دکندز له سقوط څخه کومې زده کړې؟

سدالله پیام

د۲۰۱۵کال داکتوبر یولسمه

 دوهمه اووروستئ برخه

 دادی دکندزغمیزه خپله دیارلسمه ورځ بشپړوي،دکندزدښار او ځینو ولسوالیو مظلوم او بې دفاع ملکی یوشمیر هیوادوال دپاکستان تر قوماندې لاندی طالبانو،داعشیانو او د القاعدې دوحشي داړه مارانو دبربریت او قساوت څخه

ډک تاړاک په پایله کښي شهیدان،یو شمیريي ټپیان او یوشمیر یی دټولو افغانی اواسلامی نورمونو خلاف شکنجه او حتی بې عفته شول،دښاریانو کورونه او شتمنئ تالا او بیا وروسته وسیځل شول،دولتي ودانئ،ډیری دوکانونه او مغازې لوټ اوتخریب شوې،دبرق،اوبو،روغتیا،ښونې اوترانسپورت خدمات په بشپړه توګه فلج او اوسیدونکي دمرګونی لوږې اوتندې تر ګواښ لاندې راوستل شول ، تردولس زره زیاد کندزیان دکور او دیارپریښودو اوتېښتې ته اړایستل شول،یو شمیر تنکی ماشومانو دڅوورځنئ تپل شوې لوږې له امله خوږ ژوند له لاسه ورکړاو یوګڼ شمیر ټپیان روغتون ته دنه لاسرسي په وجه شهیدان شول.دکندز دښار ټولې هغه راکړه ورکړې چه له تاجکستان،تخار،بدخشان،بلخ،بغلان او کابل سره تر دې مخته روانې وې په ټپه دریدلې دی،دطالبانو دادعا سره سم ددوی په اصطلاح دوه کروړه افغانئ یواځې د همدوی په لاس لوټ اوولجه شویدي،دپولیسو ،تنظیمی ملیشو او دملی امنیت وسله او مهمات دیرغلګرو اجیرانو لاسته ورغلې دي او دزیرمه شویو وسلو یوکمیت دطالب دچور ترنامه لاندې تنظیمې ملیشو او مافیایی ډلو له ځان سره نامعلومو ځایونو ته انتقال کړیدی.د دې ناورین په تپلو کي «متمدن!!!»امریکاییان هم بې ونډې پاتي نشول اودبې پولې ډاکترانو دروغتون په بمباردولو یی دطالب په څیر دجګړه ایزجنایت تور داغ په خپله ټنډه کښېښوود.هغه ویرځپلې دوه زره کندزیان چه کابل ته په تیښته بریالي شوی وو پوره لس ورڅې له ماشومانو اومیرمنوسره دکابل دښار په کوڅو،پارکواو سرایونو کی په لوږو او تندوتیرې کړې بې له دې چه حتی یو دولتي چارواکی دهغو اوښکي ورپاکی کړي،دیوه کندهاري هیواد پاله پانګوال ښاغلي حکمت الله ښادمن کور دی ملیون ځله ودان وی چه دکندز دووسوو کورنیو ته یی په خپل یوه میلمستون کی ځاي،کالی،روغتیایی آسانتیاوي او خواړه برابر کړیدي،اما تخار ،سمنګان اوبلخ ته ګډه شوي کندزیان په دښتو کي پراته دی او دجګړي تر لسمې ورځې یی هیڅ ارګان او بنسټ مرستې ته ورونه دانګل

 

