" /> " />

د څېړنیزې سروې څو مهم اصول

عزت‌الله ادیب

۱۳ فبروری ۲۰۲۲

په افغانستان کې د څېړنیز کار تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې زموږ د هیواد په نسبت په نوره نړۍ کې څېړنیز کار ته ډير اهمیت ورکول کیږي او د څېړنو پر مټ هر پرمختګ ممکن شوی دی. په نوره نړۍ کې د حکومت د پالیسي، اکاډیمیکو نهادونو او غیر حکومتي ادارو کې د څېړنیز کار لپاره ډيره بودیجه په نظر کې نیول کیږي او په مصرف رسیږي، خو په افغانستان کې تر اوسه دې برخې ته توجه نده شوې.


په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته ان دا هیله هم له منځه تللې چې د ریسرچ او تحقیق لپاره دې په ملي بودیجه کې بودیجه په نظر کې ونیول شي، او یا دې ځینې اکاډیمیک نهادونه لکه د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډیمي او یا خصوصي پوهنتونونه دې د مسلکي څېړنیز کار په برخه کې پر پښو ودرول شي. د «حکومت پالیسي او د کادرونو تیښته» دواړو دا ارمان زیانمن څه بلکه ان له منځه وړی دی.

په دې اونئ کې ما د څېړنیزې سروې د اصولو ځينی کتابونه مطالعه کول نو غوره مې وبلله چې ځينې نقطې یې له افغان محصلینو او څېړونکو سره په خپله ژبه شریکې کړم، تر څو په دې برخه کې د لا زیاتې او دوامداره مطالعې په برخه کې مرسته وکړي.

دا اصول له مختلفو منابعو څخه را اخیستل شوي چې یوازې لنډیز یې دلته په پښتو ژبه لیکم.

  • د څېړنیزې سروې لپاره باید مشخص هدف وټاکل شي:

د څېړنیزې سروې هدف باید له پخوا ټاکل شوی، مشخص او مالوم وي، یانې ګونګ نه وي ځکه سروې د کمي تحقیق په برخه کې د یوې موضوع په اړه د احصائیوي مالوماتو د راټولولو لپاره په لاره اچول کیږي، چې د سروې ډاټا کمي بڼه لري. کمي بڼه په دې مانا چې ارقام د شمېر (۱،۲،۴،۵) په شکل را ټولیږي. د سروې ارقام په خپل ځان کې کومه خاصه نتیجه نده، بلکه د تحلیل نه وروسته ممکن د یو خاص هدف نتیجه ترې تر لاسه شي.

  • د څېړنیزې سروې څخه ور هاخوا موجوده ارقام (دوهم لاس ډاټا) هم وکاروی:

د سروې څخه تر مخه باید د سروې (تر کار لاندې) موضوع په اړه پراخه مطالعه وکړی او له ځان څخه وپوښتی چې د سروې ډاټا به په کومه برخه کې مرسته وکړي، او آیا ورته ډاټا له دوهم لاس منابعو څخه تر لاسه کیدای شي او که نه؟ که مو جواب «نه» وي، نو باید د مشخص هدف سره سم د سروې سوالونه مطرح کړی. د ټولنیزو علومو په برخه کې د څېړنیز پوښتنلیک ډيزاین یو خاص مهارت دی چې د څېړنې، احصایئې، د ارقامو را ټولولو او تحلیل له اړخه مطرح او لیکل کیږي. 

سروې هغه مهال په لاره اچول کیږي کله چې یو شخص یا نهاد پر دې باوري شي چې د یوې موضوع په اړه پوره ارقام یا مالومات موجود نه دي، نو باید سروې ډيزاین شي تر څو تازه او اول لاس مالومات را ټول شي. کله یوازې د سروې ډاټا بسنه نه کوي، بلکه باید د دوهم لاس مالوماتو سره په داسې شکل  یو ځای شي چې هدف ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي او یا مکمل مالومات ترې تر لاسه شي، خو که دا مالومه شي چې سروې ته ضرورت دی نو بیا باید د سروې د ډیزاین په اړه غور وشي او د نمونې یا سیمپل انتخاب په اړه ډير کاروشي چې له نفوس څخه په مسلکي ټوګه سیمپل یا نمونه انتخاب شي.

