پښتانه، پښتو او طالبان

جاوید ستانکزی

د اګست میاشتې په 15 طالبانو د جنګ له لارې کابل ونیو او د افغانستان جمهوری دولت چې درې ولسمشریزې دورې یې بشپړې کړی وې، ړنګ کړ. دا دوهم ځل دی چې طالبان په کابل واکمنیږي او د خپل نظام د رامنځ ته کولو کوښښ کوي. که څه هم طالبان او د دوی خواخوږي په دی نظر دي چې واک یې د ولس د ارادې او ملاتړ پر مټ ترلاسه کړی خو ځمکني واقعیتونه نور حکایتونه بیانوي. د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وروسته کابل ته د پاکستاني څارګرې ډلې د مشر سفر، په کابل کې د پاکستان د سفیر فعالیتونه او د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د پاکستانی دولت له لوري لابي دا څرګندوي چې طالبانو د پردیو په مرسته او د پردیو د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان منتخب حکومت ړنګ کړ او هیواد یې یو ځل بیا د بدمرغیو کندو ته وغورځاوه.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډول ډول بحثونه پیل شوي چې ځینو ته په لاندي ټکوسره خپل ځواب د ځان حق بولم.

آیا طالبان یوازې د پښتنو نمایندګي کوي: نن سبا د ځینو مغرضو رسنیو او کړیو له لوري په خواله رسنیو کې داسې کمپاینونه په لار اچول شوي چې ګواکې د طالبانو نظام د پښتنو نظام دی او دا چې پښتانه غواړي د زور له لارې د افغانستان په نورو قومونو واکمني وکړي او د هغوی حقوق سلب کړي. خو که حقیقت ته ځیر شو، طالبانو د نورو قومونو په پرتله پښتنو ته زیات زیان اړولی چې په دی لیکنه کې نشي خلاصه کیدای. په کال ۲۰۰۲ کې د طالبانو له سقوطه تر بیا بیا واکمنیدو پښتون میشته سیمې نا امنه کړې وې او په یادو سیمو کې یې د هلکانو او انجونو ښونځي تړلي ؤ چې له امله یې دوه نسله پښتانه ځوانان د سواد له نعمته محروم پاتې شول چې اغیز به یې په راتلونکو کلونو کې احساس شي، په یادو سیمو کې د روغتیایي اسانتیاؤ مرکزونه بند او د نویو د ودانولو پروژې په ټپه ولاړې وې، د ټولګټو پروژو د پلي کولو مخه نیول شوی وه، سیاسیون، مخور او علما یې ترور کیدل د بیلګې په توګه عبدالله لغمانی، ارسلا جمال، جنرال عبدالرازق، جنرال عبدالجبار قهرمان، مفتي حنفی او شهید ډاکټر نجیب الله احمدزی او داسی ډیر نور چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي خو بیا هم ځینې مغرض کسان وایي چې د طالبانو تر نامه لاندی پښتانه د افغانستان د نورو قومونو حقوق صلبول غواړي البته چې دا دعوا نه یواځې له حقیقته لری بلکه د پښتنو قربانیو او هیواد پالنې ته سپکاوی دی.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو اکثریت پښتانه دي خو دا هم حقیقت دی چې ټول پښتانه طالبان نه دي او نه د طالب د فکر یا د هغوی د هویت نمایندګي کوی. د افغانستان د ولس د خوښیو او پرمختګ دښمنان د افغانستان د هیڅ قوم استازي توب نه کوي لکه څرنګه چې تاجک خراسانیان د ټولو تاجکو استازیتوب نه کوي، په هزاره ؤ کې د فاطمیون ډلې ملاتړي د هزاره ؤ استازیتوب نه کوي همدارنګه پښتانه طالبان د ټولو پښتنو استازیتوب نه کوي او د ددوی په کړنو ټول پښتون قوم ګرم ګڼل غلط او د نه منلو فکر دی.

که چیرې د حقوقو او برخې موضوع ته ځیر شو نو ویلای شو چې په تیرو ۱۹ کلونو کې له پښتنو پرته د نورو ټولو قومونو حقوق خوندي ؤ بلکه حقیقت خو دا دی چې د قاطع اکثریت با وجود پښتانه له خپلو بنیادی حقوقو چې تعلیم، صحت او د خوندي ژوند څخه عبارت دي بې برخې پاتي ؤ. حال دا چې تاجکو په حکومت کې تر ټولو ډیره برخه درلوده، هزاره قوم په واک کې د خپل وجود له کچې زیاته برخه درلوده او تل یې د خپل قوم د نسل وژنې درواغجن کمپاینونه په لار اچولي ؤ او بیدریغه بهرنې مرستې او تحصیلي بورسونه یې ترلاسه کول. پښتنو تل د طالبانو په مقابل کې اواز پورته کړی خو ایا تاجکان، هزاره او ازبکان هم حاضر دي چې په خپل قوم کې د ورانکارو کړنې وغندي:

د افشارو فاجعه، رقص مرده، د ښځو د سینو پری کول، د پښتنو په سرونو کې میخونه ټک وهل، د قروت د تلفظ په جرم د پښتنو وژل، دسپږو خرڅول، د خراسان کمپیاین، په پارلمان کې د نماینده له لوري د انسان وژونکو د ملاتړ په پار وسله پورته کول، حکومت ته د ارګ د نیولو اخطار ورکول او حتی د افغان له نوم څخه منکریدل دا ټول هغه څه دي چې تاجکو، هزاره او ازبکو په افغانستان کې ترسره کړي خو پښتنو د دغو کړنو په تور هیڅکله هم ټول تاجک، ازبک یا هزاره قوم ګرم نه دی ګنلی نو د طالب د ورانکاریو لپاره ټول پښتون قوم ګرم ګڼل نه یواځې غلط عمل دی بلکه د غندنې وړ دی او باید په مقابل کې یې اواز اوچت شي.

لکه څرنګه چې پورته وویل شول طالبانو تر هرچا زیات پښتنو ته زیان اړولی او پښتنو تل په ډاګه د طالبانو مخالفت کړی خو بیا هم د طالبانو د کړنو پیغور پښتنو ته ورکول کیږي خو برعکس پښتنو هیڅکله د فاطمیون په ملاتړ ټول هزاره قوم ته تروریست نه دی ویلی خو د دی برسیره په رسنیو او خواله رسنیو کې موجود تاجک او هزاره فاشستان په ډیره بې شرمي سره دغه ډول لیکنې او څرګندونې کوي او د دوی په ځواب کې تاجک او هزاره سیاستوال چپه خوله ناست دي.

له پښتو ژبې سره د میرې چلند: په تیرو ۱۹ کلونو کې له پښتو ژبې سره چې کوم چلند کیده هغه ته د بیان اړتیا نشته، په دولتي ادارو کې پښتو ژبه مړه او حتی کوښښ کیده چې د ښونځیو له نصاب څخه بهر شي.

آیا ولسمشر غني فاشست دی: په دی هکله یواځې دومره کفایت کوي چې که څوک دا ثابته کړي چې ښاغلي ولمسشر له نورو قومونو یا ژبو سره تبعیضي چلند کړی وي. آیا د ولسمشریزې ماڼۍ ټول کارکونکي پښتانه ؤ، د چارو د ادارې ټول تشکیل پښتون ؤ، آیا تاجک، هزاره یا ازبک د ولمسشر په کابینه کې موجود نه ؤ آیا ښونځیو نصاب تبدیل شوی ؤ. که چیري د ولسمشر غني دواړو دورو ته وکتل شي نو جوته به شي چې پرمختیایې بودجه په کومو ولایاتو کې کومو پروژو ته تخصیص شوی وه، آیا دا یواځې پښتون میشته ولایات ؤ او که متوازن تقسیم ؤ. حقیقت خو دا دی چې د ولسمشر غني په حکومت کې په ارګ دننه او په وزارتونو کې ترټولو زیاته ونډه د هیواد لږکیو ته ورکړل شوی وه.

زه له دري یا فارسي ژبې سره هیڅ ستونزه نه لرم بلکه زما ډیر نږدي ملګري په دري یا فارسي ژبه خبري کوي خو پښتو نه یوازی زما مورنۍ ژبه ده بلکه زما د کلتور، ارزښتونو او دودونو آیینه ده. پښتو ژبه دومره غني ده چې له ایران او یا پاکستان څخه د مصطلحاتو واردولو ته اړتیا نلري. د دی ترڅنګ چې نورو له پښتو ژبی سره د میري چلند کړی، خپله پښتنو هم د خپلې ژبې حق نه دی ادا کړی، د بیلګې په ډول: د هیواد په مختلفو لویو ښارونو کې میشت پښتانه په پښتو ژبه خبرې نه کوي چې دا عمل نه یواځی له خپلې مورنې ژبی سره جفاده بلکه د پښتون قوم هویت سره خیانت دی. په هیواد کې دننه او په نړیوالو کنفرانسونو کې پښتانه مشران د پښتو پرځای په دري ژبو ویناوی کوي او یا د پښتو پرځای د فارسي ژبې ژباړې ته ترجیح ورکوي چې دا عمل په نړیواله کچه د پښتو اهمیت کموي.

د دی خبرې بیا تکرارولو ته اړتیا نشته چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، په دغه جغرافیه کې میشت ټول کسان د دغه هیواد اتباع دي او له یو ډول حقوقو برخمن دي. د افغانانو په منځ کې تقسیم او نفاق رامنځ ته کونکي د تل نابود او سرټیټي وي.

د پښتنو او پښتو مخالفینو ته د لایق صاحب دا شعر ډالې کوم:

که می سل کاله څوک وچ په پوله پریږدي – زه کبل یم زرغونیږم نه ورکیږم

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button