زه څنګه مطالعه کوم

زه څنګه مطالعه کوم
رفيع الله ارمان
که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست.

خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې له کتاب سره ستړی کېږم، خوند نه راکوي او کله کله ځان ترې غړوم، ځکه ځینې کتابونه شته چې په هېڅ ډول يې سړی نه شي لوستی او تر لوستلو يې نه لوستل غوره دي، خو دا معلومات هغه وخت درته کېږي چې تر دې وړاندې مو ښه ډېر کتابونه لوستي ‌وي، نو بیا کولای شئ ارزښت لرونکی کتاب وپېژنئ.

اووه اته کاله کېږي پرله پسې او منظمه مطالعه کوم، اوس نه يوازې دا چې له کتاب هېڅ نه ستړی کېږم بلکې له مطالعې او معلوماتو يې خوند اخلم او دا چې که کومه ‌ورځ مې کتاب نه وي لوستی يو ډول د ناارامۍ احساس کوم او داسې وم لکه کوم اړين کار مې چې نيمګړی پرېښی وي.

اوس مې خپل بستر، کاري چاپېريال او استوګنځی ټول داسې تنظيم کړي چې د کتاب اسانتيا پکې ضرور شته، هره لحظه چې مې زړه وغواړي کتاب لوستی شم او له مطالعې خوند اخيستی شم. ان تر دې چې ګرځنده مبایل مې هم له سلګونو ټوکه سافټ کتابونو ډک کړی.

پخوا مې هر ډول کتابونه لوستل او ډېر مې هغه کتابونه لوستل چې بل چا به يې ښېګڼې راته بيان کړې، یا به يې راته ډالۍ کړ، خو اوس هر ډول کتاب نه لولم. لومړی د کتاب عنوان ته تر ځنډه تم کېږم، څوک چې ډېره مطالعه وکړي؛ ښه کتاب له عنوان څخه معلوموی شي. بيا يې د لړليک عنوانونه ښه په غور ګورم چې د کتاب نيمايي موخه او منځ پانګه دلته معلومولای شو.

کتاب مې چې خوښ شي لومړی يې سريزه خامخا لولم بیا د ټول کتاب مطالعې ته ځانګړی وخت په پام کې نیسم او په دې خو به مې لا له وړاندې غور کړی وي؛ چې ولې دغه کتاب لولم؟

د کتاب د مطالعې له پيل سره سم، په عنوان کې ور ننه وزم، مخ کې تر دې چې په بيړه د عنوان توضیح ته لاړ شم، تر ځنډه پورې بايد عنوان له ځان سره تحلیل او تجزیه کړم او خپل اخځ بايد ترې ولرم.

چې څنګه مې د عنوان په لوستلو پيل وکړ، نور د مطالعې د لومړیو کلونو غوندې د کتاب پاڼو ته حساب نه کوم چې څو پاڼې مې ولوستې. له هرې جملې او پاراګراف سره د موضوع اړوند انځورونه ذهن ته راولم؛ په کومه کرښه او پاراګراف چې پوه نه شم، په بیا بیا يې لولم، که بیا مې هم مطلب ترې وانه شو خيستی نو پنسل خو به د مطالعې پر وخت خامخا راسره وي، ګونګې کرښې نښه کوم، په اړه يې له ملګرو او استادانو مرسته غواړم.

دا چې کتاب مې تر پوره غور وروسته د مطالعې لپاره ټاکلی نو هېڅ کله يې په نيمايي کې نه پرېږدم.

د هر عنوان په پای کې کتاب بندوم او نښه پکې پرېږدم؛ په لوستل شوي عنوان د پنځو شپږو دقيقو لپاره له ځان سره فکر کوم، تحلیل او تجزیه کوم يې، که يې اړتیا وه عنوان بېرته له سره مطالعه کوم.

د کتاب په پای کې چې مطالعې به يې خامخا څو ورځې نيولې وي، ټول کتاب ارزوم او د يوې ليکنې په ترڅ کې يې په اړه خپلې اخیستنې کاږم او غورچاڼ ترې چمتو کوم.

که تاسو هم مطالعه کوئ خو له خپلې مطالعې څخه ناخوښ وئ، نو له سلګونو کتابونو لوستلو وروسته به مو دا ستونزه حل شي، پر کتابونو به مین شئ او له کتاب پرته ژوند به مو ستړی او سرګردانه وي.

دا خبره هر ځای کې کوم؛ کومه کوټه کې چې کتاب نه وي لکه کړکۍ يې چې نه وي، بې کتابتونه کور تیاره دی او په کوم ښار کې چې کتابتون نه وي لکه بې روحه جسد چې ولاړ وي، نو تاسې خپلو کوټو ته د کتابونو کړکۍ ور پرې کړئ او په بې روحه ښارونو کې د کتابتونونو په جوړولو سره ساه ګانې وچلوئ.

د ژوند د مثبت بدلون له پاره کتابونه مطالعه کړئ، څو مو سترګې رڼې او د خدای تعالی هستۍ په غړېدلو سترګو ووینئ!

د ښې مطالعې د حوصلې په هيله مو

د ۱۳۹۹لمريز کال د وږي ۱۱مه

کابل، افغانستان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button