  • د سیمپل / نمونې انتخاب باید په داسې شکل وشي چې د نفوس سم استازیتوب وکړي او پر ټول نفوس د تعمیم وړ وي:

د سروې د هدف سره سم داسې تصادفي سیمپل یا نمونه باید انتخاب شي چې د سروې پر نفوس د تعمیم وړ وي. د سروې نمونوي پلان باید د تکرار وړ هم وي. د نمونې د انتخاب په برخه کې له مشخصو فورمولونو او میتودونو څخه کار اخیستل کیږي چې د احصایئې په کتابونو کې موندل کیږي. د سروې د نفوس په اړه دومره باید په یاد وساتو چې نفوس کله مالوم او مشخص وي او کله نامالوم، نفوس کله متجانس او کله غیر متجانس وي او …. چې هر یو یې مشخص میتود او فورمولونه لري چې لاندې ذکر شوي کتاب کې یې په اسانی موندلی شی.

د نمونې انتخاب د سروې په برخه کې یو مهم قدم یا مرحله ګڼل کیږي چې د غیر پلان شوي انتخاب مخنیوی کوي  او د سروې د نفوس د هر اړخیزې پیژندنې په برخه کې مرسته کوي. کله چې د سیستماتیک انتخاب یا نمونې خبره کوو نو د دې خبرې اطمینان تر لاسه کیږي چې د سروې لاندې د نفوس هر واحد د انتخاب مساوي حق لري، نه دا چې د خلکو په خوښه یا هم د څېړونکي په خوښه یو څوک د مصاحبې لپاره په ګوته کیږي. د سېمپل انتخاب باید داسې وي چې د نوموړې سروې پایلې پر ټول نفوس د تعمیم وړ اوسي.

په ځينو څېړنیزو سروې ګانو کې د څېړنې واحد په تصادفي ډول نه وي غوره شوی  چې غیر احتمالي/تصادفي انتخاب بلل کیږي. د غیر تصادفي انتخاب لپاره خپل مشخص اصول دي چې باید په نظر کې ونیول شي، او د سروې پایلې د اعتماد یا اطمینان او تخطي د یوې مشخصې اندازې سره پر نفوس د تعمیم وړ وي.

کله چې د یوې سروې د پایلو د اطمینان یا اعتبار سطحه کتل یا اندازه کیږي، په لومړي پیل کې د ډيزاین په برخه کې د سیمپل یا نمونې انتخاب کتل کیږي، نو بایده ده چې څېړونکي د نمونې انتخاب په پوره دقت او د علمي اصولو په رڼا کې وکړي. د نمونې انتخاب یو لوی او پیچلی بحث دی چې ډيری وخت څېړونکي د ساینسي اوصولو په نظر کې نیولو، وخت او مصرف له اړخه له ستونزو سره مخ کیږي، خو دا خورا مهمه ده چې څېړونکي دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه د نمونې ساده یا کمزوری انتخاب او یا هم غلط انتخاب د سروې پر اعتماد مستقیم اغیز پریباسي او د تحقیق د اطمینان او اعتماد سطحه را کموي.

تر کومه چې ما ځینې څېړنیز راپورنه لوستلي دي، یا په خاص ډول د پوهنتونونو د محصلینو منوګرافونه مطالعه کړي دي ډيری هغه یې د نمونې د انتخاب په برخه کې جدي ستونزې لري چې ددې کار تر شا څو عمده دلیلونه موجود دي:

  • زموږ په اکاډیمیکو نهادونو کې د ریسرچ میتود په کمه اندازه تدریس کیږي او یا هم په سمه توګه نه تدریس کیږي،
  • د محصل کار ته هومره ارزښت نه ورکول کیږي، او محصلین هم یوازې د ډيپلوم د تر لاسه کولو لپاره زحمت باسي نه د ریسرچ یا تحقیق د زدکړې په خاطر،
  • هر څوک پر دې باور دي چې په تحقیق پوهیږي او اضافي زدکړې ته ضرورت نلري، یا دا چې د نمونې د انتخاب په برخه کې خپله نه پوهیږي خو له نورو څخه کافي کوي،
  • تازه څېړونکي او محصلین خپل کار د بیا کتنې لپاره مشرانو استادانو، یا څیړونکو ته د کتنې او ارزونې لپاره نه استوي،
  • داسې نور دلیلونه هم شته چې اشاره ورته کیدای شي، خو هر څیړونکی باید په دې برخه کې ځان پر زحمت کړي او زدکړه وکړي ځکه د څېړنو په برخه کې امکانات زیات دي او هیڅ پوښتنه عیب نده.

