دعدلي او قضايي ارګانونو بيارغونه!

دادى په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په سوله ييزه ډول سره سياسي واک د يوۀ  ټاکل شوي ولسمشرڅخه بل ټاکل شوي ولسمشرته ولېږدول شو. هو،کابود يوې ديارلس کلنې مودې له تېرېدا وروسته دويم منتخب ولسمشر ښاغلي ډاکټرمحمد اشرف غني د هېواد سياسي واک د اخېستو لوړه پرځاى کړه. محترم ډاکټرغني د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه په  سوله ييزه  توګه  سياسي واک  ترلاسه کړ. د هېواد نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي اشرف غني د لوړې په خپله تاريخي ويناکې وويل چې،داد افغانستان په تاريخ کې د احمد شاه باباله تاريخي کارنامې څخه  وروسته  لومړنۍ کارنامه ده چې،له يوۀ منتخب ولسمشرنه بل منتخب ولسمشر ته واک په سوله ييزډول سره لېږدول کېږي. په دې کې شک نشته چې، ښاغلى اشرف غني د هېواد او نړۍ په کچه يومنلى شخصيت او دويم انديال دى چې، ترډېره بريده د يوۀ ټکنوکراټ او پياوړي سمبالګرپه توګه شهرت لري.کله چې،د افغانستان د ټولټاکنوخپلواک کمېسيون کابو يوه مياشت وړاندې نوموړى د ټولټاکنود ګټيالي نوماند په توګه اعلان کړ، نو ورسره جوخت د افغان ولس په مړۀ کالبوت کې د بياژوندون ساه په چلښت راغله،ځکه د تېرې ديارلس کلنې دورې د اداري فساد له امله  د دولت او ملت ترمنځ د بېلتون کرښه رامنځته شوې وه.د محترم ډاکټر غني دانتخاباتي بريا او سوبتيا وروسته د افغان معصوم او مظلوم ولس په ناهيلي زړۀ کې د هيلې  سباوون را دې بره  شو. ډاکټر غني د لوړې مراسمو په خپله وينا کې وويل چې، زۀ به  هېواد له روان سياسي،اقتصادي او جنګي کړکېچ څخه را وباسم او هغه ته به په يوۀ ټاکلي لور پرمخيون ورکړم. نوموړي په خپله ويناکې وويل چې، زۀ به په هېواد کې ترټولو لومړى امنيت، له اداري فساد څخه پاکه او سالمه اداره، خوځند اقتصاد او انډوليزه بيارغونه  رامنځته کړم. محترم اشرف غني د خپل کارپه پيل کې د لومړي ځل لپاره د خوست غيرتي او مېړني ولس سره د وېډيويي کنفرانس په واسطه خبرې وکړې چې،دې چارې د خوست خلکو په زړونوکې د نوموړي  محبوبيت  لازيات کړ. په افغانستان کې د تېرې واکمنۍ له راتګ څخه کابو ديارلس کاله واوښتل. هغه مهال افغان نوزېږې ادارې داسې مهال سياسي واک تر لاسه کړچې،د څلورلسيزې جګړې له امله د هېواد ټول مادي او معنوي جوړښتونه او بنسټونه په چورلټ ډول سره له منځه تللي وو. افغانستان په کورني او بهرني چاپېريال کې خپله اُتوريته او پرستېژ له لاسه ورکړى ؤ. داداسې مهال ؤ چې، افغانان اود هغوى هېواد د ټولنيز انحطاط او اختناق له خورا پېچلي او چيچلي حالت سره مخامخ  ؤ. د هېواد په هرولايت، ولسوالي،بانډه،کلي او کور کې لوږه، تنده، بې وسي ، بېوزلي، بېکاري، بې کوري،ناروغي، ناپوهي، جهالت، خواشيني، خوابدي، غم او خپګان واکمن  ؤ. افغانان په کورنۍ او بهرنۍ صحنه کې خورا ډېر سپک شوي وو.