وهابیان څوک دي

( یوولسمه برخه)

وهابیان په افغانستان او د جهاد په کلونو کي

وهابیانو په افغانستان کي چنداني د پښې د ایښودلو او نفوذ پیدا کولو فرصت پیدا نه کړ او که یې د جهاد په کلونو کي څه جبهې او قوماندان پیدا کړي وي نو هغه هم د سعودي عربستان د پیسو برکت وو. د وهابي عقایدو د نفوذ لپاره ځکه زمینه نه برابرېدله چي هغوی د خلکو د سوونو کلونو عنعنوي عقایدو او خُرافاتو سره مخالف ول. هغوی زیارتونو ته تلل او له زیارتونو څخه مراد غوښتل شرک بلل او خلکو زیارتونو ته د کعبې په څېر عقیده درلوده او په مقابل کي یې وهابیان مشرکین بلل.

د کندهار خلکو خو د وهابیانو په مقابل کي دومره تعصب درلود چي د عبدالخالق اخند زاده په نوم یو منور او محدث ملا، چي له پخوا څخه په وهابي مشهور وو، مجاهدینو د نور محمدتره کي په وخت کي، په داسي حال کي وویشتی او وواژه چي عمر به یې ښايی ۸۵ کلونو ته رسېدی؛ دونه رنځور او کمزوری او پر ملا باندي دونه کړوپ وو چي چنداني یې پورته کتلای نه سوای.

د کنړ په ولایت کي د حسین مولوي په نوم یوه سړي ژوند کاوه چي په پنجپیري او وهابی مشهور وو. پنجپیری یې ځکه باله چي د خیبر پښتونخوا د صوابی په علاقه کي د پنجپیر د ښارګوټي له مدرسې څخه، چي د سعودي عربستان په مرسته چلیږي او د وهابی عقایدو لپاره تبلیغ کوي، فارغ سوی وو. د پنجپیرانو په مدرسو کي تر ټولو مهمه د دارالقرآن مدرسه ده چي مولنامحمدطاهر په ۱۹۳۹ کال کي تاءسیس کړه او اوس یې د هغه زوی مولنامحمدطیب مشرتوب پرغاړه لري او اوس حاضر د کراچی په ښار کي شاوخوا ۲۰ مدرسې پوري مربوطي دي. ویل کیږي چي د پنجپیر مدرسې د جهاد تبلیغ کوي او د تحریک طالبان پاکستان او د خراسان د ولایت د اسلامي دولت له توندروانو سره ارتباط لري.

حسین مولوي وروسته خپل نوم ځکه تبدیل کړ چي د وهابي عقایدو سره سم نه وو او ځان یې جمیل الرحمن وباله. په دغه ترتیب عبدالرسول سیاف هم خپل نوم بدل کړ او پر ځان باندي یې عبدالرب رسول سیاف نوم کښېښود؛ ځکه چي سعودي عربستان ښايی په پخواني نامه دومره نازولی نه وای. د کنړ د ولایت اوسېدونکي، د افغانستان د نورو ولایاتو په څېر، عنعنوي مسلمانان دي او د نورو افغانانو په څېر زیارتونو، پیرانو او تعویذاتو ته تینګه عقیده لري. په هغه ولایت کي د حسین مولوي د یو څه نفوذ کولو حتی ژوندي پاته کېدلو یو علت دا وو چي هغه د کنړ یوې غښتلي او لويی قبیلې ساپیو ته منسوب وو.

جمیل الرحمن له افغانستان څخه د شوروي د قواوو له وتلو وروسته په ۱۹۹۰ کال کي د کنړ ولایت په مرکز اسعد آباد کي مستقل اسلامي امارت اعلان کړ. د سعودی عربستان پاچا ملک فهد او مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز بن باز له هغه سره په پراخه پیمانه مرستي پیل کړې. د سعودي عربستان جوماتونو او د هغه هیواد د کاروبار څښتنانو د جمیل الرحمن ۵۰۰۰ کسیز پوځ ته په میلیونو ډالرونه ولېږل. د سعودي عربستان ملایان او د جهاد لپاره عرب ځوانان ورته راغلل او په لږ وخت کي یې ډېر زیات قدرت ترلاسه کړ؛ او خپل اِمارت ته یې د جمعیت الدعوة قرآن والسنة نوم ورکړ.

