دهېواد سخت شرايط د افغانانو واحد عمل غواړی!

نورمحمد غفوری

په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خورا ستونځمن حالت او افغانی ټولنه د خپلې تاريخي ودې د بهير په خورا سخت او پيچلي پوړکې قرار لري. د دولت په موجودیت کې عملا د حاکمیت تشه موجوده ده. زموږ په کورنيو چاروکې د ګاونډيو او نورو خارجي هيوادونو او ځواکونو بربنډې لاس وهنې ډيرې پراخه دي. دې وضعیت نه يوازې د اوسني سیاسي سیستم مخالفینو ته د جګړې او وسلو د کارولو بهانې په لاس ورکړې، بلکې دولتي مشران يې هم ناراضه او ناامیده کړي دي.

د تيرو اتو کلو پېښو په ډاګه څرګنده کړه چې نه يوازې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په لاس او ملاتړ جوړ شوی دولت د افغانستان د بیارغونې او دموکراتیکو ريفورمونو په اجرا کې ناکامه پاته دی، بلکې پخپله «نړیواله ټولنه» هم زموږ ولس، خپلو ملتونو او په مجموعي ډول نړیوالو ته د ورکړل شوو وعدو په تر سره کولو کې بریالۍ نشوه. په افغانستان باندې د امريکا او د هغو د مؤتلفو ملګرو د پوځي حملې په درشل کې اعلان شوي هدفونه د دوی په قول د طالبانو د «بنیادګر او تروریستي» دولت له منځه وړل، د القاعدې او طالبانو د مشرانو- بن لادن او ملا محمد عمر – نيول، په افغانستان کې د ولس له ارادې سره سم د دموکراتيک نظام ټينګول، د جګړې ځپلي او وران افغانستان بیارغونه او په دې جغرافيایی ټوټه کې د اوسیدونکو خلکو د ژوند د سطحې لوړول، د مخدره موادو د کرلو، ليږدولو، توليد او استعمال په ضدمبارزه او په هيواد او منطقه کې د تروريسم او تروريستی اعمالو مخنيوی ؤ. خو دادي تر اتو کلو زیار او ایثار وروسته یې هم د خپلو هدفونو په تر لاسه کولو کې غوڅ بریالیتوب نه دی تر لاسه کړی.

دامریکا او د هغو د ائتلاف د شریکانو د پوځي عملیاتو په پایله کې د طالبانو حکومت را وپرځول شو، خو عملاً د هغو په قطعي ماتې برياليتوب ترلاسه نه شو. د القاعدې او طالبانو رهبران يې ونه شوای نیولای. په هيواد کې سیاسي واک له طالبانو څخه واخيستل شو، خو په بدل کې يې پيژندل شوو جګړه مارانو، د ملي او شخصي شتمنیو په وړاندې بې پروا کسانو، د فردي آزادیو ضد دیکتاتورانو، فناتيکو راديکالانو او له غربي هېوادونو څخه را لیږل شوو بې تکيې او په تودو کې بې نفوذه بیروکراتانو ته وسپارل شو، چې ډیر يې د وطن او ولس د خدمت پرځای د خپلو جيبونو او بانکی حسابونو په ډکولو لګيا دي. د خارجی هېوادونو او ځواکونو د لاسوهنو، سازشونو او فرمایشونو په نتیجه کې رامنځته شوی دولت د افغانستان ملی ګټو ته د رښتینو وفادارو کسانو څخه نه، بلکې د پرديو هېوادو د ګټو د ساتندویانو له ميخانيکي مجموعې څخه جوړ شو. د کوچنی اقلیت څخه جوړشوي او له ولسي تودو څخه تجرید افغاني دولت په تيرو اتو کالونو کې په دې ونه توانېده چې په افغاني ټولنه کې حداقل مشروعیت تر لاسه کړي او د ټولنې د اکثريت نظر ځان ته راواړوي. نه یوازې دا چې په عمل کې د ولس له خوښې سره سم دموکراتیک او مترقي نظام په هیواد کې رامنځته نه شو، بلکې امنيتي وضعه خرابه شوه. جنګ او جګړو شدت او پراختيا وموندله. د افرادو شخصي آزادي او مصئونیت تضمین نه دی. برمته نیول او په کوچنیانو باندې جنسي تعرضونه ډیر دي. هره ورځ په لسګونو وګړی په مختلفو پيښو کې په رنګارنګ سببونو له منځه ځي. ښوونځي سوځول کيږي او د زده کوونکو نجونو پرمخ تيزاب شيندل کيږي. ځانمرګې حملې ډيرې شوي دی. لنډه داچې د جرمو، جنحو او جنايتونو لړۍ ډېره چټکه پر مخ روانه ده.