د سیمپل / نمونې او په ټوله کې د کمي څېړنو او سروې لپاره ښه کتاب: 

Research Design – Concepts and cases, second edition – by: Deepak Chawla, Neena Sondhi

  • سروې مو داسې ډيزاین کړی چې د بودیجې او تخطي د اندازې بیلانس یې برابر وي:

کله چې سروې ډیزاین کوی نو څېړونکی باید د سروې د ډيزاین سره سم خپل امکانات هم وسنجوي، ځکه امکانات، په خاص ډول وخت او مالي امکانات د سروې پر پایلو اغیز پریباسي او د تخطي باعث کیدای شي. د مثال په ډول: د یو لوی سیمپل سایز لپاره کمه بودیجه او امکانات د تخطي پر اندازه مستقیم اغیز پریباسي نو امکاناتو ته په کتو سره باید کوچنۍ او داسې نمونه انتخاب شي چې د نفوس ښه استازیتوب وکړي. همدا رنګه، د سروې لپاره د ډيرو پیسو مصرفول او د مصاحبه کونکو ټریننګ ته کمه توجه هم چندان مسلکي او هوښیار عمل نه دی.

د سروې د نمونې او عمومي تخطي برخې ته باید جدي پاملرنه وشي او مسلکي څېړونکي هڅه کوي چې د سروې لپاره د امکاناتو او تخطي تر منځ بیلانس وساتي. یانې که چیرته مو امکانات کم وي، هڅه مه کوی چې لوی اندازه نمونه انتخاب کړی، بلکه کولی شی د سروې مقصد او وسعت داسې وټاکل شي چې د موجوده امکاناتو تر بریده د عملي کیدو وړ وي.

د مثال په ډول: یو څېړونکی د شخصي او دولتي پوهنتونونو د حقوقو پوهنځي د محصلینو په اړه څېړنه تر سره کوي، نو که امکانات زیات وي کولی شي د ټولو ولایتونو پوهنتونونه د نمونې په شکل انتخاب کړي خو که وخت او مالي امکانات یې کم وي، نو د څېړنې مقصد او وسعت دې کم کړي او یوازې کابل ولایت دې انتخاب کړي او یا دې هم یو څو ولایتونه په نظر کې ونیول شي.

  • د سروې د پوښتنیلک په برخه کې باید پوره هڅه وشي چې د سوالونو الفاظ د سروې د مفهوم او د نفوس کلتور ته په کتو سره وکارول شي:

د سروې له هدف سره سم، د سروې پوښتنلیک باید داسې ترتیب شي چې د سوالونو او د سروې عمومي مفهوم او منطقي تسلسل پکې په نظر کې نیول شوی وي. لکه پورته چې مې وویل، د پوښتنلیک ډیزاین د سروې مهمه برخه ده چې باید په پوره دقت کار پرې وشي، هرې مرحلې ته پوره پام وشي، لکه د عنوانو تعریف، مفهوم او محتوی، د سوالونو الفاظ او تسلسل، او د پوښتنلیک اوږدوالی او فارمټ. څېړونکی باید ځان مطمین کړي چې پوښتنلیک د سروې هدف په سمه توګه په بر کې نیسي او هر اړخیزه مالومات تر لاسه کولی شي. څېړونکی باید هڅه وکړي چې د هر عنوان لپاره مشخص سوالونه مطرح کړي، سوالونه باید دقیق او له ابهام لرې وي. 