جمیل الرحمن د شوروي په مقابل کي د جنګونو په وخت کي د یوه زړه ور جنګیالي په نوم شهرت ترلاسه کړی وو او کله چي شوروي پوځونه له افغانستان څخه ووتل نو د کنړ مجاهدینو او خلکو هغه د کنړ د والي په حیث انتخاب کړ. خو د هغه د قدرت له زیاتېدلو او مستقل کېدلو سره حکمتیار، خالص او د افغانستان اسلامی حکومت AIG مخالفت پیل کړ او د کنړ لپاره یې خپل ګورنر وټاکی. څرنګه چي جمیل الرحمن له سعودي عربستان څخه زیاتي پیسې او مرستي ترلاسه کولې؛ دې خبري سیاف، چي هغه هم له سعودي عربستان څخه مرستي اخیستلې، خکه په غوسه کړ چي هسي نه د هغه هیواد میلیونونه ډالر یوازي جمیل الرحمن ته ولاړ نه سي. په پېښور کي د عربو د اخوان المسلین ډلي او ایمن ظواهري له هغه څخه نفرت درلود او د هغه لپاره تر ټولو بده دا وه چي آیس ایس آیI.S.I ورځ په ورځ د هغه د قدرت د سیمي د پراخېدلو څخه اندېښنه ښودله. له ده سره مخالفتونه هغه وخت زیات سول چي د ۱۹۹۱ کال د جنوري په میاشت کي یې اعلان وکړ چي د ده اِمارت یو مستقل هیواد دی.

د مجاهدینو لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی پیټر ټامسن لیکي: « د ۱۹۹۰ کال د ډسمبر په میاشت کي جمیل الرحمن زما د دوو مخو لیک په جواب کي چي ده ته مي لېږلی او ورڅخه غوښتي مي وه چي د متحده ایالاتو د مرستی د موسسې هغه دوولس لارۍ موټرونه خوشي کړي چي د کنړ کلیو ته غنم رسوي راته ولیکل چي غنم زما په ګودامونو کي د امانت په توګه پراته او ساتلي دي. رحمن وروسته لیکلي وه چي د کنړ ولایت ټول د ده په کنټرول کي دی او په وروستیو شپو ورځو کي یې په ننګر هار کي له یوې ناحیې څخه د نجیب قواوي ایستلې او د لغمان د ولایت یوه سیمه یې هم لاندي کړې ده. که متحده ایالات له هغو کلیو سره، چي د ده په امارت کي شامل دي، مرسته کوي نو باید چي مستقیماً د د ه د حکومت له لاري توزېع سي. څرنګه چي موږ د ده د اسلامي امارت خپلواکي په رسمیت نه سوای پېژندلای او د متحده ایالاتو د مرستو رسولو موسسې چي د جمیل الرحمن سرټمبه ګی ته وکتل نو د هغه تر کنټرول لاندي کلیو ته یې د مرستو لېږل بند کړل» Tomson PP 386-87

د جمیل الرحمن اسلامي اِمارت په نړۍ کي دوهم تر ټولو پراخ اسلامي دولت وو. د سعودي عربستان په ټلویزیونونو کي د هغه عسکر ښودل کېدل، د هغه په امارت کي د سعودي عربستان له خوا د نویو جوړو سویو جوماتونو تصویرونه ښودل کېدل. د هغه سرحدي پولیسو یوازي هغو نارینه وو ته چي ږیري یې درلودې او هغو ښځو ته چي له سره ترنوکه به پوښلي وې، امارت ته، د داخلېدلو اجازه ورکوله. د هغه امنیتی قواوو، د خپل قلمرو په داخل کي، د اولیاوو قبرونه وران کړل. جمیل الرحمن د بین المللی سره صلیب څخه وغوښتل چي خپل د سره صلیب نښان لیري کړي؛ خو کله چي یې هغوی غوښتنه ونه منله نو ده احترامانه غوښتنه ورڅخه وکړه چي د هغوی مرستو ته اړتیا نه لري او خپل دفترونه دي وتړي. جمیل الرحمن د سعودي عربستان په مرستو زړه تړلی وو. هغه خپل جغرافیایی موقعیت ته متوجه نه وو. هغه له هري خوا د دښمنو قواوو په منځ کي پروت وو او هغوی هر وخت کولای سوای چي له منځه یې یوسي. سیاف، که څه هم چي وهابي وو او، د مجاهدینو په ډلو کي، د سعودي عربستان نازولی وو، خو هغه ځکه د ده تر ټولو خطرناک دښمن وو چی سعودي عربستان خپله توجه د جمیل الرحمن خواته اړولې او ډیري هغه پيسې او مرستی چي باید سیاف ته یې لېږلي وای جمیل الرحمن ته یې ورکولې او داسي مدرسې یې ورته جوړي کړې چي د سیاف د الدعوة و الجهاد د پوهنتون ځیني استادان د جمیل الرحمن مدرسو ته، چي ښې مرستي یې ترلاسه کولې، ولاړل.

