پنځه دیرشم ولایت

پنځه دیرشم ولایت
بریالی هلمند
هلمند د افغانستان تر ټولو ستر ولایت دی چي په ۱۹۶۴ کال کي یې لښکرګاه د مرکز په توګه غوره سوه او دا اداري واحد ته د هلمند نوم ورکړل سو، که د مساحت له رویه هلمند له کاپیسا سر مقایسه کړو نو د کاپیسا ۳۱ برابره کیږي او که یې چیري له ننګرهار سره پرتله کړو نو د ننګرهار ۷ برابره کیږي، له دې پرتلې څخه معلومیږي چي دا څومره ستره او پراخه سیمه ده او که یې اوبو او ځمکو ته حساب وسي نو ډیر زیات پوتانسیال پکښې دي او دا ولایت د افغانستان غوندي دیوه زراعتي هیواد په منځ کي یو ډیر مهم او ارزښتناکه فرصت دی چي خپلي اوبه ، ځمکه او بریښنا لري . خو بدبختانه اوس دغه زرین فرصت په یوه ورانوونکي ګواښ بدل سوی دی . دا چي ولي داسي سوی دي ، چا داسي وکړه او کله داسي سوي دي دا ډېر لاملونه لري چي په یوه جلا بحث کي پر ږغیدای سو. اوس مهمه داده چي هغه هلمند چي یوخت زرین فرصت وو څنګه کولای سو چي د یوه تبا کوونکي ګواښ له حالت څخه یې راوباسو . که څه هم دا ممکنه ده چي هلمند بیرته په یوه فرصت بدل کړو خو اوس هغه امکانات او موقع له لاسه وتلې ده چي په لنډ وخت کي دا کار وسي .
هلمند د طالبانو په نظام کي د جنګي ځواک مرکزي قوه وه ، زیاتره جنګي طالبان د کندهار، هلمند ، ارزګان ، زابل ولایتونو څخه وه او په دې ولایتونو کي ډیری د هلمند او ارزګان څخه وه . په هلمند کي بیا ډیری طالبان د شمالي هلمند وه .
کله چي د طالبانو د نظام تر نسکوریدو وروسته د بن په کانفرانس کي د نوي افغان دولت بنسټ کیښودل سو نو له هغه وخت څخه رانیولې بیا تر نن ورځي پوري هغه سیمو او خلګو چي طالب نظام په جوړ وو هغو ته په نظام او سیاسي ویش کي څه ورنکول سوه . دا یوه ډیره ساده سیاسي مسله ده چي په جنوب او خصوصا په هلمند کي د طالب نفوذ د کمیدو په موخه باید هلمند او نورو جنوبي سیمو او خلګو ته اړین واک ورکول سوی وای . خو بدبختانه دا کار ونه سو
په ۲۰۰۶ کال کي ناټو اعلان وکړ چي برطانیه به په هلمند کي د ۳۰۰۰ نړیوالوځواکونو مشري کوي او دا ځواکونه به د ترهګرۍ او تاریاکو په وړاندي د مبارزې عملیات مخي ته وړي . څرنګه چي په هلمند کي حالات نور هم پر خرابیدو سوه نو د برطانوي ځواکونو شمیر ۸۰۰۰ ته ورسیدی او ورسره ترڅنګ یې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو هم شتون درلود . د اوباما د نوي ستراتیژۍ پر بنسټ چي کله نوي ځواکونه افغانستان ته راولیږدول سوه ۱۱۰۰۰ یې یوازي هلمند ته راغلل . د دې ځواکونو له راتګ سره ښه په پراخه کچه پیسې هم هلمند ته راغلې او په بېلا بیلو برخو کي مصرف سوې . خو د فساد ، ټیټ ظرفیت او نا اهلو چارواکو له وجي دغه پیسي په سمه توګه پر سمو پروژو ونه لګیدلې .
په ۲۰۱۲ کال کي په شیکاګو کي د ناټو د مشرانو په کانفرانس کي پریکړه وسوه چي تر ۲۰۱۴ کال پوري به نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د پلان سره سم د ۲۰۱۴ کال په جریان کي په هلمند کي د نړیوالو ځواکونو ۱۳۷ بیسونه په بیلابیلو سیمو کي وتړل سول او په هلمند کي د طالبانو او تاریاکو پر وړاندي مبارزه د افغان ځواکونو پر غاړه ده ، دا مهال په هلمند کي تر ۳۰۰۰۰ زیات افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کي بوخت دي ولي بیا هم شمالي هلمند (موسی کلا، کجکی ، باغران ، نوزاد ، سنګین ) تر ډېره د طالبانو په لاس کي دي . یوازي جنوبي هلمند په نسبي ډول پر ارامه دی . د امنیتي ستونزو تر څنګ بله مهمه مسله د تاریاکو ده ، د تاریاکو د کښت کچه څو چنده سوې ده او د شمالي هلمند د ناامنه کېدو په صورت کي دا کچه نوره هم پر ډیریدو ده .
 د دې امنیتي ستونزو د حل په موخه د خلکو ، د خلکو د استازو او مدني بنسټونو له خوا له ولایتي ادارې او مرکزي ادارې څخه په وار وار غوښتني سوي دي او د حل په موخه یې ولایتي او مرکزي ادارې یو شمیر هڅي کړي دي خو ستونزي بیا هم پر خپل حال پاته دي او ورځ تر بلي په چټکۍ سره د ډیریدو پر خوا رواني دي .
وړاندیز
دا سمه خبره ده چي په روانو ستونزو کي یو شمیر بهرنيي کړۍ لاس لري یا په هلمند کي د افغان ځواکونو تر منځ نه همږغي او فساد د دې ستونزو په ډیریدو کي مهم رول لري خو زموږ یوې خبري او مهمي خبري ته فکر نسته او هغه داچي موږ د هیواد د یوه ستر ولایت د امنیت د جوړیدو او ښه کیدو په هڅه کي یو . دومره ستر ولایت چي کي یې له کاپیسا سره مقایسه کړو نو د کاپیسا ۳۱ برابره کیږي او که یې له ننګرهاره سره مقایسه کړو نو ۷ برابره یې کیږي .
هیڅ ممکنه نده چي پدغه امکاناتو او جوړښت دي د دې ستر سیمي امنیت او ثبات وساتل سي په داسي حال کي چي هغه هم د طالبانو او هم د تاریاکو مرکز وي .
یو له وړاندیزونو څخه دا دی چي له هلمنده باید دوه ولایته جوړ سي ، شمالي هلمند د زمینداور یا داور په نوم جلا ولایت سي او موسي کلا یې مرکز وټاکل سي او پاته هلمند بیل ولایت . موسی کلا د دوهم ولایت لپاره بهترین موقعت دی ځکه زیاتره شمالي ولسوالۍ سرحد ورسره لري او اوس هم تر ډیره د همدې شمالي ولسوالیو د مرکزیت حیثت لري ، دا وړاندیز کیدای سي خپلي ستونزي ولري ځکه د نوي ولایت جوړول په ملي سطحه یوه مسله ده چي توافق غواړي او هم پراخ امکانات او زموږ د دولت امکانات اوس لږ دي خو د جنوبي افغانستان امن او سکون هم اړین دی .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button