له مفهوم ور اخوا، د سوالونو د پوښتلو طرز، او د ځوابونو کټګوري د سروې پر پایلو اغیز لرلی شي، ځکه د سوالونو د ځواب د طرح کولو په برخه کې باید احصائیوي درجه‌بندي‌ په نظر کې ونیول شي. د سروې سوالونه باید په داسې شکل ولیکل شي چې د ځواب ورکونکي شخص د ناارامي سبب نشي او باید د مرکه کیدونکي/و احساسات را ونه پاروي، نو ځکه مهمه ده چې څېړونکی باید د سروې د نفوس د کلتور او ټولنې په اړه بشپړ مالومات ولري او داسې الفاظ وکاروي چې ټولو ته یو ډول تعریف یا مانا ولري.

د مثال په ډول: څېړونکی باید د داسې الفاظو له کارولو ډډه وکړي چې د یوې مشخصې سیمې یا ولایت پورې اړه لري، بلکه باید داسې الفاظ وکاروي چې د سروې ټول نفوس یې په یو ډول تعریف کړي. 

څېړونکي ته په کار دي چې هر پوښتنلیک له ډیزاین او ژباړې ( که اړینه وي) څخه وروسته ټسټ کړي، چې د ټسټ په جریان کې د پوښتنو مفهوم، محتوای، منطقي تسلسل، او تعریفونو ته پاملرنه وکړي. همدارنګه، د سروې په جریان کې باید د مرکه کیدونکي شخص وخت هم په نظر کې ونیول شي، ځکه که سروې اوږده او ستړې کونکې وي نو مرکه کیدونکی شخص هڅه کوي چې سروې له سره تیره کړي او سطحي جوابونه ورکړي. په افغانستان کې کیدای شي یو څوک مستقیم ونه وایي چې سروې مو ډيره اوږده ده، بلکه د ژر (لکه هو یا نه) په ورکولو سره هڅه کوي چې قصه مو در خلاصه کړي او ځان د سروې له جنجال وژغوري.

پوښتنلیک باید داسې ډيزاین شي چې د مرکه کیدونکي د ستړیا باعث نشي. دلته د مرکه کونکي مسلکي او ټولنیزه وړتیا هم خورا مهمه ده چې له مرکه کیدونکي شخص سره څنګه مخ کیږي، څنګه ځان او سروې او د سروې هدف ورپیژني، څنګه د سروې د مستقیم او غیر مستقیم فایدې په اړه ورته وایي او د سروې په جریان کې له کومو داسې تاکتیکونو کار اخلي چې مرکه کیدونکی له مرکې خوند واخلي او درست و کره ځواب ورکړي. ځینې پوښتنلیکونه داسې دي چې مرکه کیدونکی شخص یې پخپله ډکوي، په دې برخه کې معرفي او د پوښتنلیک ظاهري ډيزاین/بڼه ډیر رول لري.

د پوښتنلیک په اړه به یوه بیله مقاله ولیکم – انشاالله

  • د مصاحبې / مرکې لپاره مرکه کونکي د سروې د هدف او د مرکې د تاکتیکونو په اړه سم وروزی:

د څېړنیزې سروې لپاره د مسلکي او لوستو مرکه کونکو ګمارل، د هغوی ښه ټریننګ او عملي روزنه د سروې پر پایلو اغیزه لري. د مرکه کونکو لپاره باید د مرکې/مصاحبې د تخنیک او میتودونو او په ټوله کې د سروې د میتود او هدف په اړه باید هر اړخیز ټریننګ ورکړل شي چې ټریننګ باید صنفي او عملي میتودونه ولري. مرکه کونکی باید د سروې د هدف، د سوال د محتوی او د پوښتنلیک د ډیزاین په اړه سم خبر وي. کله ځینې مرکه کونکي د پوښتنلیک له سوالونو سره هومره بلد نه وي، سوال لکه د متن له مخې وایي چې دا کار د مرکه کیدونکي شخص د ستړیا او لیوالتیا د کمښت باعث کیږي. مرکه کونکی باید دا زده کړي چې یوه مسلکي سروې څنګه تر سره کړي، څنګه مصاحبه کیدونکی انتخاب کړي، څنګه لومړی ملاقات مدیریت کړي، څنګه جنجالي مرکه کیدونکي مدیریت کړي او څنګه د ځوابونو له بې‌پریوالي سره مرسته وکړي. 