له بلې خوا دکندز دژغورنې هغه پوځي عملیات چه دولسمشردچټکې اوځانګړې پاملرنې له مخې او دهیواد پالومجربو اوزړورو جنرالانوترلارښوونې لاندي له کابل څخه داستول شویو باتورو قطعاتو له خوا پیل شویدي په بریالیتوب پر مخ روان دی،درادننې ایستل شویوافغانی،پنجابي،چیچیني،چینایی،ازبکستاني،تاجکستانی او عربی طالبانو او داعشیانو ۳۳۰ کرغیړنې ککرې په خاورو او خوشیو لړل شوې،یوزیات شمیر یی اسیر شوی او دکندزله ښاره او له دریو ولسوالیو څخه تقریبآ تصفیه شویدی،هیله ده چه په څو راتلونو ورځو کي ټول ولایت له دې وحشیانو څخه پاک اووژغورل شي ،کډه شوی کندزیان بیرته خپل ټاټوبې ته ستانه اودژوند ټولې چارې بیرته خبل عادی مسیر ته ولویږي

زه په داسې حال کي چه دکندزیانو مظلومو شهیدانو او دکندز په دفاع او ژغورنه کښي دخپل باتور وسله وال پوځ شهیدانو ته ددرناوی سرټیټوم اوسپېڅلې روح ته یی دوعا کوم،ټپیانوته دبیړنئ درملنې اوشفا غوښتنه کوم اوله کندزیانو اوټولو هیوادوالو سره په دې غمیزه کی ځان شریک بولم،نه غواړم او دځان صلاحیت یی هم نه ګڼم چه دکندز دپېښې هغو جزیاتو ته ولاړشم چه دهیواد او وسله وال پوځ اسرار بلل کیږي خودازموږ ټولو ملی ژمنتوب دی چه له همدې ناورین اوورته پېښو نه مسولانه زده کړه وکړوترڅو دورته غمیزو چه دسږکال په پاتې موده اوحتي دراتلونکی کال په لمړئ نیمایی کی یی دمینځته راتلو اټکل کیدای شی مخه ونیسو.زما په آند هغه مهم او لوی درسونه چه موږ ټول یعنی دولت او ملت او دولتی او سیاسی نخبه ګان یی هرومرو اوباید لدې پېښې واخلواو دخپلو راتلونکواجرآاتولپاره یی سرمشق وګرځوودا دي

ـ اوس دټولو شواهدو او قرایینو پر بنسټ دا دانکار وړنده چه دتیرو څلویښتو کالو په شان په کندز کی دطالب او داعیش د عملیاتو هم پلانګزاری،هم لارښونه اوهم تجهیز اوتمویل دپاکستان دپوځ او څارګرو له خوا ترسره شوې دی،دغه ګونګوسې هم چه ګواکې دغه عملیات په سوریه کی له روسې وروستیو جګړه ایزو اقداماتو سره تړاو لری زما په اند دپاکستاني استخباراتو له کانالونو راوتلې دي چه له همدې لارې له یوې خوا دروسانو پښه یو ځل بیا افغانستان ته را کش کړی او له بلې خوا دغربیانو لړزانده ملاتړ اواتکاء بیرته تاءمین کړي.ددې معني داده چه پاکستان یواځې دحامدکرزی له دولت سره نه بلکه دښاغلي اشرف غنی له دولت سره هم دایوکال دسولې او خبرو اترو ترنامه لاندې هسې غولوونکي لوبې کولې.په بل عبارت دپاکستان څلويښت کلنه ستراتیژي چه له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړه،نااعلان شوې دښمني اوستراتیژیکې ژورتیاته په رسیدلو ولاړه ده نه تنها چه بدله شوې نه ده بلکه وخپلې دغې ستراتیژی ته د نویواو لاخطرناکو بعدونو دتدارک په لټه کی هم دی.نوځکه موږ افغانانو ته (هم دولت او هم ملت ته)خپلې ملي ګټې حکم کوي چه

الف ـ دپاکستان دولت تر هغو دافغانستان دملت او دولت دښمن دی چه یا زموږ دهیواد په وړاندې له خپلې ستراتیژي څخه یی لاس نه وی اخیستی او یا دهمدغې ستراتیژي پریښودل پرې تپل شوی نه وي.دافغانستان ولسمشر اوټول دولت ددې مکلفیت لري چه دهمداسې یوه ستراتیژیک لیدلورې په رڼا کی دملت ټولې پرګنې او دهیواد شوونتیاوې بسیج او سمبالې کړي