بالاخره جمیل الرحمن د حکمتیار او نورو مجاهدینو د ډلو سره څرګنده دښمني را واخیسته. د هغوی د وسلو او مهماتو کاروانونه یې را وګرځول او وسلې یې ضبط کړې او خوراکي موادو ته یې هم په خپل قلمرو کي د تېرېدلو اجازه ورنه کړه او ضبط یې کړل.

د جمیل الرحمن خپل سریو او د آی ایس آی او پاکستان سره له تړلو مجاهدینو سره د هغه بد سلوک له پاکستاني جنرالانو سره اندېښنه پیدا کړه. د ۱۹۹۱ کال د جولای په میاشت کي د حکمتیار قواوو، د ناوه پاس او ننګرهار له لاري، د جمیل الرحمن پر قواوو باندي یرغل پیل کړ. جنګ ډېر سخت وو او دواړو خواوو ته درانه تلفات ورسېدل. جمیل الرحمن د اوربند او منځګړتوب غوښتنه وکړه. حکمتیار د هغه غوښتنه ونه منله. خو په نتیجه کي حکمتیار، په دواړو جبهو کي، ماته وخوړه او اوربند یې ومانه؛ خو دا د هغه یو چال وو.

زیات و کم یوه میاشت وروسته، د ۱۹۹۱ کال د اګسټ پر ۲۷ د آی ایس آی پوځي قواوو او د حکمتیار مجاهدینو بله حمله پیل کړه. د جمیل الرحمن قواوو د پاکستان د درنو ماشین ګنو او عصري وسلو، توپخانې او پوځیانو په مقابل کي، چي ځانونه یې د مجاهدینو په ډول جوړ کړي ول، مقاومت نه سوای کولای او پاکستاني قواوي او د حکمتیار مجاهدین د ناوه پاس له لاري د کنړ په ولایت ننوتل او اسعد آباد ته ورسېدل. دوې ورځي وروسته، د اګست پر نهه ویشتمه جمیل الرحمن باجوړ ته وتښتېدی او د اګست پر دېرشمه، د جمعې د لمانځه پر مهال، یوه مصري عرب، چي د قرآن شریف په پوښ کي یې توپنچه ورسره اخیستې وه، جمیل الرحمن، چي پر لمانځه ولاړ وو، وویشت او وواژه. د محل خلکو لیدلي وه چي د حزب اسلامي دریو تنو په یوه موټر کي د پیښي انتظار ایستی او د ډزو له اورېدلو سره سم یې حرکت وکړ. Ibid, PP 387-89

د جهاد له لومړیو شپو ورځو څخه د سعودي عربستان حکومت او د هغه هیواد شته منو کسانو او موسسو په میاشت کي له ۲۰ څخه تر ۲۵ میلیونو دالرو پوري نغدي پیسې، وسلې او بشري مرستی مجاهدینو ته لېږلې. دا مرستي مستقیماً جمهورریس ضیاءالحق او د آی ایس آی جنرالانو ته ورکول کېدلې او وروسته به مجاهدینو ته رسېدلې. ان له هغه لومړیو ورځو څخه، د پاکستان آی ای آس، په مجاهدینو پوري مربوط ټول فعالیتونه څارل او سي آی اې ته یې اجازه نه ورکوله چي له مجاهدینو او عربانو سره مستقیم ارتباط ونیسی. حتی د سعودي عربستان د استخباراتو عمومي ریس عبدالله المحسن الترکی ته په دې برخه کي یو څه آزادي ورکړه سوې وه خو هغه هم مجبوروو چي خپل فعالیتونه د جنرال ضیاء له ستراتیژی سره برابر کړي.

عبدالله عزام:

عبدالله یوسف عزام په ۱۹۴۱ کال کي په فسطین کي زېږېدلی او یو سُنی سلفي مسلمان او عالم وو. عزام په لومړۍ ځواني کي د اخوان السملین غړی سو او په لږ وخت کي یې د خپل استاد شفیق اسد عبدالهادي پر لاس د اخوان المسلمین له مشرانو سره وپېژندل. عزام، د تحصیلاتو تر بشپړولو وروسته، یو څه وخت د فلسطین د خپلواکی د موسسې P L O غړی وو او په جنګي عملیاتو او حملو کي یې برخه واخیستله خو څرنګه چي د هغی جبهې له چپي پروګرامونو سره موافق نه وونو مصر ته ولاړ او د الزهر په مدرسه کي یې تحصیل پیل کړ. له هغه پوهنتون څخه یې په ۱۹۷۳ کال کي د اسلامي فقهی په اصولو کي ډاکټري ترلاسه کړه .

عزام له لومړۍ ځوانۍ څخه توندرو عقاید درلودل. عزام په دې عقیده وو چي اسلامي نړۍ د دښمنانو له خوا محاصره سوې او هغوی دې ته تیار دي چي هر وخت یې وس کار وکړي هغه په خپلو منځونو کي سره ووېشي او د اسلام عظمت ختم کړي. عزام ویل چي د اسلام لپاره تبلیغ او د هغه د عظمت لپاره مبارزه د تدریجي ګامونو په وسیله نه کیږي. اسلام باید یا خپلو ظالمو او بې دینه دښمنانو ته د توري په زور خپل قدرت وښيي او یا به د تاریخ کندي ته لویږي. عزام اعلان وکړ چي د هغه نوې شخصي فلسفه جهاد او توپک دی. نور د مذاکراتو. کنفرانسونو او خبرو اترو وخت نه دی او نه کار ورکوي. Kohlmann, Al-Qaida’s Jihad in Europe P6

عزام وروسته سعودی عربستان ته ولاړ او په جده کي یې د ملک عبدالعزیز په پوهنتون کي تدریس پیل کړ. هغه پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د یرغل په وخت کي په سعودي عربستان کي د دیني علومو په تدریس لګیا وو؛ او اسامه بن لادن یې، چي د ده شاګرد وو، تشویق کړ چي د افغانستان په جهاد کي برخه واخلي. دواړو ، په پېښور کي، د مکتب الخدمات په نوم یو مرکز جوړکړ او د افغان مجاهدینو او مهاجرینو لپاره یې د مرستو په راټولولو بناء وکړه.

د عربي هیوادونو څخه د مرستو تر څنګ، عرب ځوانان، چي له لس ګونو کلونو راهیسي یې د جهاد تبلیغات اورېدلي وه، د پاکستان پر لور رامات سول. بن لادن، د خپلي ښې شته منۍ څخه په استفاده، د دغو ځوانانو لپاره د اوسېدلو کورونه او د پوځي روزني مرکزونه جوړول. په لومړي سر کي د افغانستان د مجاهدینو قوماندانانو د هغوی ډېر تود هرکلی کاوه خو کله چي هغوی، له مجاهدینو سره، د افغانستان خاوري ته دننه ولاړل او هلته یې د زیارتونو پر ضد تبلیغات پیل کړل او ځیني زیارتونه یې ونړول نو له مجاهدینو سره یې سخت اختلاف راغی. مجاهدینو به خپل شهیدان په عادي قبرونو کي ښخول او زرغونه بیرغونه یې ورباندي درول؛ خو عربو ځوانانو هغوی دې ته کار ته هم نه پرېښودل او بیرغونه به یې څیرل. ځکه چي دوی د زیارتونو له وجود سره مخالف ول او هر ډول زیارت جوړول او زیارت ته تلل یې د شرک او کفر اعمال بلل. پر دې مسله باندي، د مجاهدینو او عربانو ترمنځ، څو ځله نښتي وسوې او څو تنه عربان ووژل سول. مجاهدینو هغوی ته وهابیان ویل او لیري ورڅخه ګرځېدل. Coll, P152

د افغان مجاهدینو او عربانو تر منځ مذهبي تاوتریخوالی هم موجود وو. افغان مجاهدینو، چي ټول حنفي مذهبه ول، نه غوښتل چي د عربو جنګیالیو پر وهابي طریقه لمونځونه وکړي او په کندهار کي خو د مجاهدینو یوې شورا د وهابیانو د کفر فتوا ورکړه. عبدالله عزام خپلو عربو مجاهدینو ته وویل چي که تاسي غواړی د افغانانو په زړونو کي ځای ونیسی نو باید چي د هغوی حنفی مذهب ته سپکاوی ونه کړی. تاسي نه سی کولای چي هم د هغوی د جهاد طریقه او هم د فکر کولو طرز په یوه ځل بدل کړی. Thomson, PP 378-79

څرنګه چي عربان له ډېرو زیاتو پیسو سره راغلي ول او د جهاد د لومړیو کلونو زیاتره لګښتونه د هغوی پر غاړه وه نو مجاهدین هم مجبور ول چي د هغوی خیال وساتي. د افغانستان لپاره د آی ایس آی د څانګي رییس جنرال محمدیوسف وايی که د عربو مرستي، چي په میاشت کي له ۲۰ څخه تر ۲۵ میلیونه ډالرو پوري رسېدلې، نه وای نو د جهاد لپاره به ډېر لږ مالی منابع موجود وای.

د عربو دغه مالي مرستي له آی ایس آی او د عبدالله عزام د خدماتو له دفتر سره تنظیمېدلې او د عربستان د استخباراتو د عمومي ادارې د رییس ترکي الفیصل د دفتر رییس له سعودي عربستان څخه شخصاً جنرال ضیاء او آی ایس آی ته سپارلې.

د ۱۹۸۰ په لسیزه کي ټولو عربانو، چي د افغانستان په جهاد کي یې برخه اخیستله، خپل مذهبي او سیاسي اختلافات پرې ایښي وه او په یوه اتفاق جنګېدل. عبدالله عزام، چي په اسلامي نړۍ کي د افغان جهاد په پلار مشهور دی، د هغوی ترمنځ دغه اتفاق تشویقاوه او د افغانستان جهاد یې د خدای تحفه بلله، ځکه چي، د ده په عقیده، دغه جهاد د نړۍ د مسلمانانو تر منځ د اتفاق یو علت وو. د عزام پخوانی شاګرد اسامه بن لادن تر ۱۹۸۴ کال پوري، چي پېښور ته وکوچېدی، د پېښور او سعودي عربستان تر منځ سفرونه کول او هر ځل له ښو ډېرو پیسو سره ستنېدی. عزام هم دغه پیسې، په خورا سخاوت او خلاص لاس، د آی ایس آی باوري کسانو او نیژدې دوستانو حکمتیار او سیاف ته ورکولې. حکمتیار د عبدالله عزام په مرسته خپل زوم غیرت بهیر د پنځو کلونو لپاره سعودي عربستان ته واستاوه او هغه به هلته تبلیغ کاوه چي د افغانستان په جهاد کي تر ټولو ښه مسلمان او ټینګ مجاهد مشر یوازي ګلبدین حکمتیار دی او د هغه لپاره به یې پیسې ټولولې.Ibid, PP 248-249

د ۱۹۸۸ کال د مې په میاشت کي د شوروي قواوو وتل پیل سول او د مصر تروریسټانو امین الظواهري او عمر عبدالرحمن له آی ایس آی، بن لادن او حکمتیار سره یو پروګرام تنظیم کړ چي د هغه په اساس یې په ننګرهار، کنړ او پکتیا کي د عربو جنګیالیو لپاره د پوځی روزني کمپونه جوړ کړل او جمیل الرحمن په کنړ کي د خپل راتلونکي اسلامي امارت لپاره اساس کښېښود. په همدغه وخت کي بن لادن د خارجي جنګیالیو په روزنه بناء وکړه او د فیلیپین څخه یې د ابوسیاف د ټروریسټی ډلي او له برما څخه د روهینګیا د جدايی غوښتونکو ۱۰۰ تنه د روزني کمپونو ته واستول، چي د حکمتیار او جلال الدین حقاني په قبیلوي اجنسیو کي روزل کېدل. Ibid, P 251