مرکه کونکی باید د سروې په ځینو مفهومونو وپوهیږي، او ښه ده چې له پخوا ځینې تعریفونه ورته ولیکل شي تر څو د مرکې پر مهال له ستونزې سره مخ نشي. 

د مرکې د مدیریت او د ښه مرکه کونکي د خصوصیاتو په اړه ډیر کتابونه شته او یا د څېړنو په اړه اکثرو کتابونو کې یې په اړه پوره مالومات شته دي چې باید په دقت ولوستل شي او د څېړنیز کار پر مهال عملي شي.

  • د سروې د ساحوي کار تر مخه د پوښتنلیک ازمایښت خورا مهم دی:

د مسلکي څېړنیز کار پر مهال او یا د تحقیق د ډيزاین په مرحله کې د پوښتنلیک ازمايښت ته خاص پام کیږي چې  څيړونکی یې باید هرو مرو په نظر کې ونیسي، او د دې کار لپاره بودیجه او وخت هم له یاده ونه باسي. له دې کار سره څیړونکی د پوښتنلیک او د سروې د ساحوي میتود یا میتودولوژي له کره‌توب څخه ځان مطمین کوي او پر دې باوري کیږي چې د ډاټا د راټولولو لپاره هر څه چمتو او سم دي. د پوښتنلیک د ازمایښت یوه ګټه دا هم کیدای شي چې څیړونکی د پوښتنو د وضاحت په اړه ځان مطمین کړي او په دې یقیني شي چې مرکه کیدونکي د پوښتنې پر هدف پوهیږي او سم ځواب به ورکړي ځکه که سوالونه عام‌فهمه نه وي، مرکه کیدونکي یې له خپل دید ویني او ډير وخت ناسم ځوابونه ورکوي.

زما شخصي تجربه ده، په افغانستان کې مو د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې سره په یو ډیر نوي میتود یوه سروې تر سره کوله، خو پوښتنلیک باید په ټابلیټ یا موبایل کې ډيزاین شوی وای، نوموړی پوښتنلیک مو ۷۴ ځله تغیر او سره سم کړی وو. 

بل، د افغانستان روڼتیا څار ادارې سره د فساد ملي سروې پوښتنلیک به مې هر دوه کاله وروسته بیا بیا ټسټ کولو، ځکه هر کال به مو نوي څه ذهن ته راتلل او د تیرې دورې له سروې مو یو څه زده کول. 

د افغان څيړونکو لپاره، د فساد ملي سروې راپور د کمي سروې ښه نمونه ده چې ویې ګوري او یو څه ترې زده کړي ځکه هلته هڅه شوې چې د څیړنیزې سروې له اصولو او نړیوالو سټنډرډونو سره سمه تر سره شي.

  • د سروې د هرې مرحلې لپاره  نظارت مهم دی چې باید منظم پلان ورته چمتو شي:

د مسلکي سروې د هرې برخې د کیفیت په پار باید د نظارت پلان لا د ډيزاین په مرحله کې تیار شي ځکه څيړونکی مسولیت لري چې د سروې د هرې برخې څخه ځان مطمین کړي، او ډاډ تر لاسه کړي چې هره مرحله د سروې د میتودولوژي یا ډيزاین سره سمه عملي کیږي. څيړونکي ته په کار ده چې د سروې د ساحوي کار په جریان کې د مرکه کیدونکيو د انتخاب، د مرکې د اصولو، د ځوابونو یا کوډ د انتخاب او د پوښتنلیک د ایډیټ څخه نظارت وکړي او که چیرته کومه تیروتنه تر سترګو کیږي باید په وخت یې سمه کړي او د سروې په راپور کې یې ذکر کړي. دا کار مو د سروې ارزښت کموي نه، بلکه زیاتوي یې.

تر کومه چې ما کمي سروې تر سره کړې دي، د نظارت لپاره مو منظم پلان درلود چې څو مرحله‌ایز نظارت مو تر سره کاوو، یانې د کار نظارت د ناظرینو لخوا، د ولایتي مسولینو لخوا، د دفتر د ناظر لخوا، له مرکزي دفتر څخه د تلفون پر مټ، د پوښتنلیک د ایډیټ پر مهال (ساحه کې) او بیا احصائیوي ټسټونه چې د ډاټا د تحلیل پر مهال عملي کیږي.

