ولې ډاکټران نبض ګوري ؟

تازه ګل شینواری
نبض د روغتېا د څرنګوالي ښودونکې ېوه مهمه هنداره ده . که ستاسې نبض منظم او د ټکانونو شمېر ېې معیاري وي نو مانا ېې دا ده چې ستاسې روغتېا ( په ځانګړي ډول زړه او وينې سيستم ) په ښه حالت کې ده . خو که چېرته د نبض ټکانونه غېر منظم او شمېر ېې تر معیاري اندازې کم یا زېات وي نو دا فاکت ښيي چې سيستم کې څه ګډوډي شته او باېد د درملنې چاره ېې مخکې تر دې چې ناوخته شي، وشي .
نبض څه شی دی؟

کله چې زړه موټی کېږي ( راغونډېږي ) نو په فشار سره وينه په رګونو کې ټول بدن ته پمپ کوي او کله چې بېرته خلاصېږي نو نوې وينه زړه ته رادننه کېږي … د وينې پمپ کېدلو دغه بهير د بدن په ځينو برخو ( رګونو ) کې د ېو ډول ټکانونو په څېر احساسېږي ؛ چې همدې ته نبض وايي .

نبض چېرته ليدل کېږي ؟
د نبض کتلو تر ټولو اساسي ځای د لاس غټې ګوتې د بېخ لاندې د لاس په بند کې دی . ( انځور )

منظم نبض ېانې څه ؟
کله چې تاسې پر خپل ( ېا د بل چا ) پر نبض ګوتې کېدی او احساس کړی چې د ټکانونو تر مېنځ وخت نسبتآ ثابت دی ( ېانې داسې نه وي چې کله تېز او کله ورو شي ) نو دې ته منظم نبض وېل کېږي چې د زړه او وينې سيستم د روغوالي ېو اصل دی .

د نبض د ټکانونو معېاري شمېر څومره دی ؟
د بالغ نارينه لپاره په ېوه دقيقه کې له 60 څخه تر 80 پورې ټکانونه او د ښځينه نبض 5-10 ټکانه له نارينه څخه زېات ( 60 څخه تر 90 پوری ) روغ او معېاري نبض ګڼل کېږي .
البته چې په سم ډول د نبض مالومول هم ځنې شراېط لري :
– ېو شمېر روغتیايي څېړونکي د نارمل نبض کتلو لپاره د ورځې 11څخه تر ېوې بجې پورې غوره وخت ګڼي .
هغه حالات چې د نبض کتلو سپارښتنه په کې نه کېږي :
تر خوړو ، چای ېا کافي سمدستي وروسته ، که مو سخت فزيکي کار کړی ، درمل مو خوړلي ، د ډېرې لوږې احساس کوې ، حمام مو کړی ، اور ته نږدې ناست ېاست ېا لمر ته ګرځېدلي ېاست او ( د ښځينه میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې ) نبض مه ګوری . لږ صبر وکړی چې د ېادو کړنو اغيزې په وجود کې صفر شي ، تر هغې وروسته نبض اندازه کړئ .
نوټ : خپل ېا د بل چا نبض کتلو لپاره حتمي نه ده چې ډاکټر اوسې . درې ګوتې پر خپل ېا بل کس په نبض مالومونکي ځای کېدئ ، ساعت ته ګورئ او فکس د ېوې دقېقې لپاره احساسېدونکي ټکانونه وشمېرئ .
که ټکانونه په معېاري اندازه برابر و نو ډېر ښه او که چېرته اندازه په کافي اندازه کمه ېا زېاته و نو ( ېو سم ډاکټر ) ته ورشئ او خپله روغتېا له بدتره کېدلو مخکې وژغورئ .
روغتېا مو غواړم .

—-
( د بېلابېلو روغتېايي ساېټونه څخه راټولونه او ژباړه )

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button