او حفظ و مراقبت برخې ته پاملرنه ونه کړه.

په ۲۰۱۴م کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد پر مهال هم امریکایانو خپلې ژمنې چې د اردو اکمال او د ټولو صنفونو رغول وو، عملي نه کړې. دوی د افغانستان پر هوايي ځواکونو سمه پانګونه ونه کړه او د ترمیم لپاره به يې چورلکې اماراتو او الوتکې پرتګال ته وړلې، چې دا کار هم ډېر ګران تمامېده او هم یې ډېر وخت نیوه.

د دې تر څنګ امریکایانو لوټه ایښوده او له اوبو تېرېده، دوی حتی د سپکو وسلو لپاره مهمات هم له امریکا څخه اکمالول. دوی یوه کوچنۍ کارخانه هم د مهماتو لپاره جوړه نه کړه. د سوخت موادو او مهماتو لپاره ذخیرې هم جوړې نه شوې. د دې لپاره چې اردو کاملا پر دوی متکي وي دوی د اردو لپاره د يوې- يوې میاشتې معاش بانک ته لېږه او د يوې اوونۍ لپاره به يې د سونګ مواد اکمالول.

د وسلو او وسایطو لپاره د ترمیم چارې د يوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا تر سره کېدې. ترفیع او مقرري د سلیقې له مخې تر سره کېدې. په ۱۳۹۶ ل کال د ملکي سازۍ، د ځوانانو او ښځو ته د حقوقو د تامین په نامه اردو په سینه پرېوته. امریکایانو په مختلفو پلمو په لوی لاس د اردو د کمزوري کولو لپاره کار کاوه. له يوې خوا سختې جګړې، لوړو تلفاتو، لوی فساد، کمزوری حکومت، بې اتفاقي، د قومیت په نامه ټاکنو، د بې تجربه کسانو ځای پر ځای کول، د امکاناتو نه شتون، د امریکا پر مرستو متکي اردو، د جنګسالارانو او زورګویانو شتون او له دې سره د امریکایانو دسیسو دې ته زمینه برابره کړه چې یو ځل بیا د ۱۳۷۱ په څېر په یوه تفاوت چې هلته هم پرسونل متلاشي شو او هم وسلې په بازارونو لیلام شوې دا ځل ټوله اردو متلاشي خو وسلې فکر کوم تر ډېره حده وساتل شوې.

په ۱۳۹۶ کې کله چې د تقاعد مسئله را مخې ته شوه، ما د دفاع ښاغلي وزیر بهرامي صاحب ته د رسمي مکتوب په ذریعه وویل چې دا پروسه د اردو په ګټه نه ده. که چېرې دا پروسه دوام کوي زه د دفاع وزارت د ویاند او د ستراتیژیکو اړیکو ریاست د رئيس په توګه کار نه کوم او زیاته مې کړه چې ماته یا تقاعد یا تبديل او یا ما احتیاطو ته ولېږئ. له يوې نیمې میاشتې وروسته زما د ډېر ټینګار په پایله کې یې زما نوم هم تقاعد په لست کې ور اضافه کړ.

د دې خبرې شاهدان په خپله بهرامي صاحب او د دفاع وزارت اکثره جنرالان او افسران دي. د کمپاین پر مهال هم ما جمهور رئیس ته یو جنرال وښوده چې ایا دا د تقاعد وړ و، د دې خبرې شاهدان هم نږدې ۵۰۰ تنه افسران او جنرالان دي. زه له مسوولیت ځان نه خلاصوم خو څه چې زما دنده وه ما په پوره ایماندارۍ، تر سره کړې ده. وايي پلار دې سپرو مړ کړ که پلیو، وايي زموږ له کاره يې وویست که پلیو مړ کړ او که سپرو.

د اردو د متلاشي کېدو مسولیت تر ډیره په امریکایانو او په دوه سري او د کرزي صاحب په یو سري حکومت پورې اړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button