د ښځو دغه کړنې نارينه ځان ته جذبوي

ډيری ښځې د نارينه و (خاوندانو) د زړه لاس ته راوړلو لپاره جامو او سينګار ته اهميت ورکوي. خو د یو شمیر وروستۍ څیړنو له مخې د میرمنو دغه لاندې معيارونه هغه څه دي چې شايد پر سړيو ډير تاثير ولري.

کله چې خاندي

هغه څېړنې چې د کلمبيا په بريټيش پوهنتون کې ترسره شوې ددې ښکارندويي کوي، چې سړي هغه وخت ښځې ځان ته جذبوي، چې خاندي. د يوه سړي لپاره هغه وخت اسانه ده چې يوې ښځې ته هغه وخت نږدې شي چې خاندي.

کله چې ساده او بې سنګاره وي

په ځينو ځايونو کې د رسمي جامو اغوستل، آرايش او نور ښه وي، مګر سړي هغه ښځې خوښوي لکه چې وي. کله چې له خوبه پورته کيږي، يا له حمام څخه راوځي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې وېښتان يې خواره وي، د سړيو په نظر جذابې وي. داهم په ياد ولرئ چې د سړيو ناست او تاو شوي وېښتان نه خوښږي.

هغه چې طبيعي ښکلا لري

ترسره شوې څېړنې ښيي زياتره سړي هغه ښځې خوښوي، چې سينګار نه لري يا يې کم لري. څېړونکو ۴۴ ښځې وټاکلې او له هغو يې وغوښتل چې سينګار وکړي، وروسته يې له هغوی څخه په سينګارکې او بې سينګاره عکسونه واخيستل، په دې عکسونو کې دری معيارونه په نظر کې نيول شوي وو:

صفر سلنه سينګار، ۵۰ سلنه سينګار او ۱۰۰ سلنه سينګار. وروسته سړيو ددې تصويرونو څخه يې يو د خپلې ډلې لپاره وټاکه: له خوښونې وروسته معلومه شوه هغه عکس چې کم سينګار يې لاره د (زما لپاره غوره عکس) لپاره وټاکل شو. نو که چېرې ښځې غواړي د نارينه و زړه لاس ته راوړي له زيات سينګار کولو دې ډډه وکړي.

کله چې خوش طبيعته وي

هغه ښځه خوش طبيعته وي، د سړيو په نظر دوی ته جذابه وي. د پنسلوانيا په پوهنتون کې شويو څېړنو ښودلې شوخ طبعيه خلک، جذاب وي او ددې احتمال يې زيات وي، چې زيات ملګري پيدا کړي. پوهانو له ۲۵۰ ښځو اونارينه زدکړيالانو سره مرکې وکړې او معلومه شوه، چې خوش طبيعتي مهمه ځانګړنه ده چې زيات خلک د هغې په لټه کې وي.

کله چې ظاهري ورته والی لري

ډير وخت هم متضاد اړخونه يو بل نه جذبوي. په ايليونويز پوهنتون کې ترسره شويو څېړنو کې پوهانو خلکو ته د بېلابېلو کسانو تصويرونه وښودل او له هغوی څخه يې وغوښتل هغه ځانګړنې چې ددوی لپاره جذبونکې دي هغه په نښه کړي. دغو کسانو هغه تصويرونه خوښ کړي و، چې له دوی سره يې ورته والی لاره.

کله چې په غوسه شي

د سړيو له نظره کله چې ښځه په غوسه شي، جذابيت پيداکوي، په تېره هغه ښځې چې ځواکمنې او قوي شخصيت ولري. د سړيو تل هغه ښځې خوښيږي، چې ځواکمن شخصيت ولري او همېشه څه نه مني.

کله چې کومه خاصه ځانګړنه ولري

څېړنو موندلې، سړي هغو ښځو ته لومړيتوب ورکوي چې يوه خاصه ځانګړنه ولري. په دې څېړنه کې له ۱۱۵ کسانو څخه وغوښتل شول چې د کسانو فروفايلونه وڅېړي او وروسته يې ارزيابي کړي. ټولو کسانو هغه میرمنې ټاکلي وي، چې ځواکمن شخصيت، خاصه ځانګړنه او کمال يې لرله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button