لويي /انانيت/ ځانښودنه!

لويي /انانيت/ ځانښودنه!
ډېر کله داسې چې يو ښه او هوښيار انسان هم تېروتنه کوي! هو؛ ټولې تېروتنې په دې معنا نه دي چې موږ دې ماتې وخورو او يا دې ناکام شو، ځېنې تېروتنې داسې وي چې موږ د هغې په اساس خپل نږدې او ښه دوستان له لاسه ورکو، زړونه يې ماتوو او يوازې پاتې کېږو.
دا چاره کله کله غيرې ارادي وي، خو اکثره وخت په ارادي ډول هم ترسره کېږي.
انانيت چې لويي او غرور يې هم ګڼلى شو؛ نوموړې چاره په ځېنو انسانانو کې هغه وخت رامنځته کېږي چې موقف تر لاسه کړي، له حده زيات درناوى ورته وشي او همداسې نورو پديدو لکه چايېريالي تاثيراتو او نورو په اساس رامنځته کېږي.
دلته مهمه خبره دا ده که چېرې په انسان کې انانيت په غيرې ارادي ډول رامنځته شي، ممکن انسان ورته له يو څه وخت تېرېدو وروسته متوجه شي او له منځه يې يوسي چې غيرې ارادي انانيت به دومره د اندېښنې وړ نه وي.
خو که چېرې انانيت په انسان کې په ارادي ډول رامنځته کېږي، انسان خپله ځان تر نورو خوا و شا خلکو لوړ بولي او د لويي احساس کوي، نو دا د اندېښنې وړ خبره ده؛ ځکه چې لويي کولى شي نوموړى يوازې کړي، په علميت، دندې او ورځنيو چارو يې بده اغېزه وکړي او ان د وخت په تېرېدو سره نوموړي شخص ته رنګ رنګ تکاليف او ناروغۍ پيدا کړي.
يوازې په دلته نه بلکې د نوموړي په ابدي ژوند هم تاثيرات لري ځکه لويي کوونکى او متکبر انسان د الله ج هم نه خوښېږي.
نو موږ ته پکار ده چې په هر موقف، وخت، حالت او چاپېريال کې لويي ونکړو، خپل جوړښت ته فکر وکړو او د هغه ذات څخه ووېرېږو چې زموږ روح او د دنيا او عقبا ټولې چارې يې په واک کې دي.
حکمت الله همدرد.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button