د هګۍ ژیړ که سپين کوم یې ډیر ګټور دي؟

۱- هګۍ د پروټین او د غذایي رژيم لرونکو خوارکونو په ډله کې شاملیږي چې په هر عمر کې د سبا ناري لپاره غوره انتخاب شوي خواړه دي .

۲- پوهان وایي چې د هګۍ خوټول یا په اوبو ایشول ددې تر ټولو سم استعمال دی ، که چیرې په غوړو کې پخې شي نو د هګۍ په ژیړ کې ځانګړې اندازه غوړ او نور عادي غوړي ګډول په دې کې د کالوریز کچه زیاتوي ، خو په خوټول شوې هګۍ کې ۷۷ کالوریز یا ۳.۵ ګرامه غوړ موندل کیږي چې مناسب دي .

۳- که چیرې هګۍ په غوړو کې پخه شي په دې کې ۹۰ کالوریز او ۷ ګرامه غوړ موندل کیږي خو په خوټولو سره په دې کې زیات بدلون نه راځي او په خپل ګټور حالت کې پاتې کیږي .

? د هګۍ ژيړ …

۱- د یوې هګۍ په ژیړو کې ویټامن ای ، ډي ، اي ، کی ، بي ۶ ، بي ۱۲ ، فولک او داسې نور اسیدونه موندل کیږي .

۲- د هګۍ ژیړ خوړلو سره بدن د ویټامن ډي څخه برخمن کیږي چې بیا وګړو ته په لمر کې د کښېناستو اړتیا نه لیدل کیږي .

۳- د هګۍ په ژیړ کې کلسیم ، اوسپنه ، میګنیشم ، فاسفورس ، کوپر ، زنک او داسې نور مواد هم موندل کیږي چې د بدن لپاره اړین ګڼل کیږي .

? د هګۍ سپين …

۱- د هګۍ په سپينه برخه کې د کولیسترولو کچه نه موندل کیږي ، بلکه ۴ ګرامه پروټین ، سودیم ۵۵ ملي ګرامه ، ۱۷ کالوریز ، ۳.۱ ګرامه فولک اسیدونه ، ۳.۲ ملي ګرامه کلسیم ، فاسفورس ۹.۴ ملي ګرامه ، پوټاشیم ۸.۵۳ ملي ګرامه او ۶.۳ ملي ګرامه ، میګنیشم موندل کیږي .

? د هګۍ ژیړ وخوړل شي که سپین ؟

* د څیړنو له مخې د هګۍ ژیړ یې د سپين څخه زیات ګټور دي ، د میکسیکو د الینوای پوهنتون په یوه څیړنه کې ثابته شوې چې د هګۍ ژیړو څخه پرته یې یوازې سپین خوړل د خیټې یو ډول ناروغۍ « ممپس » ګواښ زیاتوي .

* پوهان زیاتوي چې د هګۍ په ژیړو کې د غوړو شتون او په سپینو کې د غوړو نشتوالي له کبله بشپړ هګۍ یوه طبیعي او ګټور خواړه دي ، باید د استعمال پرمهال دواړه وخوړل شي .

* د الینوای پوهنتون غذایي رژيم کارپوهانو په وینا چې هګۍ یو بشپړ او طاقت لرونکې غذا ده ، په هر عمر کې ددې ورځنی استعمال د بدن لپاره ګټور دی ، له همدې امله د هګۍ څخه ژیړ یا سپين لرې کول پرځای باید ددې بشپړ استعمال وشي او په دې کې د ټولو طبیعي او غذایي توکو او پياوړو اجزاو څخه ګټه پورته کړل شي .

? هګئ باید کورنئ وي بازارئ نه .

? سهار کی یی خوړل ډیر مفید دی .

? سهار کی د هګۍ خوړل نظر مو پیاوړی کوي .

? دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .

کاپي: ډاکتر حنیف طبی معلومات

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button