جنت په تاريخ كې

لیکوال : ډاکترمبارک علي

ليكوال: ډاكتر مبارك علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

په پهلوي ژبه كې فردوس داسې باغ ته وايي چې ديوالونه ورنه تاو دي، د ميوو له ونو، ګلونو، فوارو او مرغانو ډك دى. ښځې او نارينه پكې له يو بل سره خوشحاله ژوند تېروي.

په عربي كې هم جنت د ونو باغ ته وايي، او يا داسې وړه ساحه چې كجورې پكې ولاړې وي.

د يونانيانو ، يهودو او عيسايانو په ټولنو كې د جنت په اړه درې بېل تصوره موجود دي. يو ګومان دا دى چې وو نه وو يو وخت په همدې خاورينه مځكه باندې زرينه زمانه وه. په زرينه زمانه كې وګړيو له يو بل سره نۀ جنجال كاوۀ ، نۀ رقابت، او نۀ يې له يو بله كركه كېدله. د ټولو ښځو او نارينه وو بې كړپه ، خوشحاله ژوند و. د خوړو پريماني وه. راچاپېره طبيعت له رنګونو او ښايستونو مالامال و. د انسانانو په ټوليزه او شريكه حافظه كې د طلايي عصر خاطرې خوندي دي ، ځكه خو بشر په هغه وخت پسې چې بې كشمكشه، كرار ژوند يې كاوۀ ، سړې ساوې باسي.

د جنت په اړه بل تصوردا دى چې دلته په مځكه باندې داسې ټاپوګان وو چې بشر پكې بې خاره، بې جنجاله، ارام ژوند تېراوۀ. دريم تصور جنت د اليزې د ميدانونو ( اليزين فيلډز) په بڼه انځوروي. په دې ځاى كې دنيايي پرابلمونه نشته او د تلپاتې كرارۍ لمر پلوشې شيندي.

د زرينې زمانې په اړه رومي شاعر هيسيود وايي چې په هغه وخت كې انسان: د خدايانو غوندې بې غمه زړۀ او بې زياره ، بې كړاوه ورځې شپې تېرولې.

افلاطون په خپل كتاب (سياست) كې زرينه زمانه د كرونوز (په يوناني اساطيرو كې د وخت رب النوع چې انسانان د دۀ په وخت كې پيدا شول. ژباړن) د واكمنۍ زمانه ياده كړې ده چې هلته : د مېوو پريماني وه او خلكو ډېروخت په ازاده هوا كې، بې جامو، بې بسترې او بې بړستنې ژوند كاوۀ.

راوروسته بيا د مسيحي دين عالمانو د مځكې په سر چېرته لرې، نا معلومه سيمه كې د يو داسې خاورين جنت په وجود تاكيد وكاوۀ چې د بشر له ګوتو وتلى دى. دې جنت ته يوازې ځينو كسانو له خاصې اجازې وروسته لاره موندلې ده. له يوۀ بل ليد لوري سره سم، خداى پاك خاورين جنت اسمان ته خېژولى او انسان يوازې له مړينې وروسته دا چانس لرلاى شي چې ورشي.

په منځنيو پېړيو كې مسيحي علماوو عقيده لرله چې مځكنى جنت د عدن باغ دى چې په خاورينه كره باندې يو چيرته شته. په ۱۱۶۵ ميلادي كال دا عقيده عامه وه چې د عدن باغ په اسيا كې د پرسټر جون ( دا د اروپايانو يو افسانوي شخصيت دى چې ويل كېدل په اسيا كې د مسلمانانو او غير مسيحيانو په منځ كې پټ يوۀ عيسوي قام باندې واكمني كوي. ژباړن ) په قلمرو كې او يا په يوۀ معلوم ټاپو كې دى. دغو باورونو او ګومانونو د خاورين جنت د لټون او په بحر و بر كې د اكتشافاتو شوق پيدا كړ.

كله چې امريكا وموندل شوه ځينو كسانو خاورين جنت په برازيل كې وليد او ځينو نورو په كپ هرموسو كې . امريګو وسپوشي (د فلورانس سوداګر او سمندر ګرځى و. په ۱۴۵۱ كې دنيا ته راغى. يو شپېتۀ كاله يې عمر وكړ. دۀ د پرتګال د پاچا په خدمت كې څو ځله نوې دنيا ته سفرونه وكړل. ځينې كسان وايي چې د امريكا نوم د دۀ له نومه اخيستل شوى دى، خو اكثره دا نظر نه مني. ژباړن ) په خپل يوۀ ليك كې كاږي چې: مهربانه خاوره ، په خورا دنګو بې شمېرو ونو پوښلې، داسې ونې چې پاڼې يې كال دولس مياشتې شنې دي ، خوږ و معطر بوى ورنه خپرېږي، او مزه ناكې مېوې يې په څانګو زانګي چې صحت ورسره ښه كېږي. د ګڼو وښو يو شين ميدان چې له ګلونو مالامال دى او په زړۀ پورې خوشبويي يې سپږمې نازوي. د ډول ډول مرغانو لوى لوى سيلونه چې د بڼكو، رنګونو او غږونو د بيان قدرت يې له چا سره نشته. زما په نظر، زۀ د خاورين جنت په څنګ كې وم.)