په ډېرو ځایو کې د بیا رغونې پروسه ډیره پڅه ده. په ځينو ولایتونو کې یا دولتي ارګانونه د فعالیت قابلیت نه لري او یا هم له لویو ستونځو سره مخامخ دي. په هيواد کې ځينې دولتي مؤسسې، فارمونه، فابريکې او نور اقتصادي او تولیدي تأسیسات د آزاد بازار پر آرونو د خصوصي سکټور د فعالیت د ګړندي کيدو تر بهانه او نامه لاندې د خصوصي کيدو (پریواټيزاسیون) په پروسه کې معینو کسانو ته د کمو بیو په مقابل کې «ډالۍ» شوې. له ګمرکی عایداتو څخه د شخصي او ګروپي ناوړه ګټو اخيستنه دوام لري. د کورونو د بیو د لوړېدو په نتيجه کې د کورونو کرايې لوړې شوې. لنډه داچې دخارجی ډيرو مرستو سره سره هم د غريبو او متوسطو ټولنيزو طبقو او قشرونو په ژوند کې د لید وړ ښه والی نه دی راغلی. د فقر او بډايۍ ترمنځ واټن ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دي.

په افغانستان کې د مخدره موادو کرهڼه، قاچاق، توليد او استعمال لا رواج لري. د افغاني کډوالو ستونځه، چې د افغانی ټولنې تر مخ د پرتو غوره ستونځو څخه ګڼل کيږي، د حل پر ځای د پړسوب پر خوا روانه ده. داسې دولتی ځواک او ارګان نشته چې عملاً د افرادو له فردي آزادۍ څخه دفاع وکړای شي. په هيواد کې لا تر اوسه داسې خپلواک، په بین المللي او ملي حقوقي نارمونو پوه او باورمند، ځواکمن او واکمن قضایي ارګان نشته چې د بشري حقوقو په اړه د نړیوالو منل شوو نارمونو سره سمې پريکړې وکړي. امنيتي ځواک هم په داسې حالت کې نه دی چې د قضا لخوا د نیول شوو تصمیمونو پلی کيدل په سم ډول عملي کړي.

د داخلي او خارجي غرضداره ځواکونو په لمسون د افغانستان د لرغونو او وروڼو قومونو ترمنځ په مختلفو ذريعو بدبینۍ او دښمنۍ ته لمن وهل کيږي. د يوه دين او مذهب پیروان د نورو د لارویانو په وړاندې په رنګارنګ ډولونو تحريک او لمسول کيږي. د يوې ژبې ويونکي د نورو د ويونکو او د يوې خوا او محل اوسیدونکي د هيواد د نورو سیمو د اوسیدونکو په ضد تحريک او جنګ او جګړو ته هڅول کيږي. دولتي او حکومتی ادارې د اختلاس او فساد په داسې ناروغۍ اخته دي، چې ساری يې په تاريخ کې نه ليدل کيږي. په ځينو ځایو کې دولتی انتظامي ځواکونه د امنیت د راوستلو پرځای د بې امنيوسبب ګرزي. لنډه دا چې د کابل د اوسني دولت په شان کمزوری، بې کفايته او بې لياقته، ضعيف، فاسد، د ملي منافعو په وړاندې بې پروا، له مسلکي پوهې څخه بې برخې اوپه برملا توګه د خارجي هیوادو د ګټو د ساتونکو افرادو څخه جوړشوی دولت به په غالب ګمان د هيواد په تاريخ کې نه وي تیر شوی.

په هیواد کې د ډیرو ګوندونو، سازمانونو، ټولنو او مؤسسو له موجودیت سره سره د دولت په مخالف لوري او اپوزيسیون کې هم داسې سیاسي، اجتماعي جوړښت نشته چې د خارجي او نړيوالو ځواکونو په وړاندې په منطقي او سوله ایزه توګه د سالمو او منل شوو سیاسي او ديپلوماتيکو لارو د افغانستان له عامو ملی ګټو دفاع وکړای شي. ددې ډار شته چې له افغانانو څخه پخپل مورني ټاټوبي کې د پخپلې خوښې ژوند کولو آزادي واخيستل شي او د نورو د ژوند د طرز خامو او غیر ضروري پيښو او تقليد ته اړ ايستل شي.