د شوروي قواوو له وتلو سره نه یوازي د مجاهدینو د مشرانو او قوماندانانو ترمنځ اختلافاتو زور واخیست بلکه پخپله د عربو ترمنځ هم اختلافات څرګند سول. ځیني عرب د آی ایس آی د نیژدې همکار ګلبدین حکمتیار سره مخالف ول او ځینو یې ملاتړ کاوه. عنعنوي وهابی ملایانو د خپلو وهابي جنګیالیو سره مخالفت کاوه. وهابي علماوو د اخوان المسلمین پر سیاسي اسلام باندي انتقاونه کول. اخوان المسلیمن هم پر دوو ډلو وېشل سوي وه. یوې ډلي چي د توندرو انقلابي حرکاتو ملاتړ یې کاوه د ایمن الظواهري او عمر عبدالرحمن له خوا رهبري کېدل او بله ډله د عبدالله عزام له خوا رهبري کېدل چي د عربي مجاهدینو ترمنځ یې د اتفاق او اتحاد غوښتنه کوله او غوښتل یې د افغانستان د جهاد تر پایه پوري متحد پاته سي. دا اختلافات بالاخره دې سرحد ته ورسېدل چي اکمل الجزایری د« کفارو په مقابل کي مهاجرت» په نوم یوه ډله جوړه کړه او د ټولو هغوعربانو د وژلو حکم یې کاوه چي دوی کافران بلل؛ یعني په حقیقت کي د دوی له عقایدو سره مخالف ول. Ibid, 379

ایمن الظواهري او د هغه زوم عبدالله انس ویل چي عربان باید له افغان مجاهدینو سره ګډ پاته سي او جلا ډلي جوړی نه کړي. ایمن الظواهري او عمر عبدالرحمن د هغه له دې نظر سره مخالف ول. ضمناً عبدالله عزام د ایمن الظواهري له دې نظر سره مخالف وو چي د مصر د رژیم د نسکورولو لپاره یې فعالیت کاوه. هغه د سعودي عربستان د حکومت د جبري نسکورولو سره هم مخالفت کاوه؛ او په دې توګه یې له بن لادن سره، چي د سعودي حکومت یې تکفیراوه، مخالفت منځته راغی. Ibid, 380-81

له افغانستان څخه د شوروي قواوو د وتلو له پیل سره د مجاهدینو د مشرانو او قوماندانانو ترمنځ، خپل منځي، اختلافات او د عربانو ترمنځ داخلي اختلافات داسي سرحد ته ورسېدل چي حل یې د هر چا تر توان وتلی وو. دا وخت په بوسنیا کي د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ جنګونو زور اخیستی وو او عرب مجاهدینو ته د جهاد یو بل نوی میدان پیدا سو. عرب مجاهدینو له پېښور او په افغانستان کي د مجاهدینو له کمپونو څخه د بوسنیا خواته مخه کړه او په ډلو ډلو ووتل. البته په بوسنیا کي یې هغه کارونه وکړل چي د نه کولو وه او د بوسنیا مسلمانو جنګیالیو او قوماندانانو ته یې د ګټي پر ځای تاوانونه ورسول. دا هغه کسان ول چي هم د افغانستان د جهاد له سنګرونو او هم د خپلو هیوادونو څخه مستقیماً د بوسنیا خواته تللي ول. ژورنالیست او لیکوال کهولمن لیکي:

« د بوسنیا د پوځ د عمومي قوماندان مرستیال او د عملیاتو قوماندان سټیفن سایبر د عربو مجاهدینو د عملیاتو په باره کي لوېدیځو مطبوعاتو ته وویل:

دا یوه غلطی وه چي موږ عربو ګیریلایانو ته اجازه ورکړه چي زموږ هیواد ته راسي. دوی ډېر زیات ظلمونه وکړل او کارونه یې د بوسنیا د مسلمانانو په تاوان دي. دوی قتلونه کوي، لوټ او تالان او غلاوي کوي. دوی د بوسنیا د پوځ تر قوماندې لاندي نه دي او باید چي ووزي. موږ امید لرو چي زموږ جمهورییس عزت بېګوویچ به په څو ورځو کي هغوی ته امر وکړي چي له بوسنیا څخه ووزي» Kohlmann P 90