ب ـ له افغاني وسله والو ټولوډلو سره دخبرو اترو ټول هغه کانالونه چه دپاکستان تر مستقیم یا غیر مستقیم آغیز لاندي ووپه بشپړه توګه بند او دنافذ اساسي قانون پر بنسټ یوې دایمي بین الافغانی سولې ته درسیدونوې ستراتیژی دیوه نوي میکانیزم له لاري طرح او تطبیق شي

ج ـ پاکستان دطالب،داعش،القاعده او نوروتروریستی ډلودایجاد،روزلو،تجهیزولو او صادرولو دهډې او ځالې په توګه او هم دافغانستان دملي حاکمیت اوځمکني بشپړتیا دناقض په توګه دمعتبرو اسنادو له مخې دملګرو ملتو دسازمان دامنیت شوراته رسمآ معرفی او ددادخواهی او اجرآاتو غوښتنه وشي

ح ـ دکندز په یرغل کښي ددې باوری اسناد او مدارک تر لاسه شووچه دافغانی اوپاکستانی طالبانو سره یوځای هم دداعش او هم دالقاعدی تروریستی لس ملتی ډلو ونډه درلوده نوځکه باید دناتوغړی دولتونه،روسیه اوچین پردې قانع کړای شي چه هم دافغانستان دامنیت او هم دخپلو هیوادو دامنیت دتامین لپاره د پاکستان پرضد دپوځي اقداماتو اواقتصادی تحریمونو په شمول نوی اوریښتوني اقدامات ترلاس لاندي ونیسي

خ ـ دافغانستان دولت اوټول سیاسیون باید دې ناسنجول شوی تلقین ته دپای ټکي کښېښږدي چه ګواکي په افغانستان کی ددښمن پاکستان او دوست هندوستان ترمینځ انډول په نظر کی ونیول شي.زموږ ګټې دهند له ګټو سره هملورې دي نوهم دولت او هم خصوصي سکتور باید ټول امکانات وکاروي چه دهندوستان ټول اړخیزه او فعاله همکاري جلب او تاءمین شي

ځ ـ پاکستان له افغانستان سره حداقل څلوېښت کاله نا اعلان شوې دښمنې کړیده،زه بې له ماجراجویی او ذهنی ګری وړاندیز کوم چه زموږ دولت دی هم دپاکستان پرضد پر یوه نااعلان شوې داسې سنجول شوې دفاعی ستراتیژی کار پیل کړي چه ټول فکتورونو پکي په نظر کی نیول شوی وی

څ ـ موږ دپاکستان له ولس سره ددښمنی خیال نه لرو نو ځکه همدا اوس اوس اړینه ده چه دپاکستان له دوه سوه ملیونی ولس سره داړیکو اوڅواړخیزوراکړه ورکړي اغیزمن کانالونه پرانیزو اودپاکستان ددولت دتجریدولولپاره یی وکاروو

چ ـ که پاکستان زموږ دهرې اقتصادې پروژې دپلي کیدو مخنیوی کوی او یا مو په سوداګری ټوکوتر مختلفو نومونو لاندې بندیزونه لګوی باید بالمثل اقدامات ترلاس لاندی ونیسو او که لازمه شی ومنخني آسیاته یی ټول ځمکنی اقتصادی کانالونه وتړو

 

ـ دکندز ناورین یوځل بیا وښووده چه دافغانستان جګړه نه پرون او نه هم نن قومی اواسلامی بنسټ لري او طالب هم لکه دخپلونورو تنظیمی اسلافو په څېریواځې او یواځې دپاکستان او دافغانستان دنورو دښمنانو دموخواوګټو لپاره جنګېږي،د«پدرامیانو»او«کوهستانیانو» درنځورو اومشکوکو انګیرنو پرخلاف دجګړه مارانو ترکیب داځل سوچه ترهګریز او ګڼ هیوادیز دی چه دولسمشر دماڼئ څخه نه بلکه دولمشرئ دړنګولوپه موخه ډیزاین شویدی،برعکس داد پدرام جان او جاویدجان ځان او وطن پلورونکي «مقاومتیان» وو چه جوپه جوپه دوحشي ترهګرو دننوتو لارې په بڼو جارواو زما دکندزی،بغلانی او بدخشي معصوم ولس پر ژوند یی یوځل بیا لوبه وکړه