افغانستان نن په نړیواله کچه د زبر ځواکونو ترمنځ د يوويشتمې پیړۍ د ستراتيژیکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره د کشمکشونو او د سیمې د هېوادونو د سيالیو د دايرې په محراق بدل شوی دی. په نړیواله کچه د کلتورونو، ايديولوژیو، مذهبونو او اديانو ترمنځ د سیالیو، کړکيچونو او خونړیو جګړو د فیصله کولو میدان ګرځېدلې دی. په تاريخي لحاظ د نړۍ د ستر بین المللی ائتلاف له خوا د وسله والو ځواکونو د عملیاتو په ډګر اوښتی چې همدا اوس تقريبا د څلويښتو هيوادو له خوا، شاوخوا اویا زره وسله وال پوځ دلته پروت دی او د نورو د را لیږلو پلانونه هم شته. ټولو ته څرګنده ده چې دا پوځونه د نړۍ په خورا مدرنو او عصری وسلو سنبال دي. د فوق العاده لوژستیکي خدمتونو او د سوق الجیش له هر ډول آسانتیاوو برخمن دي. دا ځواکونه پریمانه پیسې، وسلې او وسيلې په لاس کې لري. دې حالاتو افغانستان د نړيوالو جاسوسي او استخباراتي شبکو په قوي مرکز اړولی او د مختلفو هيوادونو او ځواکونو ترمنځ د یو بل په وړاندې د چالونو او جالونو د جوړولو او غوړولو له پاره ډیر اغيزمن ډګر دی.

په داسې سختو حالاتو کې د هيواد د انفراسټروکټور رغونه او رامنځته کول، د وږي، ناچاره او جګړې ځپلي ولس د نس مړول، د ځان پټول، د سر د سيوري موندل، د هغو د سواد او ښوونې او روزنې شرايط برابرول، د روغتيا غم يې خوړل او ډیر داسې نور هغه غټ پرابلمونه دي، چې د افغانانو د متحد فعالیت او د نړيوالو مرستندویانو ترمنځ د همغږۍ پرته يې حل کول ناشوني دي.

د افغان ولس تر مخ د پرتو لويو ستونځو حل د ټولو کسانو دنده ده، چې د افغانستان په نامه نومول شوې جغرافيايی سیمه کې استوګنه لري. هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي، که نر دي او که ښځې، که په هر دين او مذهب عقيده من وي، که د هيواد په هر ګوټ کې ژوند کوي، که په هره ژبه خبرې کوي، که په هر اتنیکي ګروپ پورې تعلق لري، که د هر ډول سیاسي مفکورې څښتن او که هر رهبر او ګوند ته کار کوي؛ تر هرڅه لومړی دا دنده ور په غاړه ده چې د هيواد د پولو او د افغانانو د تاریخي وياړونو ساتنه او د اسلام د دین او مختلفو مذهبونو د پیروانو د دينی مناسکو د ادا د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي. په افغانستان کې د افغانانو د پخپل زړه ژوند کولو واک، په سوله او امنيت کې د ټولو اوسیدونکو له پاره د ژوند د شرايطو برابرول او د ښځو او نرو له پاره د انساني عزت او شرف خوندي کول د هر چا انساني او وجداني مسئولیت دی. د دولتي بودجې، د اشخاصو له خصوصی امکاناتو او د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه د غلا، چور او چپاول مخنيوی، د ټولو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوری ظرفيتونو او امکاناتو اغيزمن او پر ځای کارول او د هیواد د بیا رغونې د پروسې چټکتيا د افغانستان د هر وګړي په ګټه دي. دا او ځينې نور هغه څه دي چې د هيواد د لوړو ملی ګټو په دایره کې قرار لري اوهيڅوک ور سره مخالفت نه شي کولای او باید ويې هم نکړي.

د افغانستان د دموکراتيزه کولو، امنيت، ثبات او بيارغونې په بهير کې تر اوسه پورې د همدا لږو لاسته راوړنو ساتنه هم په اوسنۍ شېوه او د اوسنۍ واکمنۍ له توانه وتلی کار دی. که موږ افغانان، د وحدت او اتفاق په لورځانونه ونه خوځوو او په ګډه سره لازم تدبيرونه ونه نيسو، داسې خطر هم شته، چې دا اوسنۍ لاسته راوړنې موهم له لاسه ووځي، د ژوند شرایط مو تر دې هم سخت شي، بیرته په شا ولاړشو، په افغانی ټولنه کې انقطاب نور هم زیات شي او هېواد مو د تجزيې له ګواښ سره مخامخ شي.

