ښه حکومتوالي د ولس نېکمرغي ده!

که چېرې د نړۍ ټولنيز، سياسي اوکلتوري  تاريخ ته يو ځغلند نظر وکړو، نو تلوسمن انسان د خپل ټولنيز ژوند د پايښت،اوډون او سمون په  موخه تل په بې پايه هڅه او هاند بوخت ؤ، دى او لا به هم وي چې، همدا چاره د ځمکې پرمخ د بشري ژوند د چټک پرمختګ او تکامل  لامل شوې ده. د نړۍ  سياسي تاريخ خورا لرغونې مخينه لري چې، شاليد يې لرغوني بين النهرين (اوسني عراق ) ته رسيږي. د ترلاسه شويو لرغونو شهادتونو او لاسوندونو پربنسټ لومړني حکومتونه دلرغوني بين النهرين د دجلې او فرات سيندونو ترمنځ د سومر، اکد، بابل، اشور او سام په سيمو کې رامنځ ته شوي چې، د نوموړو سيمو خلکو جلا_جلا واکمنۍ درلودې او کله ناکله به هم د يوۀ واکمن اوځواکمن دولت د حاکميت ترچتر لاندې په ګډه سره اوسېدل. وروسته له همدغه ځايه د حکومت فکر مصراود نړۍ نورو مدنيتونو ته لېږدېدلى او خپور شوى دى. د سومريانو مدنيت تاريخي شاليد (٤٠٠٠) ترمخزېږدي کاله  ښودل کېږي چې، دا چاره په خپل ډول کې د تلوسمن  انسان د هڅاندطبيعت څخه سرچينه اخلي. د لرغونو سياسي اندونو په اډانه کې بيا د هنديانو سياسي فکر، د چينايانو سياسي فکر کنفېسيوس، يوناني، رومي پوهان او د هغوى له اندونو سره اړوند ښوونځي رامنځ ته شول. په دويم ټپال کې  اروپايانو په دې ډګرکې ډېر زيات پرمختګ وکړ، د اروپاپه منځنيو پېړيوکې ګڼ شمېرسياسي پوهان او د هغوى د فکر پلويان را وټوکېدل چې،  په دې برخه کې د سن اګوسټن، ايګري ډانټې، مارس دوپادو، مارتين لوتر کېنګ او جان لاک نومونه د يادونې وړدي چې، دغو ټولو مفکرانو د ټولنې د اصلاح  او سمون په موخه خپل سياسي اندونه او ليدلوري وړاندې کړي او د هغوى فکرونه  په بشري ټولنه کې دلويو بدلونونو او تحولاتو لامل ګرځېدلى دى. د اوسنۍ نړۍ په ټولنيز سياسي پرمختګ کې اسلامي سياست اوسياستپوهانو هم خپل بنسټيز رول په ښه او غوره توګه لوبولى چې، په دې ترڅ کې د اسلامي سياسي فکراو اسلامي سياستپوهانو په ډله کې د ابونصر فارابي، المعاوردي، نظام الملک توسي، امام غزالي، ابن خلدون، خوشال خان خټک، شاه ولي الله، سيدجمال الدين افغان او علامه اقبال لاهوري نومونه  د يادونې او ژورې پاملرنې وړ دي. د همدغو نوموړو اسلامي فکربنسټګرانو او سياستپوهانو د اندونو په پايله کې په اسلامي نړۍ کې خورا لوى بدلونونه او تحولات راغلي چې، په ترڅ کې يې د نړۍ او په ځانګړي ډول  په اسلامي دنياکې ډېر پياوړي او ځواکمن دولتونه، حکومتونه او امپراتورۍ رامنځ ته شوې چې، کلونه او کهولونه يې پر ډېرو هېوادونو او پراخې سيمې دولتونه او حکومتونه چلوي  او د خپلې واکمنۍ او امپراتورۍ پرمهال  يې د وخت او زمان د هيلې او غوښتنې سره په سمون کې د عدل او انصاف څخه ډک د برم او پرتم وياړونه او شاهکارونه ترشاپرېښودلي چې،نن هم د اسلامي نړۍ د وياړ او سرلوړۍ هسکه  شمله ده. لکه څرنګه چې، مقوله ده،وايي،( نوى پېر نوې هيلې او غوښتنې لري!) نوپرهمدې توسن اروپا هم په پرله پسې توګه د نويو اندونو او بدلونونو په رڼا کې د منځنيو پېړيو څخه ډېر ژر راووته چې، د همدغو وچ کلک حالت په ماتونه کې د لويو انديالانو د فکر اوسياست له اغېز سربېره د الماني ګوتنبرګ له خوا د چاپ ماشين اختراع  هم خپل ژور اغېز پرې باسۀ . هو، د نوموړي اختراع ددې لامل شوه، څو په