مشکل اسلام کې دی که مونږ کې؟ / مصطفی سادات

د دې پوښتنې عمومي ځواب خلک داسې کوي چې مونږ کې دی. زه وایم کیسه اسلام کې ده. راځی دواړه حالته سره وڅیړو. مشکل انسان کې دی! نو زه چې له موره پيدا شوم خو ماشومتوب کې خو ما هیڅ داسې کار نه کوو چې نورو ، ځان او وطن ته ضرر پرې ورسوم. د خلکو ښځې چور کړم، د غنیمت په نامه چور وکړم، انتحاري وکړم، خلک ووژنم، دوزخ ته یې ولیږم، دنیا هیڅ وګڼم، سنګسار وکړم، کرکه ولرم او نه په پیري او شیطان خبر وم. شیعه او سني مې نه پیژندل. په دې نه پوهیدم چې یو څوک وژنه؛ غازي یې. که ته ووژل شوې جنت ته ځې او هغه دوزخ ته. په دې نه پوهیدم چې د پل ورانولو ثواب لري. پردي وطن کې ددې لپاره اوسیدل چې خپل خلک ووژنه او وطن وران کړه دې ته هجرت وایې. په دې نه پوهیدم چې کله خپل خلک وژنم او وطن ورانوم د یهود، عیسوي، لادینه او حتا چینایې کمونست مرسته جایز ده. دا چې مړي پسې پیسې مصرف کړم په دې خو نه پوهیدم. دا چې خورکۍ او لورکۍ له کوره وتل حرام دي په دې خو نه پوهیدم. دا چې یو شخص څو کتابو په ویلو سره د پیغمبر سفیر دی او هغه د خدای ج خلیفه دی په دې نه پوهیدم. دا چې یهود، شیعه، عیسوي،هندو او نور مو دښمن دي؛ په دې نه وم خبر. دا ټول هغه وقت را وښودل شول چې له۱۴ کلنۍ واوښتم. ماته چې هر څه را ښودل کیدل ورسره یو آیت او حدیث هم ویل کیده. یعنې هر څه له دین ویل کیدل. له دې مخکې چې مې مور معلمه وه. راته ویل یې بچیه ښه هلکان دروغ نه وایې. د مشران احترام کوي. په کلي کې ښځو ته عمه او نارینه ته کاکا وایې. د ماما خیلو کره ښځو ته خاله او نارینه ته ماما وایې.وچه ډوډی په ځمکه نه غورځوي. میږیان نه وژني. ځان نه چټلوي. نوکان پاک ساتي. وروسته یې الف، ب، ت…را وښودل. ښوونځي کې یې شامل کړم. هلته الف سره الله وو. پښتو معلم راته وویل چې الله ج هر څه پیدا کړي. مهربانه دی. ب کې یې د بابا احترام را وښود. خو چې ټ ته ورسیدم. وویل ټ ټوپک. په ټوپک کافران وژنو. دوی مو ددین دښمن دي, کابل کې کافران دي . نجيب کافر دی . له پلار سره جومات ته تللم. هلته ملا صاحب ویل دوزخ دی، اورونه دي، ماران دي، قبر دی… چې ښوونځي څوم ټولګي ته لاړم هلته راته ویل کیدل چې که غازي شي او جهاد وکړې نو مجاهد یې او ته جنت ته ځې. چې روسان او دکابل حکومت خلک ووژنې غازي یې. دویم حالت دا چې مشکل اسلام کې دی: قرآن کې دا شته چې تر هغې جهاد وکړی چې فساد ختم شي. تر هغې جهاد وکړی چې د الله کلیمه پورته شي. اسلام غالب شي او کفر مغلوب. ما ملکت ایمانکم شته. دا شته چې شهید ژوندی دی او خوراک کوي. دا شته چې قیامت کې دوزخ او جنت دی. د دوزخ تشریح پوره شوې. وروسته حدیثو کې دا واضح شوې چې څوک فاسد دی. چې په ضد یې جهاد وشي. څوک کافر دی. شهید ته څه ورکول کیږي. ما ملکت ایمانکم څه وقت شوي. له یهودو ښځې بول شوې که نه. یعنې سیناریو تیاره پرته ده. خو چې یو څوک راشي سکرین پلې وکړي، دغه کرکټرونه ولوبوي، ډایرکشن وکړي… د امان الله خان وقت کې له دې سیناریو انګلیس ګټه واخیسته. کله چې کمونیزم حاکم شو نو امریکا را ودانګل. ډالر، اسلحه ، البسه , د مجاهد پمپر او نورو خرچه امریکا او سعودي په غاړه واخیسته. د فلم ډکولو ځای او دایرکشن پاکستان په غاړه واخیست. د غازي، مجاهد، شهید او کلیمه پورته کونکي کرکټر لوبولو ته ملا، انجینر، ډاکتر، دهقان، ملک او سید ور ودانګل. عین کیسه صومالیان، کشمیر، سوریه، عراق..کې هر ځل تکرار کیږي. که غرب ملامت کړو چې دغه فلم جوړلو ته دوی پیسې ورکوي خو سیناریو خو اسلام کې شته او کرکټرونه خو خپلو لوبوو. اسلام کې خو دا هم شته چې د یوه انسان قتل د ټول انسانیت قتل دی. خو دوی ته ویل کیږي چې غیر مسلمان ( ددوی مخالف مسلمانان هم غیر مسلمان کې شماري ) حیوانات دي یا له هغې هم کښته . نو ځکه دې آیت مصداق دوی نه دي. اګر که آیت کې یواځې انسان نوم یاد شوی. اوس که ته د امریکا په ځای وې نو د سیاسي او اقتصادي لوبو په خاطر اسلام او مسلمان نه کاروې؟ پنجابی غیر مسلمان دسیاسي او اقتصادی ګټو لپاره همدا کار ونه کړي؟ دسعودي سلفي غیر مسلمان دا کا رونه کړي؟ د حل لاره: شیخ غامدي، شیخ وحید الدین او داسې نورو اسلام په داسې بڼه تشریح کړی چې د هغه پاس مورنۍ تربیه دوام دی. د ټولې نړۍ د انسانانو سره ګذاره کولی شو. څوک له مونږ او زمونږ له دین څخه سوء استفاده نه شي کولی. مثال د جهاد په هکله وایې چې جهاد به د یوه هیواد ملي اردو کوي. د منتخب اولس مشر ، پارلمان او علماوو د شورا په کډه فتوا او حکم. فرد او د هر جومات واله دا حق نه لري. بلکې همدغه فساد دی. قرآن وایې فساد ختم کړی. شیخ غامدي وایې د ښه ډاکتر او انجینر هڅه کوو چې ويې لرو خو د ښه عالم نه. ټمبلترين ماشوم مدرسې ته استوو . مکتب يې نه وي ويلی . چې د بد عالم د فکر بدې پایلې ووینو بیا نیوکې کوو. دی وایې تر څو مسلمان عصري تعلیم ونه کړي له مشکلاتو نه خلاصیږي. دی وایې د ښه تمدن لپاره امنیتي، اقتصادي او تعلیمي شرایط اړین دي. یو وقت داشرایط مسلمانانو برابر کړي وو. بیا امریکا او اروپا. اوس چین او نورو هیوادو. دا چې شیخ غامدي و فرد دی او فقط دین تشریح کوي خو د حکم ورکولو واک نه لري نو اثر یې محدود دی. زمونږ اصلاحیان یې ګمراه بولي. ځکه اصلاحي ته هغه ټ ټوپک واله عالم، عالم ښکاري. د ۴۵ اسلامي هیوادو په سطحه داسې د علماوو یوه شورا پکار ده. چې ددوی له فتوا پرته د هر ملا فتوا فساد وګڼل شي. دغه د دین د سمې تشریح مرکز یواځې همدا وي. حکم منل یې لازمي شي. هلته د هرساینسي او بشري علومو مختصص موجود وي. حتا د هیومن واچ، بشري حقوقو او ملل متحدد غړي هم وي. پدې توګه بیا یو بلجیمی، یو پښتون او یو صومالیای نه رالټیږي چې چاړه په لاس اسلام وګټي! خو چې کله کار وکړي ټول وایې اسلام کې مشکل نشته!

د ساينس په هکله ليکنې اړينې دي که ديني موضوعاتو د سپيناوي په هکله ! د امان الله خان وقت کې پرمختګ خواته علمي سفر پيل شو خو پرديو کوپارو د دين په مرسته امان الله خان په تيښته کړ او جهات جاري شو . که هغه د پرمختګ سفر تر ننه جاري وی; چيرې به رسيدلي وو ! امير المومنين سقاو مشر شو او شريعت يې جاري کړ. تعليم يې منع کړ او د ده امارت چې ختم شو نو نادرشاه راغی، انګليس پرې ومنله چې د دوی پيران او حضرات به په ځمکو او واک نازوي، دوی هم انګليس اپديټ ساتلو. داود خان پرمختګ ته سرعت ورکړ خو که دا سفر نه وی درول شوی؛ چيرې به وو ! بيا انګليس تربيه شوي بابر د خپلو شاګردانو؛ حکمتيار او مسعود په مرسته جهات جاري کړ او د داود خان دويم کال وو، اوه کاله وروسته کمونيستي انقلاب وشو او بيا جهات جاري شو. روسان لاړل خو بيا هم جهات جاري وساتل شو او پر نجيب کودتا وشوه، بيا هم جهات خپلو کې جاري شو. طالبانو په نوي بڼه جهات ورپسې اوږد کړ، دلته جهات نه و ختم چې په امريکايانو يې جهات جاري کړ او هغوی هم د ددوی په وړاندې جهات پيل کړ. د پښتنې مور خو جهات نه دی زده چې زوی يې لوی شي او اسراييلو ته لاړ شي تر څو هلته په کتابونو کې جهات زده کړي، نو کار خو کتابونو کې دی. دا سل کاله د جهاتي کتابو د چاپ ځای، د تريننګ ځای او هجرت ځای اسراييل (ناپاکستان) دی. تر څو دغه د جهات موضوع او نور موضوعات را ونه سپړو نو هيڅ پرمختګ امکان نه لري. ډاکتر ته ښار کې کار نشته خو ولسوالۍ کې د خلکو سترګې پسې راووتې. دا اوس چې ليکنه کوم د هيواد په لرې پرتو سيمو کې د امنيتي ځواکو په وړاندې اسراييلي مليشې جهات کوي، يوه جوړه هيوادونه د اسرا ييل په نامه 1947 م کې د انګليس په وسيله د ابراهيمي دينو پيروانو ته جوړ شول. د فلسطيني او پښتون په وطن يې يهود او هندو ځای په ځای کړل. جهات تر قيامته جاري دی خو د انګليس په چورت، د اسراييلو په ګټه او د پښتون په وينه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button