چهارشنبه, جنوري 20, 2021
  • د ننه کیدل
انځور ویب پاڼه
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
انځور ویب پاڼه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
کور پاڼه اسلام اومذهب

د اسلام د پنځه بناوو کې د دنیوي ژوند ګټې

انځور پاڼه لیکنه انځور پاڼه
نوومبر 8, 2020
in اسلام اومذهب
د لوستو اټکلي وخت1
A A
0
د اسلام د پنځه بناوو کې د دنیوي ژوند ګټې
Share on FacebookShare on Twitter

غواړم چې په لاندې ټکو کې هغه انسانانو ته یو څه لنډ معلومات ورکړم چی اوس له خپل دین یعنی اسلام څخه خپلې پښې سپکوی ، . زه غواړم چې دغه معلومات په لاندې توګه د اسلام په پنځو بناوو (۵) کې د اسلام ګټې په دنیوی ژوند کې په پرتلیزه توګه روښانه کړم،چې د اسلام دین نه یواځې چی زموږ د اخروی ژوند د بریالیتوب زیرې راکوی بلکې په ننی ژوند کې یی هم انسانانو او موجوداتو ته له حد او برید نه زیا تې ګټې شته دي یو څوک چې یو تعمیر جوړوي بیا هغه ته یو ځانته مدیریت جوړوي چې هغه ته په دری او عربی ژبه کی حفظ او مراقبت وایي د هغه دنده دا وي چی د دغه ودانۍ هر ډول خرابۍ ته متوجې وي او پخپل وخت سره د هغې د خرابۍ له ژرغورلو هڅه کوي الله تعالی چی انسان جوړ کړلو او دې دنیا ته یې را ولیږلو د هغه د حفظ او مراقبت لپاره الله تعالی انبیاء، کتابونه او داسې څه را ولیږل چی واقعا د انسان د ژوند په هر اړخ کې هغه پوره د انسان دژوند د ساتنې وعده ورکوي .
1) اوله کلمه طیبه ده دغه هغه عقد او قرار داد دی چی د انسان او دهغه د معبود تر منځ تړل کیږي چی په هغه کې د اسلام د دین ټولو احکامو ته پوره غاړه ایښودل کیږی او بیا دغه ډول انسان ته پوره سکون ور په برخه کیږي او هغه ته له دغه ژوند وروسته هم د ښه امید زیری ورکوي چی هغه د اخروی ژوند د جنت امیتاز دی . هرڅو ک چی دغه ډول قرار داد یې نه وي لاسلیک کړی هغه په ډول ډول رواني او عصبي ناروغیو اخته وي هغه د ژوند منظمه تګلاره نه لري او کله په یو او کله په بل باور کوي کله یې خپل دین ورته باطل ښکاري خو د اسلام دین چی ۱۴۰۰ کاله مخکې را نازل شوی دی بیا ترننه هیچا هم په دغه دین کې یوه وړوکې خالیګا او منفی اړخ ندی موندلی، او که لږ غوندې تېروتنه يې هم پکې موندلی وای یا ومومی نو بیا د نن ورځې د ابوجهل زامنو او فرعونیانو به له هغه نه لویه ګنګوسه جوړه کړی وای . خو داسی دینونه هم شته چی هغه خپل دین ته په تشویش کې دي د هغو خدای کله یو حیوان وي یا جامدڅیز وی (بت)، هندوان چی ددوی په اصطلاح غواګانی یا بوتان د دوی خدایان دي او یا هم عیسویت د دین پلویان چی کله له خپل پیغمر نه د خدای زوی جوړي او کله یی د خدایی مرتبی ته خیژوی دوی د همدغې بې نظمۍ له امله د زړه سکون نه لري او نه د خپل دین په وړاندی تراوسه له خپل ځان نه تیر شویدی یعنی دا معنی چی د هغوی دین د دوی په وړاندی بی معنی څیز دی .

2) د اسلام له بناوو څخه دویمه بناء لمونځ دی چې الله تعالی په ټولو مسلمانانو باندې په ورځ کې پنځه وخته فرض کړیدی، د لمانځه طبی ګټې: د روغتیا له پلوه اودس کول د لمانځه شرط دی چی پنځه وخته انسان د هر ډول چټلۍ او میکروبو څخه ساتي انسان ته په ژوند کې مهال ویش ورته ښیی د روغتیا له پلوه انسان د ښه بدنې روزني پر مخ بیایی او په لمانځه کې هغه حرکات لکه سجده چی د انسان د سر ټول هغه مثبت چارجونه د مځکی له منفی چارج سره خنثی او د انسان لپاره د راحت سبب ګرځي او په هغه وخت کی د دماغ نسج د وینی په جریان ښه خړوبه کیږی، چی دا هم د طب له نظره د انسان لپاره پوره آرامي وربښي او د رکوع حرکات د ملا د مهرو ښه پاملرنه کوي لنډه داچی که ښه ترسره شي له حد او بريد نه زیاتې ګټې لری چی اوس هغه خلک چی اسلام نه مني خو دغه لمونځ یی د خپل بدن د ښې روزنې په موخه ترسره کوي .