اروپا کې د( پاپ او کليسا) ښکېلوونکې واکمنۍ ستنې ورو_ ورو په ړنګېدا شي او په اروپا کې د منځنيو پېړيود سياسي، اجتماعي او کلتوري انحطاط او اختناق دوره پاى ومومي او په دې توګه چټکيونى ټولنيز پرمختګ د ليک او لوست پرمټ رامنځ ته شي. البته ديادونې وړده چې،د اروپا په اوسني سياسي پېر کې د هغې لويې وچې د انديالانولکه : مونتېسکو، ژان ژاک روسو، هېګل، جان سټوارټ مېل،کارل مارکس، فريدريک انګلز او يو شمېر نورو سياستپوهانو اندونه د هغوى د سياسي فکر مکتبونه د يادونې وړدي. زموږ لرغونى هېواد افغانستان د نړۍ د يوشمېر خورا لويو تمدنونو د روزنځي او پالنځي حيثيت لري چې، دا ادعا په کره او ثقه لاسوندونو سره په ډاګه او ثابته شوې ده. نوپرهمدې توسن زموږ هېواد دلرغونو مدنيتونو زانګو بلل کېږي. لوى احمدشاه ابدالي په١٧٤٧ زېږديزکال د اوسني افغانستان بنسټ کېښود. احمدشاه ابدالي د هغې تاريخي لويې جرګې له خوا چې،دکندهار ولايت د شېرسرخ په سيمه کې جوړه شوې  وه،د ولس استازو له خوا په خورا ولسواک چاپېريال کې د معاصر افغانستان د پاچاپه توګه وټاکل شو. په داسې حال کې چې، له نوموړي سره يوبل نوماند هم د مشرۍ څوکۍ ته ځان نوماند کړى ؤ، خو د ملت استازو د اوسني مهال په اصطلاح  په سياسي خپلواک چاپېريال کې احمدشاه باباد هېواد مشراو پاچا وټاکۀ. دا ولسواکه او وګړنيزه پروسه په افغانستان او په ځانګړډول په ټوله اسيا کې داسې مهال پيل اوپلې شوه چې،د فرانسې ستر انقلاب هډو شتون نه درلود، په دې معناچې، د شېرسرخ تاريخي لويه جرګه په ١٧٤٧ زېږديزکال دايره شوه اود فرانسې انقلاب په١٧٨٩زېږديزکال رامنځ ته  شو. د افغانانو په تاريخي لويه جرګه کې دوه کارونه ترسره شول، د معاصر افغانستان رامنځ ته کېدل اوددغه هېواد لپاره د واحد مرکزي دولت او حکومت رامنځ ته کول اوداشان ددې نوزيږي هېواد لپاره په ولسواکه توګه د واکمن او پاچا ټاکل ؤ چې،دواړه کارونه په برياليتوب سره ترسره شول، خود فرانسې لوى انقلاب د ژان ژاک روسو د اندونو په رڼا کې د هغه هېواد د شپاړسم لويي پرضد د وسلې په زورد پاڅون په بڼه  رامنځ ته شو. زموږ د شېرسرخ لويه جرګه د وينې تويېدنې پرته د مينې او محبت په چاپېريال کې جوړه شوه، خود فرانسې په انقلاب کې د تاوتريخوالي سربېره په بې ساري توګه وينه وبهېده. نوپرهمدې توسن موږ افغانان د اروپايانو او فرانسويانو څخه (٤٢) کاله پخوا د ولسواکۍ نظام لړۍ پيل کړې ده. د فرانسې انقلاب وروسته يو څو سياسي نظريې رامنځ ته شوې چې، سوسيالېزم، لېبراليزم او اخوانيزم ورته ويلى شو چې، وروسته د همدغو اندونو په رڼاکې د نړۍ په بېلا،بېلو سيمواو هېوادونو کې سياسي ګوندونه جوړشول اود اړوند نظريو په اډانه کې دولتونه او حکومتونه رامنځ ته شول. په افغانستان کې د اعليحضرت محمدظاهر شاه د سلطنت پرمهال ( ١٣٤٢_١٣٥٢) کلونو په موده کې دولسواکۍ لسيزه اعلان شوه چې، په دغه دوره کې ګڼ شمېر ښي لاسي او کيڼ لاسي ګوندونه جوړ او رامنځ ته شول،البته دا ګوندونه د افغاني ټولنې د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او کلتوري شرايطواو حالاتو ته له  کتنې پرته، د ختيځ او لوېديځ  سياسي اېډيالوژيو په رڼا کې جوړ او رامنځ ته شول چې،له بده مرغه د هغوى سياسي فکرونو او اېډيالوژيو افغانستان تر اوسني  پېره له بې پايه ناورين