چهارشنبه, فبروري 24, 2021
  • د ننه کیدل
انځور ویب پاڼه
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
انځور ویب پاڼه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
کور پاڼه اسلامي لارښوني

دغسل بـيـان

انځور پاڼه لیکنه انځور پاڼه
اکتوبر 27, 2020
in اسلامي لارښوني
A A
0
دنـاروغـه لـمـونـځ
Share on FacebookShare on Twitter

غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل. فرض غسل هم دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په غسل كښى دخولی، پوزی اوټول بدن ويمنځل فرض دی.
يادونه : په غسل كښى ډيراحتاط پكاردی دبدن هرهغه ځای چه بی تكليفه اوبه وررسيږی وينځل ئې فرض دی لكه دغوږو شپيلۍ دنوغار، دورځواوبريتوپوست، دږری مابين، دښځى دباندی فرج . لازم ندی چه ښځه ګوته په فرج دننه كړی، همدارنګه كه دښځى سراودلی نه وو نو د ټولو ويښتانو پريمنځل ئې فرض دی كه ئې كوڅۍ اودلی وی نودكوڅيودبيخ لندول كفايت كوی ځكه دغسل دپاره دكوڅيوسپڼل حرج اوتكليف دی، كومی ښځى چه دسرټول ويښتان په كنډورولړلی وی اودغسل په وخت كښى محضى اوبه پرتويوی اوبه دويښتانووبيخ ته نه رسيږی غسل ئې صحت نه مومی نوبيا دغسل دصحت دپاره دكوڅيوسپڼل فرض دی، دغسل په وخت كښى كه دچاغوږوالی په غوږوى يائې ګوتمۍ په ګوته وى ښورول ئې ضروردى څودغوږواليوسورى اودګوتمۍ لاندى پوست ته اوبه ورسيږى اوغسل صحت ومومى.
دغسل سنتونه : ددواړولاسونووينځل تربندوپورى، استنجاوهل كه څه هم نجاست موجودنه وى، كه نجاست موجودوى هغه به له بدن څه ليرى كوى، بيادى داسى اودس تازه كړى لكه دلمانځه دپاره چه ئې تازه كوى مګرپښى دى نه وينځى، بيادى درى ځله پرسراوټول بدن باندى اوبه توى كړى دغسل له ځاى نه دىګوښه شى اوخپلى پښى دى ووينځى، كه په غسل كښى دښځى د ويښتانووبيخ ته اوبه رسيدلى نوخپلى كوڅۍ دى نه سپڼى.
فرض غسل : له آلت څخه دنرياله فرج څخه دښځى په اثر د شهوت په غورځنګ سره دمنى راوتل كه په خوب كښى وى كه په ويښه كه په بى هوښى سره وى كه دهوښ په حال كښى وى كه دجماع په ذريعه وى اوكه دغيرجماع، كه دتصورياچرت په ذريعه وى ياپه كوم بله ذريعه وى فرض دى چه غسل به كوى، په بل عبارت سره كه يوڅوك درند شى پورته كړى اومنى ورنه راووزى نوغسل پرى نشته ځكه چه اثردشهوت نشته، همدارنګه كه دنراو ښځى دسنتۍ ځايونه سره يوځاى شى اودنردآلت سرترسنت شوى ځاى پورى دښځى په آلت كښى پټ شى يادنارينه دخاص اندام سردژوندى بنى آدم كه نروى كه ښځه دلويو بولوپه ځاى كښى ننوزى كه منى ورڅه راووزى اوكه راونوزى، كه دوى دواړه بالغ وى نوپردواړوغسل فرض دى كه يوبالغ وى نوپربالغ باندى غسل فرض اوپرنابالغه غسل فرض نه دى، دغه رنګه دحيض اونفاس ترختميدلو وروسته هم غسل فرض دى چه دحيض كمه موده درى ورځى اوشپى اوزياته موده ئې لس ورځى اوشپى ده، كه د ښځى نه دوينو تويدل تردرو ورځواوشپوكم وه ياترلسو ورځواوشپو زياد وه نوداحيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، دحيض په ورځواوشپو كښى ښځى ته حكم دى چه لمونځ به نه كوى، روژه به نه نيسى، قرآئت دقرآن كريم به نه كوى اودميړه سره به جماع نكوى مګرمستحاضه (مريضى) ښځى ته ددى هرڅه اجازت شته خواودس به تازه كوى.
واجب غسل : كوم كافرچه مسلمان شى اودكفرپه وخت كښى داسى حالت ورباندى راغلى وى لكه پرمسلمان چه غسل فرض كيږى هغه لمبيدلى نه وى يالمبيدلى وى خوپه شرعى طريقه نه وى لمبيدلى نوغسل ورباندى فرض دى.
هغه غسلونه چه رسول الله (ص) سنت ګڼلى دى
دجمعى دورځى غسل دجمعى دلمانځه دپاره، ددوو(٢) اخترو د لمونځونودپاره، دعرفات دورځى غسل چه څوك په عربستان كښى دعرفات پرځمكه وى اودحج اودعمرى داحرام دپاره .
دمذى او ودى پرراوتلوغسل نشته بلكه ددواړوپه راوتولوسره اودس ماتيږى، مذى هغه سرښناكه سپينى اونرمى اوبه دى چه دنراوښځى دساعت تيرى په وخت كښى دذكرڅخه دنراوله فرج څه دښځى راوزى شهوت نه په مړكيږى اوغسل نه دى پرواجب . ودى هغه خټه اوبه دى چه دنرياښځى نه تربولو وروسته بيله شهوت نه راوزى .
په كومواوبواودس غسل اودجامووينځل روادى
دآسمان په اوبو(دباران په اوبو) دشيلى په اوبو، دچينى په اوبو د څاهانوپه اوبو، دسند په اوبو، دويالې په اوبو.
طهارت (پاكى) په هغه اوبوسره نده رواچه په نښتځلو سره له ونى ياميوى څه راووزى لكه د انګورو يا انارواو داسى نوروميوڅه چه را ووزى، پركومواوبوچه بل جنس غلبه وكړى (بل جنس ډيرپه ګډ شى) لكه خاورى، ريګ، شربت، شيدى، دباغلى اوبه، دزردكو اوبه، ښوروا، دګلابواوبه چه اصل اوبه له خپل طبيعت نه واوړى پاكى په روانه ده .
پاكى اوطهارت روادى په هغه اوبوچه يوپاك شى په ګډ شى او يو صفت له صفتوڅه داوبووربدل كړى لكه دسيل اوبه، د ګردماجو اوبه اوهـغه اوبـه چـه زمۍ، زعفـران اوصابـون په ګـډ شـويوى .
كه په ولاړواوبوكښى نجاست ولويږى اوبه كه لږوى اوكه ډيرى وى اودس ياغسل په كول روانه دى ځكه چه نبى عليه السلام امر كړيدى چه ولاړى اوبه دى له نجاست نه وساتلى شى اوفرمايلى دى چه څوك دى په ولاړواوبوكښى بولى نه كوى، د جنابت غسل دى نه پكښى كوى، همدارنګه رسول الله (ص) فرمايلى دى هرڅوك چه له خوب نه ويښ شى ترڅوچه خپل لاس ئې درى ځلى وينځلى نه وى د اوبوپه لوښى كښى دى نه غوټه كوى ځكه چه دغه شخص خبرنه دى چه زمالاس له بدن نه چيرته ويده وو. كه په روانواوبو كښى مردارى (نجاست) ولويږى په هغه سره اودس تازه كول غسل كول اونوره پاكى په رواده ترڅوچه اثردمردارۍ په دغه اوبوكښى معلوم نشى، خوپه روانواوبوكښى تاثير د مردارۍ نه پاتيږى.