ـ دکندز سقوط دا راښيي چه دا ټول ننوتي ترهګر تر۵۰۰کسو څخه زیات نه وو پداسې حال کی چه یواځې دکندز په ښارکی دتسجیل شویوامنیتی وسله لرونکو افرادو شمیر تر ۴۰۰۰ اوښتي ووخودبالا حصار او هوایی ډګر له څوپوستو پرته هیچا حتی غولوونکی ډزې هم ونکړې.دا ټکي دا تریخ حقیقت بیانوی چه کندز دطالب اوداعش دځواکمني په نتیجه کی نه بلکه دیوې لويې توطیی په وجود کی سقوط کړیدی نوځکه باید دکندز ټوله ملکی اوپوځي رهبری او دابراهیمی،میرعلم او قسیم باغبان باشی په شمول ملیشيي اوتنظیمي قوماندانان بې له ځنډه او استثنا له دندو ګوښه اوعدلی مراجعو ته رسما معرفی اومحاکمه شي او ډهیواد له مرکز او نورو

برخو څخه ډاډمن ځای ناستی همدا اوس اوس وروګمارل شي

ـ دملی دفاع او دکورنیو چارو دوزارتونو دمشرئ اومنسوبینو یواځينئ اوبنسټیزه دنده اوژمنتیا داده چه دهیواد له تمامیت،دولس له امنیت او له ملی حاکمیت څخه په هرډول شرایطو کی دفاع وکړی،خودکندز په غمیزه کی ددواړو وزیرانو بېکفایتی،جبن اوناپوهی تر هیڅ پردې لاندې پټیدلای نشي،دابه ډیره مسولانه وای چه دوی خپله پړه منلې او استعفي یی وړاندې کړې وای خو اوس چه دا کار ندی شوی،ډیره اړینه ده چه ولسمشر ددوی په هکله نوې پریکړه وکړي،په ځانګړې توګه ددفاع سرپرست وزیر چه ولسمشر یی په ناحقه سپیناوی کوی پدې دلیل هم باید له دندې ګوښه شي چه پرهغه نور نو نه قانون،نه هم ددفاع وزارت افسران او نه هم ولس باور لری(زما په اند او دتاریخ په شاهدی دداود خان له غلام حیدر رسولی وروسته زموږ هیواد داوسنی سرپرست وزیر په څیربې کفایته وزیر نه درلود).ولسمشرته نه ښایی چه «دیوې سپږې لپاره ټول پوستین اورته واچوی».له بلې خوا دڅووروستیو کالونو او دکندزتجربو وښوده چه دامنیتی او دفاعي ځواکونو صف باید له هر ډول ګوندی اوتنظیمي څېرواواړیکوڅخه په بشپړه توګه پاک شی.ډیره به اړینه وی چه دکندز غمیزه دهمداسې یوې تصفیی لپاره پیلامه وګرځي

زموږ په زرګونو وطنپاله او مجرب جنرالان اوافسران دوسله وال پوځ له هډانې څخه عمدآ بهر ساتل شویدی اوولسمشر باید دې ملي توطیی ته دپای ټکی کښېښږدي

