افغان ملي بیرغ

نورمدین بلخېل
د نړۍ هر هېواد ملي بیرغ لري، ملي بیرغ په نړیواله کچه د یو هېواد د هویت سمبول دی، هر هېواد نظر خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته په کتو یو بیرغ جوړوي، ملي بیرغ په دې مانا چې د یو واحد ملت معنوي اهمیت ترې څرګندیږي، افغانستان هم ملي بیرغ لري، چې د تېرو څه باندې سلو کالو راهیسې هسک پاتې شوی، که څه هم د تاریخ په ځینو شیبو کې د لنډ وخت لپاره له ننګونو سره مخ شوی خو ولې بیا هم د ملت په غوښتنه را اوچت شوی دی.
زه د یو افغان او مسلمان په حیث د افغانستان د ملي بیرغ په اړه خپل نظر وړاندې کوم، خدای دې وکړي چې څوک یې بده ونه انګېري.
زموږ ملي بیرغ درې رنګونه لري، تور رنګ د تورې او جنګ په مانا، سور رنګ د سرو وینو چې موږ په تاریخ کې د خپل وطن لپاره وینه ورکړې په مانا او زرغون د کامیابۍ په مانا دی؛ همدارنګه د دغه بیرغ د منځ په برخه کې د محراب او منبر او ور سره کلیمه طیبه او الله اکبر د اسلامي او دیني ارزښتونو په مانا دي، دا بیرغ یوازې د امان الله خان نه دی بلکې دا بیرغ د افغان ملت دی، کله چې امان الله خان استعفاء وکړه او وروسته حبیب الله کلکانی قدرت ته ورسېد، سره د دې چې کلکانی یو غل، بې سېواده، غیرمتمدن او غیر فرهنګي شخص و، خو ولې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې د دولت له ادرسه ښکته نه کړ، وروسته د نادرشاه په راتلو بیا د ثور د اوومې کمونیستي کودتا پورې دا بیرغ هسک و، خو د نورمحمد تره کي په حکمرانۍ کې سور بیرغ د هیواد دې دولتي بیرغ په توګه رامخکې شو چې د دولت د ننه او د باندې د خلکو د غبرګونو سره مخ شو، داسې ویل کیږي چې د ثور اوومې کودتا مهم لوبغاړی جنرال عبدالقادر چې د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت په وخت د افغانستان ملي دفاع وزیر و، د نورمحمد تره کي سره څو واره په دې وران شو چې قادر ویل، باید افغان ملي بیرغ په خپل ځای پاتې شي او سور بیرغ باید یوازې د خلق دیموکراتیک ګوند بیرغ وي، خو نورمحمد تره کي په سوچه سره بیرغ تاکید کاوه او تر آخره یې خپله خبره سر ته ورسوله، د امین په وخت کې سور بیرغ د افغانستان دولتي بیرغ و، خو کله چې په ۱۳۵۸ ل کال کې امین مړ او ببرک کارمل قدرت ته ورسېد نو کارمل د افغانانو خپلولو لپاره بېرته ملي بیرغ را وړاندې کړ، خو اوس له ورخه اوبه تېرې وې ځکه په دې وخت کې د کارمل فاشېسته څېره هر چا ته معلومه وه او بل دا چې په دې شیبو کې د هېواد یو زیات شمېر خلک ایران او پاکستان ته مهاجر شوي وو، ملي بیرغ د نجیب تر وخته ولاړ پاتې شو.
کله چې مجاهدینو ملي بیرغ وړاندې کاوه نو په اوله کې همدغه درې رنګه ملي بیرغ د دوی دولتي بیرغ و، خو سره ټوټه له دې خاطره ترې لرې شوه چې د افغانستان خلکو اوس د سره بیرغ سره حساسیت پیدا کړی و، ځکه په دې وخت کې سور رنګ د خلقیانو د بیرغ د نښې په توګه تعبیریده، بل دا چې مجاهدینو د خلقیانو سور بیرغ د تبلیغاتو له لارې په بده مانا خلکو ته ښودلی و، لکه ویل کیدل به ” سره ټوټه د شورویانو او ماتریالیستانو بیرغ، یا سره ټوټه د تکو سرو کافرو بیرغ دی او یا دا چې خلقیان او پرچمیان تک سره کافر دي او نور… ” دا هغه څه وو چې د ملي بیرغ څخه سره ټوټه منتفي شوه او تور، سپین او شین بیرغ د افغانستان دولتي بیرغ وټاکل شو، د طالبانو په راتګ سره سپین بیرغ د افغان دولت بیرغ شو، خو د طالبانو په سقوط سره بېرته پخوانی ملي بیرغ د افغانستان د نظام د بیرغ په توګه ومنل شو، تر ۲۰۲۱ م کال پورې ملي بیرغ د افغانستان بیرغ و، مګر د طالبانو په بېرته واکمنیدو د ملي بیرغ ځای سپین بیرغ ونیو چې په دې وجه د خلکو د غبرګون سره هم مخ شول، که څه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکراتو په جریان کې بیرغ، د دولت او نظام نوم او ملي سرود طالبانو جدي نه نیول او ممکن د سولې د مانادارو خبرو د بریالیتوب په صورت کې دا درې واړه ارزښتونه په خپل ځای پاتې شوي وای خو اشرف غني دا هر څه پر اوبو لاهو کړل او طالبان یې جګړې کولو ته مجبور کړل چې په نتیجه کې د افغانستان دا ارزښتونه هم له ګواښ سره مخ شول.
خلاصه دا چې د افغانستان ملي بیرغ یوازې د اشرف غني فراري او یا د کوم بل چا شخصي بیرغ نه دی، بلکې دا د ټولو څلوېښتو میلیونو افغانانو ګډ بیرغ دی، د افغانانو غوښتنه له طالبانو دا وه چې باید ملي بیرغ په افغانستان کې پاتې شي، په دې سره طالبانو کولای شول چې د ډېرو افغانانو او په خاص طور د ځوانانو زړونه وګټي او خلک خپل امیدونه او هیلې په دوی پورې وتړي، په دې حکمت سره به طالب د یو مسول ادرس په توګه ډېرې لارې ځانته خلاصې کړې وای، اوس هم طالبان فرصت لري چې د افغان ملي بیرغ په اړه یوه درنه پرېکړه وکړي، تر څو دا د افغانانو د ارمانونو او هیلو په اساس جوړ شوی بیرغ تلپاتې شي، سپین بیرغ یو اسلامي او محمدي بیرغ دی خو که چېرته په رسمي دفترو او ناستو کې د سپین بیرغ ترڅنګ ملي بیرغ هم د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه وړاندې شوی وای نو ډېر خوند به یې کړی وای.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button