د بدن د ښکلا د ځیني درملو زیانونه

ژباړه: صالح محمد هوتک

یوه لویه برخه ځوانان په ځانکړی ډول نوي ځوانان او هلکان د ښکلي بدن د جوړولو په لټه کي دي چې څه ډول وکولای سي ښکلی بدن ولري، نو ځکه ځیني ګټه خوښوونکي او ناپوه خلک د ځینو خطرناکو درملو لکه Storied سټروئیډ او نورو مُضرو درملو لارښوونه یادو ځوانانو ته کوي تر څو د بدن د ښکلا لپاره ئی استعمال کړي.

دغه ډول درمل پخپل ترکیب کي مصنوعي تستسترون لرونکي دي او د ویني د تحریک او د عضلاتو د غټیدو لامل ګرځي، مګر دغه درمل یوازي د اړونده متخصص ډاکټر له لوري د ځینو خطرناکو ناروغیو لپاره په ځانکړی ډول (د سینې یا تیوو د پرمختللي سرطان او یا هم هغه کم خونه ناروغانو لپاره چي پښتورګي ئې له کاره لوېدلي او یا هم په سم ډول کار نکوي) ورکول کیږي، او په ټولیز ډول ئې د بدن د ښکلا لپاره کارول منع دي.

د Storied سټروئیډ درملو زیانونه:

له وخته مخکي د وېښتیانو توئیدل، سرګرځیدنه، زړه بدوالی، د اندامونو لړزیدل، ځیکر ټپونه کیدل، عضلاتو ته د رسېدونکي زیان کچه لوړیدل او د ونې (قد) د ټیټوالي لامل ګرځي.

د نوي ځوانۍ پر مهال ئې د استعمال زیانونه:

د خصیو شنډوالی، جنسي کمزورتیا، د سینو غټېدل، د ادرارو یا تشو بولو پر مهال دردونه همدارنګه د مغزي تومور لامل ګرځي.

نو کوښښ وکړی ددغه ډول درملو څخه ځان وساتی او هیڅ ډول درمل د معالج ډاکټر د مشورې څخه پرته له چا وانه اخلئ او نه یی هم استعمال کړی.

(د ښکلو عضلاتو لپاره اساسي کارونه منظم ورزش او مناسب خوراک دی.)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button