افغانستان ډیر بد هیواد د پاخه عمرونو خاوندانو له پاره

سید عبیدالله نادر

افغانستان ډیر بد هیواد د پاخه عمرونو خاوندانو له پاره
یو تن د دوستان څخه چي په ارزیابی امتحان کې یي، خپل مقام له لاسه ورکړی وو.او د عمر له لحاظه پاخه عمر ته رسیدلی وو،دده پر ځای یو ځوان په ارزیابۍ کې بریالی شوی وو.چی د تازه معلوماتو سره نوی وظیفی ته راغلی وو.
نو ده راته د خپل ژوند څخه چی ډیر تری ناهیلی وو، شکایت وکړ .ده راته وویل چی سړی زوړ شی، نه په دفتر کې یي قدر وي .نه په کور کې قدر لري او نه په دولت کې او خپل راتلونکی ته هم ډیر اندیشمند ښکاریده. ده د پاخه عمر د خاوندانو له پاره په افغانستان کې د بی قدرۍ او بی ارزۍ ډیر شکایت وکړ .په رشتیا چی په افغانستان کې د پاخه عمرونو د خاوندانو له پاره څه معیشتی پروګرام نشته ،او د دولت له خوا ، د آسا نتیاوو د برابرولو د پاره کوم تدبیرونه نه دي نیول شوی،ما په یوه اخبار کې چی د انصار په نامه يادیږي ،په یوه ګڼه کې چې ګڼه یي ۱۴۱وه او سر لیک د مضون لیکل شوی وو(افغانستان بد ترین کشور برای سالمندان)تر عنوان لاندی افغانستان د پاخه عمرونو خاوندانو،یا د فارسی اخبار په اصطلاح سالمندانو د پاره د رفاه او آسانتیاوو د نه برابرولو له حیثه ډیر بد هیواد شمیرل شوی ، چی ښه هیواد سویدن ښودل شوی .ورپسی ناروی،آلمان،هالند،کانادا،آیسلیند،جاپان،آستریا،آیرلند،چلی په دي هیوادو کې د پاخه عمر نر او ښځو د پاره ډیری آسانتیاووی برابری دي .امریکا چی ددنیا ډیر شتمن هیواد دی، په اتمه درجه کې راځي .او انګلستان په دیارلسمه درجه کې سیرالانکا په ۳۶ درجه او پاکستان ۸۹ درجه کې راځي ددي لیکني څخه می مطلب دا دی ،چي په افغانستان کې د پاخه عمر د خاوندانو د پاره د پیرۍ او زړښت په موده یا موقع کې ،د دولت له خوا آسانتیاووی نه برابریږي .خلک خپل راتلونک ته انیښمند وي،د دولت او چارواکو څخه مو هیله داده ،چی په دي اړوند ځپل پام راواړوي ،او پری نه ږدی چی افغانستان په ديره بدو هیوادو کې د اخبار په اصطلاح د سالمندنو د پاره حساب شی، بله خبره دا چې په اداراتو کې دا سپین ږیری د خپل کارونو د خلاصولو په موده کې سر ګردانه نه شي ، زما یوه خاطره ده چې د آمریکا د کلیفرنیا په اوکلند کې اوسیدلم دا چې راته ویل شوي وو چې یو څو ورځي می پاتي دي چې پنخه شپیته کلن شم او خپل د تغاعد د کار د خلاصولو د پاره یوې وکیلې ت ولیږل شوم ،وکیله ډیره مهربانه ښځه وه ، پس له ډیرو فورمو ډکولو او امضا ګانو څخه رات وویل شول ، چې ته اوس ځه بیا مونږ مکتوبی خبر درکوو ، ما پشتنه وکړه چې اټکلی دا به څومره دوام وکړي ، ښځي وکیلي وول چې شپږ میاشتی ، زما په زړه کې لږه اندیښنه راغله چې آیا دا شپږ میاشتی به زه څه خورم او څنګه ګذاره کوم وکیلي بی له ځنډه لکه زما په تندی کې چې یې زما د زړه حال لوستلی وي ، ماته یې وویل چې تاته په دي شپږو میاشتو کې د یوې بلی مرستندویه مرجعی څخه معاش درکوو ،او وي ویل چې مونږ ستاسو موسسی ته لیک لیږو، چې هلته یو کس تا سره د کار د تعقیب په هکله سوسیال کې مرسته وکړي، یعني د تقاعد د مرکز په دفتر کې ، او دا کار دوی وکړ ، دوی شبږ میاشتي ویلي وو چې زما کار به خلاضیږي ،خو زما کار په درې اونیو کې وشو او ماته د ویل شوي مرستندویه مرجع نه معاش هم ورسید ، چې په دي درې هفتو کې مونږ دوی ته ټیلفون وکړ چې دا معاش چې اوس ماته رسیدلی په دي څه وکړم وکیلي وویل : چې هغه د دولت په حساب کې بیرته تحویل کړه ،یعنی د دې خاطرې یادونه می په دې وکړه ، چې دغسی یو غمخواره نظام ، او زړ سوانده مامورین می خپل وطن او خلکو د پاره پیرزو ده ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button