د عامو وطنی او سترو ملی ګټو ساتنه یوازې د يوه او يابل قوم، محل او یا سیاسي او ایديولوژیک ګروپ دنده نه ده، بلکې دا د ټول ملت او د هغو د هر وګړي ځنډ نه منونکې دندې او مسئولیتونه دي او بايد په ګډه سره يې سرته ورسوو. که کوم ځانګړی قوم، کومه سيمه، د کومې ځانګړې ژبې ويونکی، یو او یابل سیاسی ګوند او ټولنيز خوځښت د عامو ملی او سترو سراسری وطنی ګټو ساتنه د ځان انحصار او امتياز وبولی، داسې فکر وکړي چې ددې چارو د اجرا توان او استعداد يوازې له هغه سره دی او نور ددې دندو اجراته پرې نږدي، دا به ډیره ستره تيروتنه، لويی غوښتنه او د نورو وطنوالو په وړاندې د بې باورۍ او تحقير د تخم شيندنه وی. که په يوه او يابله بهانه يو او يا څو ژبني، محلي، ديني، قومي او یا سیاسي او ټولنيز ګروپونه ځانونه په دې حساسه تاريخي لحظه کې ددې سترو تاريخي او حساسو ملي مسئلو له حل څخه باسي، هغه د کوم بل یوه او يا څونورو په غاړه وراچوی، دا به هم د هغوی له خوا د وطن او ملت په وړاندې ستره جفا او بې مسئولیتی وي. تر دې ستره ګناه به داوي، که په داسې حساسو شرایطو کې کوم اتنیکي، ژبني، محلي او یا سیاسی ګروپ د عامو ملي او وطني دندو له اجرا څخه ځانونه وباسي، هغه د بل محل، قوم او سیاسي او مذهبي ډلې په غاړه ورواچوي او پخپله هم بیا له موقع څخه په استفاده د خپلو روا او يا ناروا محدودو ګروپی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د هغوی په مقابل کې په مبارزه لاس پورې کړي.

د نړۍ، منطقې او زموږ د خپل هيواد د سياسي، ټولنيز او امنيتي شرايطو پيچلتیا هر چاته روښانه ده. زموږ په هېواد، سیمه او چاپيریال کې د پديدو او پروسو د ودې لوری ناڅرګند او تر زیاتې اندازې زموږ له واک او اختياره وتلی دی. دا واقعیت باید و منو چې د نړۍ، سيمې او هيواد په دې مغلقو، سختو او وخت په وخت منقلبو شرايطو کې ددې پراخه، هر اړخيزو، سترو تاريخي او ملي چارو تر سره کول د يوې مشخصې ډلې او سازمان له وسه وتلی کاردی. هيڅ اتنيکی، ژبنۍ، مذهبی او يا محلي ډله نه شي کولای چې په تنهايۍ سره ددې سترو تاريخي او ملی پرابلمونو د حل له عهدې څخه ووزي. دا د افغانستان د ټولو قومونو، ولایاتو، ديني او مذهبی کړيو، ګوندونو او ټولنيزو مدني سازمانونو ګډې هڅې او هاند غواړی. ددې سترو ملي او سراسری مغلقو پرابلمونو حل يوازې او يوازې د ټولو ملي ظرفیتونو او امکاناتو د په کار اچولو او له بین المللي مترقی او عدالت غوښتونکو هڅو او تلاښونو سره دهمغږې کولو له لارې امکان لري.

دا بیا پخپل نوبت د داسې ملي- سیاسي ځواک موجودیت ته اړتیالري چې په داخل کې د افغاني ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو د تاريخي ودې د قانونمنديو پر بنسټ د نړيوالې بشري ټولنې د تکامل او وړاندې تګ د عامو او اساسی قوانينو په رڼاکې د افغانی منل شوو ارزښتونو د ساتلو سره يوځای د اوسنيو ملي ستونځو د حل له پاره مناسبه لار په نظري توګه وموندلای شي او د هغو د پلي کولو له پاره اړوند ريزرفونه او امکانات په ګوته کړای شي. په دې صورت کې به له يوې خوا دا سراسري او دموکراتيک سیاسي ځواک وکولای شي چې د هيواد په دننه کې د ولسونو پراخې کتلې په خپل ځان پسې را کش کړي، او له بلې خوا به د نړیوالو ځواکونو له خوا د هيواد او منطقې په سیاسي او ټولنيزو پروسو کې د اغيزمن ځواک په حیث ومنل شي. په افغانی ټولنه کې به د خپل کميت او ښه کیفيت پر بنسټ د لوړې اوتوريتې او اعتبار خاوندشي، د هېواد د ستونځو د حل له پاره به مناسبې لارې وموندلای شي او د نیول شوو پرېکړو د خلاق او معقول پلي کولو توان به ولري.

February 8th, 2010

نوت: دا لیکنه مې لس کاله مخکې کړې وه او په هغو کې د اوسنیو راغلو حالاتو وړاندوینه شوې ده

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button