  • انساني کرامت او د څېړنو د اخلاقیاتو په چوکاټ کې څېړونکی باید هڅه وکړي چې د ځواب کچه لوړه وساتي:

په څيړنیز کار کې د کار د اصولو او میتودولوژي تر څنګ اخلاقیات مهم دي چې باید په نظر کې ونیول شي او څيړنیز کار پر همدې معیار عملي شي. څيړونکی باید د سروې د ځواب کچه لوړه وساتي او د نه‌جواب کچه یې ټیټه وي خو په دې مانا نده چې باید پر مرکه کیدونکي فشار راوړل شي چې هر سوال ته دې هرو مرو ځواب ووایي، نه هیڅکله داسې باید ونشي ځکه په سروې کې ګډون اختیاري دی، سوالونو ته ځواب ویل اختیاري دي او ځواب ورکونکی هر وخت کولی شي مرکه پرې کړي او یا یو مشخص یا ځینو پوښتنو ته هیڅ ځواب ورنکړي. د سروې په جریان کې څيړونکی د نه‌جواب یا نیمه ځواب کچه تحلیلوي او دا کار خورا مهم رول لري تر څو په دې هم پوه شي چې د مرکه کیدونکي د نه ګډون عمده دلیل/دلایل څه وو، او څنګه کولی شو په راتلونکي کې یې په پام کې ونیسو – یانې له تیر څخه زدکړه خورا مهمه ده، لکه ما چې پورته په یو مثال کې اشاره ورته وکړه.

کله ځینې مرکه کیدونکي د مرکې په جریان کې ځینې اندیښنې د پوښتنو په ډول مطرح کوي، نو څیړونکی یا مرکه کونکی باید داسې حالت لپاره چمتو او روزل شوی وي. د مرکه کیدونکي شخص ډاډ او د محرمیت راز ساتل د مرکې د ځواب ورکولو کچه لوړوي او دې ته کار ته باید پوره پام وشي. 

په ځینو مسلکي څیړنو کې، د مرکه کیدونکي شخص د ملتیا په خاطر ځینی کارونه ترسره کیږي تر څو د سروې پر مهال یې همکاري ډيره او د ځواب ویلو کچه لوړه وي. د مثال په ډول، د سروې څخه تر مخه د وخت اخیستل، ځینې پولي تحفې په نظر کې نیول، یا غیر پولي لکه د کریډټ کارت، او یا هم داسې نور. خو باید په یاد وساتو چې د افغانستان په څير هیواد کې هیڅکله باید هڅه ونشي چې د مرکه کیدونکو د تشویق لپاره له تحفو څخه کار واخیستل شي او یا دروغینې ژمنې ورسره وشي ځکه په دې کار سره د رضاکارانه ګډون فکر زیانمن کیږي. موږ په افغانستان کې ډیری کلونه څيړنیز کار ته اړتیا لرو نو باید په سروې یا څيړنو کي ګډون خپل خوښیز او رضاکارانه اوسي.

که غواړو چې په راتلونکې سروې کې د ګډون کچه لوړه وي، باید هغه مرکه کیدونکو سره په اړیکه کې اوسو چې په لومړی سروې کې یې د ګډون کچه پیکه یا کم رنګه وه، نو په دې کار سره به هغوی په دې مطمین شي چې سروې یو ټولنیز کار دی او په دې کار سره هغوی او ټولنې ته غیر مستقیمه ګټه رسیږي.

