هغه لس شيان چې پر ښځو حرام دي

۱-د خپلو خاوندانو نافرماني:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: صدقه ورکړئ، ځکه چې د دوزخ ډیری خلک مې تاسو ښځې ولېدئ هغوی (ښځو) پوښتنه وکړه ولې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو د میړونو څخه نافرمانۍ کوئ (بخاري(

۲- یواځې والی د نا محرم سره:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هیڅ سړی دې د یوې (نامحرمه) ښځې سره یواځې نه کېني، او هیڅ یوه ښځه دې بې له محرم څخه سفر نه کوي (بخاري(

۳- دهمبسترۍ رازونه ښکاره کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: د قیامت په ورځ د الله (ج) په وړاندې د ارزښت له مخې تر ټولو بد (ناوړه) سړی او ښځه هغه دي چې په خپلو کې سره یو ځای کېږي(همبستري کوي) او بیا د خپلې همبسترۍ یو ځای کېدنې رازونه افشاء (ښکاره) کوي.

۴- د نامحرمه سړیو سره کیناستل

)که څه هم خپل لیور وي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ښځو څنګ ته د تللو څخه ځانونه وژغورئ، د انصارو څخه یو تن پوښتنه وکړه، د مېړه د خپلوانو په اړه څه وایې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مېړه خپلوان مرګ دی (بخاري(

۵- خپل خاوند ته د پردو ښځو بیان کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې هیڅ یوه ښځه دې د بلې ښځې بدن ته په داسې ډول نه ګوري چې وروسته یې بیا خپل مېړه ته داسې بیان کړي لکه چې هغه یې ګوري( بخاري(

۶- سړو ته په شهوت کتل:

الله پاک فرمایې (وقل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن یحفظوا فروجهن) دالنور سورة ۳ الایة

ژباړه:

ووایه مؤمنو ښځو ته چې د خپلو سترګو حفاظت وکړي (د حرامو څخه) او وساتي شرمګاهونه خپل (د نارواوو څخه(

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: سترګې زنا کوي، او د سترګو زنا ناروا نظر او کتل دي (مسلم(

۷- سړو ته لاس ورکول:

الله پاک فرمایې: او اذا سألتموهن متاعاً فاسألو هن من وراء حجاب (الاحزاب ۵۳ آیة(

ژباړه: او کله چې تاسو له دوی (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو) څخه د ضرورت څه غواړئ نو د پردې تر شا یې وغواړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې(زه ښځو ته لاس نه ورکوم) الترمذي.

۸- د کور څخه د وتلو په مهال د عطرو( خوشبوي) استعمالول

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: کله چې ستاسو( ښځو) څخه یو څوک مسجد ته ځي نو پر ځان دې خوشبويي (عطر) نه لګوي [مسلم{

۹- د مېړه څخه د طلاق غوښتنه:

)بې له کوم شرعي عذر اودلیل څخه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هر هغه ښځه چې بې له کوم شرعي عذر څخه له خپل مېړه څخه طلاق وغواړي نو جنت پرې حرام دی ( ابوداؤد، الترمذي(

۱۰- د خاوند په شتون کې د هغه د اجازې پرته کور ته څوک داخلولو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: ښځې ته روا نه دي چې مېړه یې په کور کې وي او پرته د هغه له اجازې څوک کور ته را ننباسي( بخاري، مسلم(

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button