سره مخامخ کړى دى. د سړې جګړې پرمهال د ختيځ او لوېديځ ترمنځ خورا سخته سيالي روانه وه  چې،ددې سيالۍ ډګر اروپا او منځنى ختيځ  ؤ، خوکله چې، په ١٣٥٧ لېږديزلمريزد غويي په ٧ مه نېټه په افغانستان کې بدلون راغى، نو د خيتځ او لوېديځ  ترمنځ د سيالۍ اساسي د مخامختيا ډګرداسيازړۀ افغانستان وټاکل شو. همدلته وه چې، په افغانستان کې د سياسي فکر او سياسي نظام انډول  ړنګ  شو او د هېواد په روانه څه کم څلوېښت کلنه دوره کې بېلا،بېل سياسي دولتونه او حکومتونه رامنځ  ته  شول،له منځه ولاړل او لاهم د رامنځ ته کېدا په حال کې دي، خو يوۀ دولت،حکومت او سياسي ګوند هم هېواد له روان کړکېچ څخه را ؤنه ايست. په افغانستان کې د روسانو له ماتې وروسته د مجاهدينو برى او په  هېوادکې د جهادي ګوندونو ترمنځ د واک پر سرجګړې او بياپه بل ټپال کې د طالبانو راتندون، ټول هغه څه دي چې، زموږد هېواد اوملت په منځ کې يې ددولت، حکومت، ګوند اوسياست نوم او مقام ته خورا درانه زيانونه ورواړول او دې چارې ددولت او ملت په منځ کې د بېلتون کرښه راوکاږله او ولس د سياست، دولت، حکومت او ګوند له نوم څخه سخته کرکه لري. له شک پرته چې، د ٢٠٠١زېږديز کال د سپټمبر١١مې نېټې پېښې د نړۍ په سياسي تاريخ کې د نوي باب  پيلامه  شوه چې، ددغه اوښتون د ثقل مرکز د اسيا زړۀ افغانستان  وټاکل شو. هو، په افغانستان کې د نړۍ د نوي عصر سياسي نظام په اډانه کې د بون لومړني کنفرانس په ترڅ کې حکومت رامنځ  ته  شو چې، دادى، له هغه مهاله څه باندې ديارلس کاله واوښتل. د تېرې ديارلس کلنې دورې په موده کې څلور ځله د ولسمشرۍ اودوه واره  پارلماني ټولټاکنې ترسره شوې چې، دا په خپله په هېوادکې د دولتوالۍ او حکومتوالۍ نظام درامنځ ته کېدا لومړني پړاوونه دي. د تېرديارلس کلن پېرپرمهال په هېواد کې د يوۀ دولت او حکومت لومړني بنسټونه جوړشول،د هېواد نوى اساسي قانون د لويې جرګې له خوا تصويب او اوس په  عملي توګه  نافذ دى، لکه څرنګه چې، اساسي قانون د يوۀ هېواد د ټولو قانونونو مور ده، نو پرهمدې اساس د هغه په رڼا کې د هېواد نور ټول مدني، قضايي،جزايي،د ښځو، کوچنيانو، بشرحقونو او داسې نورقوانين ترتيب ،تصويب او نافذدي. د هېواد په ګوټ_ګوټ کې د ودې،پرمختګ،بيارغونې او آبادونې نښې نښانې لېدل کېږي چې، لسيزه مخکې يې په اړه افغان ولس هډو فکر هم نه شوکولاى. لنډه داچې، که افغاني ټولنه په حقيقي ډول نه وي،نو په نسبي ډول خو هرومرو د رنسانس (بيارغونې ) پړاو ته ننوتې ده چې، هېڅ د سليم عقل خاوند به له دغه واقعيت څخه انکار ونه کړاى شي.څه باندې لسيزه وړاندې موږ افغانانود هېواد،دولت او حکومت په نوم هېڅ هم نه لرل، خودادى،د يوې لسيزې اوښتون وروسته  موږ ډېرڅه لرو. چينايي سياسي انديال کنفېسيوس (کن فوځ ) په ټولنه کې د حکومت په شتون ټينګار کوي. او دادى، اوس موږ خپلواک دولت او حکومت لرو چې، دا په خپل اصل کې د افغان ولس لپاره يوه لويه بريا اوسوبتيا ګڼل کېږي. خو سره له دغوټولو برياوو زموږ دولت اوحکومت لکه څرنګه  چې، بايدۀ ؤ، ولس ته د چوپړ په کار کې پاتې راغلى چې، بنسټيز لامل يې د اوسني نظام په اډانه کې د اداري فساد شتون او د قانون نه پلې کېدا په ګوته کېږي. خودا ستونزه افغاني نه، بلکې ترډېره بريده بهرنۍ صيغه لري، ځکه دافغانستان په مسئله کې ښکېل