3) دریمه بناء روژه ده : روژه الله تعالی په ټولو عاقلو بالغو مسلمانانو باندې په یو کال کې پوره یوه میاشت فرض ګرځولې ده ددې ګټې زیاتې دی خو زه به یې د یو څو یادونه وکړم ، د معدې دندې ته پوره توجه او پاملرنه د معدې لپاره د استراحت یوه کلنۍ دوره ده چی په دغه دوره کې د معدې ټپونه ښه رغیږی او د بدن هغه اضافی شحم چی په رګونو او د بدن په نورو برخو کې اضافه بار زخیره شوی دي له منځه ځی چی د وینی فشار او د شکرې ناروغی په وقایه او درملنه دواړو کې ډېر رول لري په حدیث شریف کې راځی رسول الله فرمایی (قال رسول الله (ص) نحن قوم لا ناکل حتی نجوع و اذا اکلنا لانشبع الحدیث) یعنی رسول الله ص فرمایی: چې موږ یو قوم یو ترهغه پورې نه خورو تر څو وږی نشو او چی کله طعام غذا خورو نو بیا ځان نه مړوو ) انسان ته د لوږې ،تندې او استقامت درس ورکوي او د وږيو انسانانو د ژوند له حاله یی خبروي. د شپی تهجد یی د زړه د نارغیو مخنیوی کوي لکه چی اوسنی ساینس ثابته کړی ده چی اکثرا د زړه حملې د شپې له څلورو بجو تر سهاره ۱۰ بجو پورې راځي(۱ماخذ) او دلیل يې دا ښودلی چی څومره انسان په دغه وخت کې د استراحت په حالت کې وي نو د انسان په بدن کې د الدسترون په نامه هورمون افرازیږی چی هغه د رګونو په کولسترولو باندې تاثیر کوي او د کولسترول ټوټې بی ځایه کوي اوهغه بیا د رګونو د بندښت سبب ګرځي نو الله تعالی ټولو انسانانوته نه یواځې، چې د اخرت اجر او بدلی وعده ورکوي له دغه ډول استراحت مخه هم نیسی چې د بدن د ځنډنی استراحت سبب ګرځي او په هغه معین وخت، چې د سهار وختی وخت دی یا دریمه برخه د شپې هغه یی د بدن په خوځښت د عبادت په ترسرکولو زیات کړیدی تر څو د الدسترون د بی نظمه افراز مخه ونیسی .او دغه حالت ما خپله تجربه کړی دی د کابل ابن سینا په روغتون کی می درې کاله د تخصص دوره وه کله به چی نوکری وم نو اکثرا د زړه د ناروغی ناروغان به د سهارله لمانځه نه بیا تر اتو بجو پورې روغتون ته راتلل او ویل به یی چی دومره شدید درد را ته پیدا شوبیا می ژامې او لاس ته سرایت وکړ چی له خوبه یی پاڅولوم او خولې می ورسره وکړلې او نفس می ورسره قید شو .. موږ په طبی اصطلاح ورتهChest Pain وایو چی بیا IHD ( ischemic heart disease ). تر اخره تاریخچه .

4) څلورمه بناء د اسلام زکات دی الله تعالی زکات ورکول په مسلمانانو چې د زکات نصاب ولري فرض کړی دی لکه لمونځ کول حضرت ابوبکر صدیق رض به ویل چی که څوک د لمانځه او زکات ترمنځ په امر کی لږ هم شک وکړي نو زه به ترینه سر پریکړم د نن ورځی که هر ډول د بیمیی پروګرامونه دی هغه ټول له همدغه زکاته کاپی شوی دی خو اصل یی له موږ سره په اسلام کې دی متاء سفانه چی موږ یې په کاپی پسی روان یو که دغه حکم په ښه توګه مسلمانان په ځان تطیبق کړی یو مسکین او غریب به هم په ټولنه کي پیدا نکړی او دغه زکات انسان ته د ورکړی او د خپل مال د ګټې تاوان او د هغه د بیلانس او معلومولو ښه درس ورکوی .