  • د ډاټا د تحلیل لپاره باید مناسب احصائیوي تحلیل څخه کار واخیستل شي او راپور د ډاټا پر اساس ولیکل شي:

د سروې د ډاټا را ټولولو څخه وروسته د سم او مسلکي احصائیوي تحلیل پروسه ډیره مهمه ده، چې ډاټا باید په سمه توګه تحلیل شي، د تحلیل له مناسبو میتودونو کار واخیستل شي، او ډاټا داسې تعریف شي چې شخصي نظریات پکې هیڅ ځای ونلري – یانې عدالت په نظر کې ونیول شي. په افغانستان کې د یو ډير معتبر نهاد یو راپور مې لوست، داسې مالومات پکې لیکل شوي وو چې نه په پوښتنلیک کې وو او نه په دوهم لاس ډاټا کې، نو په دې مانا چې هغه لیکوال خپل نظریات پکې ور تخته کړي وو چې د هغه پر اساس بیا تر محکمې هم رسیدلی وو. له داسې کار څخه باید په کلکه ډده وشي ځکه دا کار غیر اخلاقي او غیر مسلکي عمل دی. 

کله مو چې تحلیل او د راپور لیکنې کار تمام کړ، یو ځل بیا یې تکرارآ تر سره کړی تر څو ښه مطمین شی چې کومه تیروتنه نلري، راپور مو څو ځله ولولی او له ځان سره د هر لفظ په اړه ښه غور وکړی. د لیکلو پرمهال د موضوعاتو تسلسل ته ښه پام وکړی او د عمومي مضمون منطقي تسلسل درنه خراب نشي. له دې وروسته مو راپور د بیا کتنې او نظر لپاره څو تنه تنقیدي کتونکو ته ولیږی، داسې کسانو سره یې شریک کړی چې د څيړنو د برخې او موضوع په اړه مسلکي کسان اوسي. 

  • د سروې د ډيزاین، میتودولوژي، پوښتنلیک او بل هر سند او مالومات د راپور سره یو ځای نشر کړی:

د څيړنیز کار د راپور سره باید ټول اسناد او شواهد نشر شي، د سروې ډيزاین، پيژندنه، میتودولوژي، پوښتنلیک او د تطبیق مرحله‌ایزه کړنلاره هم له راپور سره د ملونو په شکل خپره کړی. کله چې څیړونکي یا تنقیدي کتونکي ستاسو راپور لولي، هغوی تل داسې نقاط په نظر کې نیسي، په ذهن کې یې سوالونه پیدا کیږي خو ستاسو راپور باید ټولو پوښتنو ته ځواب ولري. 

ستاسو د راپور میتودلوژي باید د تحلیل میتود هم ولري، دا چې ولې مو یو مشخص میتودلوژي غوره کړې، ولې مو د تحلیل له مشخص میتود څخه کار اخیستی، نمونه ګیري یا سیمیل مو څنګه او ولې په یو مشخصه بڼه ټاکلی، دا او داسې ټولو پوښتنو ته باید ځواب ولري او په راپور کې ذکر وي.

هڅه وکړی چې د راپور سره مو د ډاټا خام مواد یا ځینې چوکاټونه هم مل وي چې د سروې د عمومي فیصدي او ارقامو د شمیر مالومات ولري، دا کار مو د راپور اهمیت زیاتوي.

د مسلکي څيړونکي په څير، خپل کار ته دومره ارزښت ورکړی چې د هیچا فرمایش ته پکې ځای نه وي. په افغانستان کې دا اخلاق ډير ضعیف دي چې ستاسو مشران یا حاکمان دې د یو څيړنیز کار بې‌پریوالي ته احترام ولري او د خپل شخصي نظر د دخالت هڅه دې ونکړي، بلکه دا کار عمدا کوي خو که تاسو یې د څيړنو د اخلاقیاتو او اصولو په رڼا کې غوښتنې رد کړی، ستر اخلاقي جرات به مو کړی وي او خپل مسلک ته به مو ډير احترام کړی وي. د یو څيړونکي په حیث ستاسو څيړنیز کار ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي، نو هیڅکله خپل شخصیت د کوم چا د شخصي ګټو او یا سیاسي تګلوري په خاطر مه زیانمنوی بلکه خپل کار ته او خپل شخصیت ته ژمن پاتې شی. 

زه وایم: یو ځل څيړونکی، ټول عمر څيړونکی

نو تحقیق د عمر کار دی، هیڅکله داسې کار ونکړی چې خپلواکي او بې‌پریوالی مو له پوښتنو سره مخ شي.

allikes-livejournal-form”>

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button