سيمه ييز او نړيوال هېوادونه په سيمه او افغانستان کې د خپلو سياسي، اقتصادي، پوځي، کلتوري، مذهبي،اېډيالوژيکي او استخباراتي  او دا شان نورو ګټو په خاطر په هېواد کې يو پياوړى او ځواکمن مرکزي دولت او حکومت نه غواړي، نو پرهمدې اساس افغان دولت او حکومت ته په کورنۍ او بهرنۍ کچه هر راز ستونزې او خنډونه رامنځ ته کوي. له بل لوري د اوسني نظام په سياسي او پوځي چوکاټ کې داسې کسان راټول دي چې، هغوى ته په هېڅډول سره  ملي ګټې اهميت او ارزښت نه لري. همدا لامل دى چې، افغان اوسني دولت _ حکومت او ملت ترمنځ د بېلتون کرښې راايستل شوې دي. اوسمهال چې، په نړيوال سياسي ډګرکې لېبرالېزم د خپلو نورو سياسي سيالانو څخه ميدان ګټلى او د هرڅه اساس په ولسواکۍ او قانون واکمنۍ متکي او ولاړدى، نو بايدافغان سياستوال او دولتمشران په افغانستان کې د رښتينې دولتولۍ اوحکومتولۍ د پياوړتيا او ځواکمنتيا په موخه جدي هڅې وکړي. د چينايي سياستپوه کنفېسيوس پروينا: (په يوه ټولنه کې يو بدحکومت تر يوۀ داړونکي زمري هم بد دى.) نو ځکه خو بايد افغان اوسنى دولت اوحکومت دقانون حاکميت ته په ټوله معنا مټې را بډ وهي. له ( ٢٠١٥_٢٠٢٥زېږديزکاله ) په افغانستان کې د بدلون لسيزه اعلان شوې چې، په دغه موده کې بايد افغان دولت او حکومت په ټوله معناد رښـتېنې حکومتولۍلپاره چمتو شي، ترڅوافغان هېواد يوځل بياد (٩٠) زېږدي لسيزې پېرته په شاستون نه شي. يو دولت او حکومت هغه مهال بريالى کېداى شي چې، هغه د ولس د منښت وړ وګرځي او ملت هغه مهال له هر واکمن نظام څخه ننګه اوملاتړ کوي چې، خپل ځان په حکومت او دولت کې وويني او واکمن نظام د هغه له حقونوڅخه د عدل او انصاف په چوکاټ کې ساتنه او دفاع وکاندي. د اوسني افغان دولت ستونزه داده چې، د حکومت په اداره او اډانه کې له پاسه  ترښکېيه او له ښکېيه ترپاسه  په ټوله معنا اداري فساد واکمن دى چې، همدا واکمن فساد د قانون واکمنۍ د پلې کېدا پروړاندې په ښکاره او بالقوه توګه خنډونه زېږولي دي. نوځکه افغان سياستوالواو دولتمشرانو ته لازمه ده چې، د وروستي چانس په توګه ولس ته مراجعه وکړي، د ولس هيلو، غوښتنواو ارمانونو ته لبيک ځواب ووايي او هغه څه چې، ملت غواړي، هغه د عمل په ډګر کې پلي کاندي او داکار يوازې او يوازې د قانون په واکمنۍ کې عملي کېداى شي او د قانون حاکميت د ولسواکۍ لومړنى شرط او بنسټ دى. کله چې، په افغانستان کې د ولسواکۍ او قانون حاکميت پلى شي، نودا چاره به په ټوله معنا د هېواد مرکزي دولت او حکومت د پياوړتيا او غښتلتيا لامل شي او اوسنى او راتلونکي حکومتونه،افغان سياست وال او دولتمشران  به  ټول هېواد ته د حکومتولۍ او قانون واکمنۍ د پراختيا په کار او چار کې بريالي شي،ځکه په ښه حکومتولي کې د ولس هوسايي اونېکرغي ده اوښه حکومتولي د ولسواک نظام څخه سرچينه اخلي. کله چې، پرافغان خاوره رښتينې ولسواکي پلې شي، نوداچاره به افغانستان د نړۍ په  متمدنه ولسواکه ټولنه کې د اسلامي نړۍ د يوه دموکرات هېواد په توګه د ځانګړي حيثيت او پرستېژ خاوند وګرځوي چې، وياړاو افتخاربه يې د افغان دولت او ملت په برخه  وي.

                                                                               فضل وزير هيله من

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button