کهولمن د بوسنیا د مسلمانانو د پوځ د یوه بل قوماندان له قوله لیکي چي دغه خارجیان، د دوی د دښمنانو په څېر، قتل عامونه کوي… دوی لکه لېوني ځانونه هم مرګ ته ورکوي او د بل چا په ژوند کي هم ری نه وهي. دی وايي دا خارجیان زموږ د پوځ پر قومانده باندي غوږ نه نیسي او موږ ته یې دونه تاوان رسولی او دونه یې بدنامه کړي یو چي حد نه لري. دغه قوماندان په یوه بله مرکه کي وویل چي دا کسان له الجزایر، پاکستان، افغانستان او خدازده له کومو کومو ځایونو څخه راغلي دي. دا کسان زموږ په هیڅ درد نه خوري او یوازي زموږ د دښمنانو تبلیغات ریشتیا کوي. دوی فقط د ځان وژلو او جنت ته د تللو لپاره راغلي دي. د بوسنیا خذلک دومره احمق نه دي. موږ غواړو چي د اسلام لپاره ژوند وکړو او د اسلام لپاره مړه سو. Ibid, PP 90-91

عرب مجاهدینو ښايی په افغانستان کي په چور او تالان کي چنداني برخه نه وي اخیستې ځکه چي په دې کار کي زموږ افغان مجاهدین تر هغوی ډېر تکړه ول او په کنړ، کابل، کندهار او د هیواد په کلیوالي سیمو کي د هغوی د جنایاتو کیسې تر اوسه پوري د خلکو په یاد دي. زموږ مجاهدینو نه یوازي، د خپلو وطندارو مسلمانانو، په لوټ او تالان کي تر هر چا زیاته برخه واخیستله بلکه لا یې د ښځو پر بې عزته کولو باندي هم صرفه ونه کړه.

هغو عربانو چي د افغانستان په جهاد کي د برخي اخیستلو لپاره راغلي ول د حکومتي عسکرو او د ټولو هغو کسانو په برخه کي چی د دوی په نظر کافران ول له ډیري بېرحمی څخه کاراخیست. د ۱۹۸۸ کال په ژمي کي د مولوي خالص یوه قوماندان انجنیر محمود د خیبر درې په ختیځ کي ۲۰ تنه تسلیم سوي عسکر پر عربانو باندي، هر یو په ۱۰ زره ډالره خرڅ کړل. عربانو له هغوی ټولو څخه سرونه غوڅ کړل او پر هیڅ چا یې رحم ونه کړ. د سیاف یوه قوماندان، په جلال آباد کي، یو شمېر تسلیم سوي عسکر پر عربانو باندي وپلورل او هغوی تر شکنجه کولو وروسته ووژل. Thomson, P306

د ۱۹۸۸ کال د ژمي په میاشتو کي، چي د امریکا ږغ راډیو سره مي وظیفه درلوده، زه پخپله په پېښور کي وم او د دغو تسلیم سویو عسکرو، چي ځینو رپوتونو او آوازو یې شمېر تر ۷۵ تنو پوري رساوه، په سرنوشت خبر سوم. د پیښي څخه څو ورځي وروسته زه ، ډاکټر حسن کاکړ، حکیم تڼیوال او یوسف نورستانی هغي سیمي ته ولاړو. د دغو عسکرو مړي مو په داسي حال کي ولیدل چي غوښي یې ځناورو خوړلي او هډوکي یې دې خوا او ها خواته پراته ول؛ او چا یې حتی د ښخولو تکلیف هم نه وو ایستلی. د جهاد په وروستیو کلونو، په تېره بیا د شوروي قواوو له وتلو وروسته داسي پیښي ډیري منځته راغلي دي خو له بده مرغه چي دغه راز ټولي پیښي لیکل سوي نه دي.

په پېښور کي د عبدالله عزام وظیفه تقریباً ختمه سوې وه او د عرب او افغان مشرانو سره یې اختلافات ورځ په ورځ زیاتېدل. که څه هم چي بن لادن له عبدالله عزام سره هڅ وخت په ظاهره مخالفت نه ښود خو اکثر پوهېدل چي د هغوی تر منځ هغه پخواني نیژدې اړیکي نسته. له بن لادن سره مخالفت په حقیقت کي د حکمتیار او سیاف سره مخالفت وو او له دې دوو مشرانو سره اختلاف له آی ایس آی سره د اختلاف معنا درلوده. ګواکي عبدالله عزام له هري خوا له دښمنانو سره مخامخ سوی وو.

د عزام د بخت ستوری هغه وخت ولوېدی چي د برهان الدین رباني په ملګرتیا یې پنجشېر ته سفر وکړ. رباني بیرته پاکستان ته ستون سو او عزام د ۱۹۸۹ کال د اګست او سپتمبر د میاشتو شپږ هفتې له مسعود سره تیری کړې. عزام په دې موده کي دونه د احمدشاه مسعود تر اغېزې لاندي راغی چي د هغه ثناخوان ورڅخه جوړ سو. د هغه په مخ کي یې د یوه عرب شاعر یو شعر ورته ولووست:

غواړم ستا تر ملا تړلې توره مچ کړم

که مي غواړې درته وکړم خدمتونه

غواړم تل دي په چوپړ کي کړم ځان ستړی

پاکوم دي له جنګي موزو ګردونه.

او کله چي له پنجشېر څخه بیرته پاکستان ته ستنېدی نو پخپله یې هم د احمدشاه مسعود د جنګي مېړاني په باره کي یو نظم ولیکی:

زه زخمي یم زه هدف د غلیمانو

له هر لوري پر ما غشي را اوریږي

زما سینه زخمي زخمي په وینو لژند

پر هر ګام مي په نېزو هر کلی کیږي

زه په ژوند له مرګه نه یم وېرېدلی

هغه وېره ده چي زما قرباني کیږي.

عزام پېښور ته له ستنېدلو سره، د احمدشاه مسعود په برخه کي، د عربو مجاهدینو له سخت مخالفت سره مخامخ سو. ډېرو عربانو احمدشاه مسعود د خارجی هیوادونو او کفارو نوکر وباله او ځینو خو ویل چي هغه شیعه دی او خپل مذهب یې پټ کړی دی. په یوه غونډه کي چي عزام، بن لادن او یوه یمني ملا یې ریاست کاوه، تقریباً ټولو عربانو د احمدشاه مسعود پر ضد خبري وکړې خو عزام پر خپله خبره تینګ ولاړ وو او ویل یې چي زه به د خپل ژوند تر وروستی ورځي پوري د احمدشاه مسعود دفاع کوم. له دې مجلس څخه وروسته عزام، پنجشېر ته د خپل سفر په باره کي د « یوه میاشت له قهرمانانو سره» په نوم یو کتاب ولیکی او غوښتل یې چي د خپلو خدماتو د مرکز په مطبعه کي یې چاپ کړي.

عزام د ۱۹۸۹ د اکټوبر په میاشت کي سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د احمدشاه مسعود لپاره د پیسو په غونډولو پیل وکړ او د هغه په ستایلو او دفاع کي یې ویناوي وکړې او چي په سعودي عربستان کي د هغه لپاره څه خراب ذهنیت ایجاد سوی وو د هغه د بدلولو کوښښ یې وکړ.

کله چي عزام پېښور ته ستون سو؛ حکمتیار ورڅخه وغوښتل چي د ده دفتر ته ورسي. عزام له خپل کویټی مرستیال ابوطلحه سره ور روان سو. مګر د حکمتیار د دفتر په دراوزه کي یې ابوطلحه ته د داخلېدلو اجازه ورنه کړه او عزام یوازي ورغی. کله چي عزام د حکمتیار له دفتر څخه را ووت نو ابوطلحه وليدل چي د هغه تندی تریو او خواشینی دی. ابوطلحه د مجلس په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه او عزام ورته وویل چي حکمتیار تهدید کړم. حکمتیار راته وویل چي که د مسعود په باره کي کتاب چاپ ته وسپارم نو په عوض کي به مرمۍ وخورم. عزام وویل چي د کتاب خپرول دي اوس معطل وي.

عزام د ۱۹۸۹ کال د نومبر پر څلېرویشتمه له خپلو دوو زامنو سره د پېښور د جمرود پر سړک د جمعې لمانځه ته په موټر کي روان وو او ټاکل سوې وه چي عزام د جمعې په لمانځه کي خطبه ووايي. خو کله چي د دوی موټر د جومات دروازې ته ورسېدی د بمب یوه لویه چاودنه وسوه. عزام او دوه زامن، درې واړه ووژل سول. د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کي په پېښور کي داسي ډېر قتلونه سوي وه. نه پخوا چا پوښتنه او تحقیق کړی وو او نه د عزام د قتلېدلو په پېښه کي چا تحقیق وکړ. Ibid, 382-385

پاته لري

نور ښکاره کړئ
Back to top button