په منځنيو پېړيو كې برابرې شوې نقشې ، د خاورين جنت احتمالي ځايونه راښيي . له دغو نقشو سره سم، خاورين جنت په ايتوپيا كې، يا په عراق، ارمنستان، فلسطين يا جنوبي امريكا كې دى.

مسيحي عالمانو په دې هم بحثونه كړي دي چې خداى پاك جنت كله خلق كړ او ادم و حوا يې څۀ وخت ورنه وايستل. دوى د ادم وحوا د قد په اړه او د خلقت په وخت كې د عمر په اړه نظرونه څرګند كړي دي او په دې يې غور كړى دى چې ايا په جنت كې ناورغي وه ؟ او ايا ادم و حوا په جنت كې څۀ كار كاوۀ كه وزګاره وو؟

مارتين لوتر( د شپاړلسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي عيسوي عالم چې د پروتستانت مذهب اساس يې كېښود) استدلال وكړ چې كه ادم وحوا ګناه نه واى كړې نو انسانانو به په مځكه باندې زحمتونه نۀ ګالل، كتاب ته به يې اړتيا نه وه، د ابدي حكمت خاوندان به وو.

دغه وخت يو بل سوال پيدا شو چې د جنت ژبه كومه وه؟ ځينو وويل چې عبري تر ګردو پخوانۍ ژبه ده او په همدې دليل خداى پاك له ادم سره په عبري خبرې كړې دي. خو دې ځواب د بېلو بېلو ملكونو نشنلسټان خوشحاله نكړل. دوى هڅه وكړه چې دا ثابته كړي چې په جنت كې سويډني، دنماركي او فنلنډي ژبې چلېدلې.

په جنت كې د نر او ښځې د برابرۍ پوښتنه هم راپورته شوه. ځواب دا و چې كه حوا بي بي ادم عليه سلام ګناه ته نه واى لمسولاى نو بيا به د دواړو حيثيت مساوي و. خو د حوا رول د ښځو درجه راټيټه كړه. البته د ښځو د دويم درجه ګڼلو لپاره دا استدلال هم وشو چې دا د فطرت تقاضا ده چې حوا بايد د ادم اطاعت كړى واى.

څرنګه چې په فيوډالې اروپا كې شخصي جايداد مقدس تصور شوى و نو دا سوال راپيدا شو چې ايا په جنت كې شخصي ملكيت و ؟ د دې پوښتنې په ځواب كې سنټ امبروس ( د څلورمې پېړۍ مسيحي عالم ، ژباړن ) ويلي وو چې په جنت كې شخصي جايداد ته اړتيا نه وه. خو په اوولسمه پېړۍ كې په دې نظر كې اصلاح راغله او وويل شول چې كه به چا له يوې ونې د ميوې د ټولولو حق درلود نو د دې ونې د ملكيت حق هم ورسره و او چې خبره داسې وه نو كه له دۀ بل چا دا مېوه تروړلې واى، هغه ګناه كوله.

دغه نظرونه راښيي چې د خصوصي ملكيت موسسه په ټولنه كې پوره پياوړې شوې وه او كليسا يې ملاتړ كاوۀ .

په اوولسمه پېړۍ كې اروپايي عالمانو په بايبل او د خلقت په اړه د بايبل په نظريې نيوكې وكړې چې په خاورين جنت باندې باور ورسره كمزورى شو او د ورك جنت د موندلو په ځاى په مځكه باندې په خپل لاس جنت جوړولو ته پام واوښت، نو داسې باغونه ودان شول چې د جنت په اړه د بشر تر پخوانو تصوراتو ښكلي وو.

په اروپا كې، په ۱۵۳۳ كې په ونيز كې، په ۱۵۴۵ كې په پداوو كې ، په ۱۵۴۶ كې په پيزا كې او په ۱۵۷۵ كې په پاريس كې د ونو، بوټو باغونه كېښودل شول.

په هند براعظمګي كې مغولو يو شمېر جنت نظيره باغونه كېښودل چې ونې، فوارې، ويالې او ګلونه يې لرل او دوى به په فخر سره دعوه كوله چې كه د مځكې په مخ جنت وي نو همدا ځاى دى ، همدا ځاى دى ، همدا ځاى دى.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button