5) پنځمه بنا ء حج ده الله تعالی حج په ټولو مسلمانانو فرض کړی دی حج مسلمانانو ته د اجتماعی ژوند درس ورکوی د یو اوبل له حاله یی خبروی د نړی ټول وګړی یومکان ته را غونډوی چی په کال کی هر مسلمان وکولای شی د دغې فریضې د کولو پر مهال خبر کړي او د ښه سفر او مقاومت زغم صبر او نورو ملګرو سره د وخت تیرولو ښه درس ورکوي په نړی کې یو دین هم داسې لوی سمینار نلري چی ټول ادیان یې په یو ټاکلی وخت کې راغونډ شي او یو له بل سره اشناء شي . یعنی د اسلام دین تر بل هر دین د نظم او انسجام ښه دین دی . او له حج نه وروسته انسان ته یو خاص سکون پید اکیږي چی د هر ډول روانی ناروغیو په وړاند ي ډیر لوی مقاومت ښیی .

هیله ده چی زما د دغو کمو معلوماتو په سبب تاسې دې اړشی چې د الله تعالی په اوامرو کی د الله تعالی د هغه حکمتونو پلټنه وکړئ چی موږ یې هیڅ کله هم شکرنه دی اداء کړی .

له بده مرغه چې د نن عصر او زمان اهل د دغه ستر الهي دين پر ضد لويي هڅې رواني دي تر څو خلک د برحق الهي دين څخه د خپلو شومو اهدافو په خاطر شيطاني باطلو اديان ته دعوت کړي او خصوصا د عیسویت دین چی په افغانستان کی د انټرنټ په مټ ، د خلکو سره په مالي مرستو او د خارج په سفرونو او نورو هر ډول تبلیغاتو بازار ګرم کړی دی او زموږ د هيواد ځنې بزدله هیوادوال د هغوی دین ته ورځی او د اسلام سپڅیلی دین په پټه توګه پریږدي او له شرمه بیا اقرار هم نه کوي چی زه اوس عیسوی یم خو د خپل دنیوي کموګټو په مقابل کې د اخرت هغه لوی جهنم ځآنته په لوی قیمت اخلی نن ورځ جنت په کم لګښت اخیستل کیږی خو دوزخ او جهنم په لوړ قیمت ، هغه دا چې عبادت ارزانه کار دی خو هغه څوک نه کوي او ګناوې چی د ډېرو پیسو لګولو ته پکې اړتیاشته ده هغه بیا زیات کسان ترسره کوي .
په درنښت

ډاکټر عبد الرحمن رحیمی

ShareTweetShare
پخواني

سردار محمد داود د ظاهرشاه له نظره

مخته

افغانیت

انځور پاڼه

انځور پاڼه

ورته ليکنې

د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!
اسلام اومذهب

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ مهارتونه

جنوري 19, 2021
یوسف(ع) دوهم ډز
اسلام اومذهب

داسلام له نظره دغيبت ناوړتيا

دسمبر 15, 2020
هغه لس شيان چې پر ښځو حرام دي
اسلام اومذهب

هغه لس شيان چې پر ښځو حرام دي

نوومبر 15, 2020
د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!
اسلام اومذهب

د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!

نوومبر 15, 2020
مخته
افغانیت

افغانیت

محیط او چاپیریال پر یوه انسان څه اغېزې لري؟

محیط او چاپیریال پر یوه انسان څه اغېزې لري؟

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

د عقل او مغز تر منځ توپیر:

پدې اړه بحث post

وروستۍ ليکني

ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟

جګړه- لنډه کیسه

جنوري 19, 2021
هغه څه چې د نړۍ نامتو لیکوالانو او پوهانو د انسان په اړه ویلي

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

جنوري 19, 2021
ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

په بشریت کې د ژوند لار!

جنوري 19, 2021
د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ مهارتونه

جنوري 19, 2021
د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

جنوري 19, 2021

ډېر لوستل شوي

  • جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • شاه زل څوک دی ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان ولې اوربند نه مني ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملت ساتنه او که ځان ساتنه !؟؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پښتو لنډۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
انځور ویب پاڼه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

ارشیف

  • اسلام اومذهب
  • اسلامي لارښوني
  • بريښنا پاڼې
  • پښتو شعرونه
  • پښتو لنډۍ
  • پښتو متلونه
  • تاريخي ليکنې
  • ټوكې ټكالې
  • خبرتياوي او پيغامونه
  • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • سياسي او ټولنيزې ليکني
  • ښکلی غږونه
  • طنزونه او ادبي ټوټې
  • علمي او معلوماتي لیکني
  • لنډي کيسې
  • مركې
  • ویډیو
  • وېشنيزه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Create New Account!

OR

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist