د سردردۍ اسانه درملنه

ریاض مقامزی

په اوس وخت کې سردردي یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې هره ورځ ډېری انسانان ترې ځورېږي. ویلی شو، چې تقریبا موږ ټولو سردردي ليدلې ده، مګر ځينې داسې وګړي هم شته، چې دوامداره سر درد یې حالت ورځ تر بلې خرابوي.
د سر درد کمه او ډېره کچه زموږ پر ورځنيو چارو اغېز کوي. زموږ کړنې له ستونزو سره مخ او ټکنۍ کوي. سر درد لپاره د طبي درملو ترڅنګ ځينې طبیعې حللارې هم شته، چې له سر درده پرې خلاصېدای شو. په دې لیکنه کې پر همدې حللارو غږېږو.

لومړی ـ اوبه وڅښئ

په بدن کې د اوبو کمښت د سر درد یو عمده دلیل کېدای شی. څېړني ښيي، چې په بدن کې د اوبو دوامداره کمښت د سر درد سبب کېږي.
پر همدې اساس هغوی چې سر درد لري، باید هڅه وکړي، چې ډېرې اوبه وڅښي. په دې توګه ستاسو سر درد له ۳۰ دقيقو نيولې تر درېيو ساعتونو ښه کېږي. همدارنګه په بدن کې د اوبو کمښت ستاسو د تمرکز قوت کمزوی کوي. نو هڅه وکړئ چې هره ورځ په کافي اندازه اوبه وڅښئ.

دویم ـ مګنېزيم ترلاسه کړئ

د بدن د فعالیت لپاره یو له مهمو معدني موادو څخه مګنېزيم دی. دا ماده د نورو ګټو ترڅنګ ستاسو د سردرد په لمنځه وړلو کې هم پوره ګټور ثابتېږي. مطالعات ښيي، چې د مګنېزیم کمښت د انسان په بدن کې سر درد پيدا کوي. نو که ستاسو سر درد د مګنېزيم د کمښت له امله وي، کوښښ وکړئ، مګنيزیم ترلاسه کړئ، چې ډېر ژر روغ شئ.

درېيم ـ د الکول څښل پرېږدئ

که څه هم د الکولي موادو څښل په ډېری کسانو کې سر درد نه پیدا کوي، مګر بیا هم څېړنو موندلې ده، چې د ځينو خلکو سر درد د الکولو د څښاک له امله وي. که تاسو هم الکول څښئ ډېر ژر ترې لاس واخلئ.

څلورم ـ کافي خوب وکړئ

باید پوه اوسئ، چې بې خوبي ستاسو روغيتا له هرې خوا ننګوي. له ډېرو روغتيايي ستونزو سره ـ سره تاسو ته شدید سر درد هم پيدا کولای شي.
د یوې څېړنې په ترڅ کې وموندل شوه، چې د خوب کمښت او د سر درد شدت سره مستقیمه اړيکه لري. څومره چې کم خوب کوئ په هماغه اندازه به مو د سر درد زیات وي. هڅه وکړئ خپل خوب ته خاصله پاملرنه وکړئ.
خو دا مه هېروئ، چې له اندازې ډېر خوب هم د سر درد سبب کېږي. د خوب مناسبه موده له ۷ ساعتونو نېولې تر ۹ ساعتونو ده.

پنځم ـ چای/قهوه وڅښئ

په ټوله کې هغه څښاک چې کافین لري د سر درد په ختمولو کې ګټور ثابتېږي. قهوه او چای یې ښې بېلګې دي.
همدارنګه که تاسو په تېر کې ډېر کافين کارولي وي او په ناڅاپي توګه یې استعمال کم کړئ، دا هم ستاسو د سردرد سبب کېږي. په لنډه توګه ویلای شو، چې د قهوې او چای په څښلو کې هم افراط مه کوئ.

شپږم ـ ورزش وکړئ

بدني فعالیتونه د سر درد ختمولو یوه تر ټولو ساده لاره ده. پر ۹۱ تنو یوه ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په اونۍ کې درې ځلې د “۴۰” دقیقو لپاره د بایسکل چلول ستاسو سر دردي په مکمله توګه ختمولای شي. همدارنګه تاسو کولای شئ د نورو ورزشونو په مرسته هم د خپلې سر دردۍ درملنه وکړئ.

وروستۍ خبرې

اکثره خلک له مکررې سر دردۍ څخه ستړي دي. له همدې کبله اړينه ده، چې ځينې ساده او طبیعي لارې وپېژنو. خو دا هېڅکله مه هېروئ، چې ځينې وخت ستاسو سر درد طبي درملنې ته هم اړتيا لري. که په پورتنيو تګلارو ستاسو سر درد ښه نه شو، ژر تر ژره ډاګټر ته مراجعه وکړئ او خپله درملنه ترسره کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button