ـ سیاسی ګوندونه او تنظیمونه نه ددې دنده لري او نه هم قانوني اجازه لری چه په وسله وال پوځ کی او یا له هغه بهر وسله وال غړی یا تشکیلات ولري او یا ددرئګونو امنیتی اودفاعی ارګانو په تشکیلاتو،پالیسي او کدری سیاست کی لاسوهنه وکړی.خو په تیرو دوه نیمو لسیزو کی په عام ډول او په تیرو دریو میاشتو کی په خاص ډول جهادی اوجګړه مارو تنظیمونو صرف او صرف دخپلې ناولې بقا لپاره په وسله والو جوړښتونو اونظامی شانتاژ تکیه کړیده چه پایله یی هغه ستره غمیزه ده چه تر دااوسه زموږ په ملی دفاعي ځواکمني تپل شویده.که همدااوس وسله وال جګړه مار دهمدې تنظیمونو له هډانې وایستل شی دوی ته به دقانونی نصاب دپوره کولو ګوندی غړی هم ورپاتي نه شي.دکندز ناورین دا ثابته کړه چه په ټول شمال اوشمال شرق کی تنظیمي ملیشې دمافیا یی واکمني او دملی او دولتی اقتدار دکم ځواکي اصلی اولوی عامل دی،هغه نظامی شانتاژ چه همدااوس په کابل اوبلخ کی دجهادی سرانو له خواروان دی نه یواځې داچه دکندز له سقوط سره مخامخ اړیکی لري بلکه دنا اعلان شوی نورو خطرناکو موخو پیلامه هم بلل کیږي.زه خو لمړی همدغو سرانو ته خطاب کوم چه نور دخپل وطن په برخلیک لوبې ونه کړی اونور دی دجهاد تر نامه لاندې ځانونه نه پټوی او تورې دي خپلو هیوادوالو ته نه بریښوي ،ستاسو وطنپالنه!!!اومیړانه ټول ولس ته اوس ترتاسو ښه معلومه ده چه حتی دلنډغرو طالبانو له ویرې تر «کولاب»او«انقرې»ورسیدئ.نور واحد افغان ملت په جهادی او غیر جهادی او توکمیزوډلو مه وېشئ،هر هغه افغان چه له دې وروسته افغانستان تر همداسې کرښو لاندي ویشي ملی خاین او دتاریخ مختوری بلل کیږی.او بیا ولسمشر ته مخاطب یم چه تاته «جهادیونو» نه بلکه افغان ولس رایه درکړیده او پرحقه ددې ضرورت دی چه د«هیڅ افغان تر بل افغان کهتر او بهترندی»شعار باید همدااوس او بې له ځنډه په عمل کی تطبیق شي،زه په ټینګار او مسولیت وړاندیز کوم چه دچا شرطونو ته تسلیم نه شې.که ددې ضرورت وی چه دپاکستان پروړاندې زموږ دپوځې هډانې لمنې پراخې شي نو باید دقوانینو په چوکاټ کي د سرتاسری ملی بسیج(نه جهادي بسیج)یوه جامع طرح رامنځته او ددفاع او دکورنیو چارو

دوزارتو له لارې دی تطبیق شي

ـزموږ لویه ستونځه چه یواځې په کندز نه بلکه په ټول هیواد کی يي زموږ په دفاعی ځواکمني او دملی اقتدار پرڅرنګوالي منفي آغیزه کړیده ،د«ملی یوالې» دحکومت،دوه ګوني،ناندره ایزاو فراقانونی تقابل دی،زه پدې هکله اوس نور تفصیلات په ګټه نه بولم خوهم ولسمشر او هم اجراییه رییس ته په ټینګار وړاندیز کوم چه نور همدې دوګانګي او تقابل ته بې له ځنډه دپای ټکي کښېښږدی،اجرایی رییس ته مې ځانګړی وړاندیز دادی چه په درئ ګونو دفاعي او امنیتی ارګانونو کی د«وېش»او«غنیمت» له ورانوونکی پالیسي څخه لاس په سرشي او ولسمشر ته داعلی قوماندان په توګه دا بشپړ مسولیت راجع کړی چه همدا ارګانونه پریوه لاس رهبری شي،دسیاف،عطامحمد،بسم الله ،کرزی او جاوید ډوله عناصرو دتوطیې ښکار نه شي