دا يو داسې حالت ؤ چې، سارى يې د اروپا په منځنيو پېړيو او د افريقې په وحشي ټولنو کې نه لېدل کېږي. د افغان ځورېدلي او اسکېرلي ولس د ټولنيز ژوندانه تومنه او متره له  لاسه تللې وه. په داسې ترينګلي او ويرژلي حالت کې نېږدې  ؤ چې،ددغه مېړني او زمريالي ملت خوږ ټاټوبى تجزيه او له منځه ولاړ شي. خو لکه څرنګه چې، متل دى وايي:( په هرې تيارې پسې رڼاراځي!) نوپه هېوادکې کابوديارلس کاله مخکې بدلون راغى. افغان دولتمشرانو په هېوادنۍ کچه د يوۀ دولت او حکومت لومړني اساسات او تشکيلات رامنځ ته کړل اود افغان ځورېدلي ولس کورنى، سيمه ييز او نړيوال  مقام او حيثيت يو ځل بيا پرځايښت وموند او د مالي او اقتصادي مرستو يو بهانده سېلاب هم رامات شو له دې سره سم لوېديځ افغان هېواد ته يوه ناافغاني پديده راوړه چې، دې پديدې ته اداري فساد وايي. په تېره يوه لسيزه کې له افغانستان سره ټولټال (١٠٠) مېليارده ډالره مرسته وشوه چې،دا مرسته  په لوى لاس د لوېديځ په  لاس د جوړ شوي اداري فساد په مټ  ولوټل او يوازې (چونګ له خرواره !) يې په هېواد کې په اصطلاح په بيارغونه ولګول شوه. دا منو چې، په تېره ديارلس کلنه  موده کې د مثبت  پر ځاى د منفي کار ګراف خورا لوړ او او چت دى او لکه څرنګه  چې، افغان ملت غوښتل هغه شان ونه شول او هرڅه په نيمګړي ډول سره وشول او په هر بيارغونيز کارکې درغلې، کمېشنکاري او غولونه وشوه، ځکه خو هر هغه څه چې،د بيارغونې په ډګر کې وشول، د يوې لنډې مودې وروسته له منځه تللي او پوپنا شوي دي. پتېيل شوې چې،تر٢٠١٤ زېږديزکاله له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.دابه داسې مهال وي چې،افغان دولت او ملت په د خپل  ټولنيز ژوندانه له خورا سخت سياسي، اقتصادې او امنيتي حالت سره مخامخ شي. له پلوه له (٢٠١٤_ ٢٠٢٤) کلونو ترمنځ د بدلون لسيزه ټاکل شوې. په دغه دوره کې بايد افغان دولت او دولتمشران په هېواد کې په غوڅه د اداري فساد جرړې وباسي او په کورنۍ کچه يوه سالمه اداره  رامنځته کاندي. افغان ولسمشر ښاغلي ډاکټر اشرف غني د لوړې په وينا کې د تېر حکومت ټولې نيمګړتياوې او ملامتياوې په ګوته کړې او د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه يې په زغرده په فساد تورن کړل. د اداري فساد پرضد د ولسمشر احمدزي جدي تريځ ددې لامل شو چې، د افغانستان د سترې محکمې رئيس پوهان عبدالسلام عظيمي خپله استعفاء محترم هېواد مشر ته وړاندې کړي چې، نوموړي هم  ومنله او په دويم  پړاو کې افغان ولسمشر عبدالرشيد راشد د سترې محکمې د سرپرست په توګه پردنده وګومارۀ.د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد هغه څه دي چې، د خوست مشرتابۀ يې  پر وړاندې په دغه ولايت کې د تېرو څلورو کلونو په موده کې په غوڅه توګه مبارزه کړې او لاهم  په دې برخه کې ستړياوتې هلې ځلې کوي. محترم اشرف غني احمدزي د خوست والي او خلکو سره په وېډيويي کنفرانس کې د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو په اصلاح او سمون ټينګار وکړ چې، دا دى وروستۍ پايله يې موږ د سر په سترګو وينو. افغان  ولسمشر په ټينګه پتېيلې، ترڅو په کوردننه يوخورا پياوړى او غښتلى کاري ټيم  رامنځته کړي چې، وکولاى شي، د بدلون په لسيزه کې افغانستان له روان  سياسي، اقتصادي او امنيتي کړکېچ څخه  را وباسي او د يوۀ  هوسا او سوکاله ژوند په  لور يې وخوځي.

                                                                                                   فضل وزير هيله من

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button