زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

ع. ذهين
ځينې خلګ له ژونده نارضه وي، او فکر کوي چې ګواکي ټول مشکلات يوازې دوی تيروي، خو داسې نه ده د نړۍ ټول خلګ مشکلات لري، د نړۍ ټول خلګ له ستونزو سره مخ کېږي، خو د هغوی د برياليتوب لامل دا دى چې لاندې څلور خاصيتونه يې حذف کړي؛ راځئ دا څلور ځانګړتیاوې وپيژنو او له ژوند څخه يې لرې کړو څو موږ هم په خپل ژوند کې خوشاله او بريالي انسانان واوسو.
هغه څلور خاصيتونه دا دي:

1- د نورو لپاره ژوند کوو:
ژوند په هر ځاى کې او د هر چا لپاره بيل دى، او هر څوک د خپل ځان لپاره ژوند کوي، خو ځينې بيا د ژوند په هره برخه کې نور خلک او حتى خپل دوستان دخيلوي، مثلاً وايي که پلانکی کار وکړم پلانی به څه وايي، خلګ به راپسې بد وايي، خلکو ته به کم راشم، خلګ به راپسې وخاندي… او په لسګونو داسې نور دليلونه، دا هغه څه دي چې موږ نه پريږدي آزاد، خوشال او په خپله خوښه ژوند وکړو، چې بالاخره په ژوند کې د زياتو ستونزو او د ناهيلۍ سبب کيږي.

2-ناسالم رقابت او له نورو سره د ځان مقايسه:
هغه څه چې الله ج موږ ته راکړي په هغو شکر نه باسو، او هميش لوړو ښاخونو ته لاس اچوو، او دا فکر کوو چې پلانى دا څه لري زه يې ولې نه لرم؟
پلاني دا کار وکړ زه يې ولې نشم کولاى؟
دا او دې ته ورته په سلګونو نور مثالونه شته چې موږ نه پريږدي له خپلو امکاناتو او ژوند څخه خوند واخلو، او خوښ و اوسو.

3-هميش د دې انتظار کوو چې بل څوک دې موږ ته خوښي راکړي:
دا نظر کاملاً غلط دى، زموږ د ژوند جوړونکي او د خوښۍ راوستونکي يوازې موږ خپله يوو، نور خلګ نه زموږ ژوند راته جوړولاى شي او نه خوښي راکولاى شي، موږ دا هرڅه هغه وخت کولاى شو چې هيڅکله ماتې و نه منو، هميش قناعت او هڅه وکړو، هيڅکله له نورو دا تمه او توقع ونه لرو چې دوى دې موږ ته خوښي راکړي، د خپل ځان د خوښۍ او برياليتوب لپاره خپله هڅه او تلاش وکړو.

4-ځان له نورو کم ګڼل:
دا خاصیت تر ټولو خطرناک دى، خپل ځان هيڅکله کم مه ګڼه، خپل ځان ته په خپله ارزښت ورکړه، په خپل ځان اعتماد او باور انسان لوړو پوړونو ته رسوي، تاسو د خپل ځان او نړۍ اتلان ياست، د نړۍ ټول خلک يو شان خلاقيت لري، څه چې نورو خلکو کړي موږ يې هم کولاى شو، څه چې نورو زده کړي موږ يې هم زده کولاى شو، فقط فرق به يې دا وي چې نور خلک لږ تر موږ مخکې بريالي شوي او موږ ورپسې لږ وروسته بريالي کيږو، په ماتې هيڅکله باور مه لرئ، هميش په خپل ځان باور او اعتماد ولرئ او دا نظر ولرئ چې هميش به بريالي کيږو انشاءالله.

له حوصلې او لوستلو څخه مو مننه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button