ـ دکندز دښار لس ورځنیو تصفیوی عملیاتو وښوده چه د جنرالانو په شمول زموږ افسران دښاري جګړواو«ږمنځېدو»له منل شویو پوځي اساساتو سره بشپړه آشنایی نه لري او یا خورا جدی نیمګړتیاوي پکښې محسوسیږی،دهمدغې نیمګړتیا داصلاح تر څنګ زما اټکل دادی چه دسږکال په دریو راتلونکو میاشتو اواحتمالآ دراتلونکی کال په لمړنئ نیمایی کی به پاکستان او ورسره تړلي ترهګر به دولایتونو دسقوط آزماینې دهیواد په نورو ځایونو کی هم وکړی،زما وړاندیز دادی چه همدا اوس دسرقوماندانی داحتیاط په توګه دیوې ضربتی هجومي فرقي چه څلورمیکانیزه،دیسانت،ضربتی اوغرنئ لواګانې په خپل تشکیل کی ولری جوړه او فعاله شي

ـ دکندز له سقوط څخه مخکی اووروسته زموږ ددولت اطلاعاتی او تبلیغاتی فعالیت یا ډیر کمځواکه وو او یايی غیرهدفمنده اوپاسیفه بڼه درلوده،هیله ده چه هم داطلاعاتو او کلتور وزارت هم دولسمشری ماڼئ اړوند ریاست او هم ددرئ ګونو دفاعی او امنیتی ارګانو تبلیغاتی مسولین دې نیمګړتیاته جدی پاملرنه وکړي

ـ ویل کیږی چه طالبانو کندز ته دننوتو او سقوط لپاره دکندز ددینی مدرسو له ۷۵۰۰زده کونکو څخه هم ګټه اخیستې ده او دننوتلو او فرار په وخت کی یی له چادری ګانو(برقع)څخه په پراخه پیمانه استفاده وکړه.ددې لپاره چه په راتلونکې کی له ورته ستونځو سره مخامخ نه شو،ددې وړاندیز کوم چه ټولې خصوصی دینی مدرسې دی یا ممنوع او یا هم ددولت ترتشکیلاتی او سیاسی رهبری لاندې راوستل شي.چادري نه افغانی او نه هم اسلامی بنسټ او تاریخ لری دا یوه پردئ اوتپل شوې پدیده ده،خو ددې دواړو ستونځو دلیرې کولو لپاره ددینی علماوو اګاهانه همکاری او فتوی ته اړتیا شته هیله ده چه پدې هکله سنجول شوی نوی ګامونه واخستل شي

 

پر پورتنیو ټکو برسیره زه په ځانګړې توګه دسیاسیونو اوټولو وطنپالونکو افغانانو پاملرنه دې ټکي ته رااړوم چه دخپل ځان،خپل ولس او دهمدې وطن دراتلونکو نسلونو له برخلیک سره باید ټوکې او لوبې ونه شی،دوطن له هره ستونځې سره نه داحساساتو او نه هم دکوم محور پر بنسټ چلند وشي،وطن زموږه ټولو دی اوټول یی مکلفیت هم لرو،په اوسنئ خاصه مقطع کي بې له دې چه دچا ټوکماری اویا پلوی وکړم تاسوټول دې سوچ ته رابولم چه داوسني ولسمشر یعنې ډاکتر اشرف غنی کمځواکه کول او یا را پرځول بې له شک څخه دطالب،داعش او پاکستان دواکمنی یواځني الترناتیف ته یوځل بیا لاره هواروی.راځئ چه همدا دولت په «ملی دولت» واړوو اودټولو مثبتو اقداماتو څخه یی بې له قید اوشرطه ملاتړوکړو،دپاکستان او نورو مغرضو بهرنیان توطیی شنډې کړو او خپل واحد ملت دپرمختللو ملتونو په لیکه کی سر لوړی ودروو.موږ په ګډه او یوموټی همدغه توان لرو،موږ یی کولای شو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button