ShareTweetShare
پخواني

دحوض او څاه د اوبو بيان

مخته

داودس سنتونه

انځور پاڼه

انځور پاڼه

ورته ليکنې

د اوداسه او لمانځه طريقه
اسلامي لارښوني

د اوداسه او لمانځه طريقه

نوومبر 2, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

پـاكـۍ بـيــان

اکتوبر 27, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

داودس سنتونه

اکتوبر 27, 2020
دنـاروغـه لـمـونـځ
اسلامي لارښوني

دحوض او څاه د اوبو بيان

اکتوبر 27, 2020
مخته
دنـاروغـه لـمـونـځ

داودس سنتونه

دنـاروغـه لـمـونـځ

پـاكـۍ بـيــان

دقرآن کریم پښتو ژباړه

پدې اړه بحث post

وروستۍ ليکني

ګمرک که باج ګیري

ګمرک که باج ګیري

فبروري 24, 2021
طالبانو یو ځل بیا د وینې تویدنې ګواښ کړی

طالب قومندانان د واک په نشه کې

فبروري 24, 2021
کونړ کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د طالبانو د پاکستان حمایت

کونړ کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د طالبانو د پاکستان حمایت

فبروري 24, 2021
په ۲۴ ساعتونو کې باید څومره خوب وشي؟

په ۲۴ ساعتونو کې باید څومره خوب وشي؟

فبروري 22, 2021
د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( لومړۍ برخه )

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( څلورمه برخه )

فبروري 22, 2021

ډېر لوستل شوي

  • د بین الافغاني مذاکراتو د نوي پړاو له پیلېدو مخکې لاس په کار شئ

    د طالبانو جالبه اعلامیه او ځواب

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • شاه زل څوک دی ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان ولې اوربند نه مني ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
انځور ویب پاڼه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

ارشیف

  • اسلام اومذهب
  • اسلامي لارښوني
  • بريښنا پاڼې
  • پښتو شعرونه
  • پښتو لنډۍ
  • پښتو متلونه
  • تاريخي ليکنې
  • ټوكې ټكالې
  • خبرتياوي او پيغامونه
  • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • سياسي او ټولنيزې ليکني
  • ښکلی غږونه
  • طنزونه او ادبي ټوټې
  • علمي او معلوماتي لیکني
  • لنډي کيسې
  • مركې
  • ویډیو
  • وېشنيزه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Create New Account!

OR

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist